دیني، سیرت او تاریخ

بې عنوانه!!! لومړۍ کړۍ

په دې پوه شوم….
د وړوکي اختر په شپو ورځو کې چنو د اختري د روپیو سره ښکته پورته ګرځېده، چې د یوې رېړې(لاس ګاډۍ) شاوخوا یې  د ماشومانو ګڼه ګوڼه ولیده، چنو ویل: راځه ویې ګوره. بېروبار ته داخل شو، څه ګوري، چې؟ په لاس ګاډي باندې د نوټونو(پیسو) بنډلونه ایښي دي. هلکان پنځه پنځه ـ لس لس پیسې ورکوي، او د لوټونو بنډلونه پرې اخلي.

چنو هم حرص واخست، او نه یې غوښتل، چې دا ګټه يې له لاسه ووځي. له جیبه یې د اختري پیسې راواخستې، چې ټولې ۵۳ دري پنځوس روپۍ کېدې؛ هغه یې ریړۍ والا ته ورکړې، او له رنګارنګ لوټونو يې پلاستیک ډک کور ته روان وېوړ. ډېر خوښ وو، فکر یې کاوه چې کورته لاړ شي، پلار ته به وایي، چې پیسې ورکړي، او ټوله رېړه واخلي.

کورته له رسېدو سره سم یې د پیسو په شمېرلو پیل وکړ، په نوټونو کې زرګونان، پنځه سوه ګون، سلګونان، او لس ګونان او پنځه ګونان وو. چنو کتابچه راواخسته، او پیسې یې وشمېرلې. چې ټولې پیسې دوه لکه شل زره اوه سوه لس(۲۲۰۷۱۰) پیسې شوې.
په خوښۍ د مور خواته ورغي او ورته یې وویل: ( نن ماته ۵۳ پیسې ورکړې، او دوه لکه شل زره اوه سوه لس(۲۲۰۷۱۰) پیسې مې وګټلې.

–    ها،، څه وایې، دماغ خو به دې په ځای وي؟.
–    هو مورې! …… رښتیا وایم. په ۵۳ روپیو مې دوه لکه شل زره اوه سوه لس(۲۲۰۷۱۰) پیسې……
د مور تندی یې ګونځې شو، فکر یې کاوه، هسې نه زوی یې په قمار(جوارۍ) نه وي اخته شوی؟ او په قمار کې یې دا پیسې ګټلې وي. یا یې د چا له کوره غلا کړې نه وي. چنو خو له مخکې نه شوخ دی، او اوس خو هسې هم د کلی کور حالات خراب شوي دي.
د مور په ذهن کې یې ډول ډول خیالونه ګرځېدل، او هغه یې سرګردانه کړې وه. اخر یې ورته وویل: ( راوړه دا پیسې ماته وښیه. )

چنو په منډه منډه ولاړ، او د نوټونو هغه بنډلونه یې مورته راوړل.
مور یې حیرانه شوه، هغې کله هم دومره پیسې نه وې لیدلې، په حیرانۍ یې پوښتنه وکړه، ویې ویل: چنو! رښتیا ووایه، دا پیسې دې له کومه کړې دي؟ )
چنو وویل: مورې! هغه په کوڅه کې یوه رېړۍ والا خرڅولې، وامې خیستې.)
مور یې وویل: هغه رېړۍ والا لیونی وو، چې په ۵۳ روپیو یې دومره ډېرې پیسې درکولې؟ ماته رښتیا ووایه که نه په وهلو وهلو به دې پوستکی وباسم. ددې په ویلو یې مور په غوسه پورته شوه.
چنو چې د مور غوسه ولیده، وارخطا شو. ( هغه مورې! زه رښ….. رښتیا وایم…. یقین وکړه.

چنو، دا پیسۍ دې یا غلا کړې دي، یا دې په لاره کې پیدا کړې دي، خو په دې خبرې باور نه شم کولای، چې په ۵۳ روپیو دې دومره پیسۍ اخستې وي. رښتیا ووایه که نه په وهلو وهلو به دې مړ کړم، او د اختر د ورځې به څه لحاظ ونه کړم، پلار ته دې هم وایم، هغه به دې هم ووهي.
چنو نه پوهېده، چې څه وکړي؟ نوپه ژړلو یې پیل وکړ، د ژړا په اورېدلو سره یې نیا راغله، د چنو لیدل او د انګور رټل یې غوښتل، چې د نوټونو په کوټه( ډېري) یې سرتګې ونښتې. سترګې یې وسولولې، څوځله یې سترګۍ( چشمې) پاکې کړې، او بیا یې وویل: های! دومره پیسې له کومه شوې؟ انګور! لکه چې د اختر په ورځ له اسمانه پیسې راورېدې؟

–    نه!! خواښې بې بي! چنو دا پیسې راوړي دي، خو رښتیا دی هم نه وایي، چې له کومه یې راوړي دي.
–    انۍ يې په کې سترګې خښې کړي، او ویې ویل: اې چنو! ووایه، چې دا پیسې دې له کومه راوړي دي؟
خو چنو بېچاره اوس چېرته خبرې کولی شوې، ځکه هغه په ژړا وو، مور یې بوټان له سره پورته کړل، او په قهر یې انۍ لکړه پورته کړه، چې په دې وخت کې د دروازې د خلاصېدو غږ شو؛ ورورجان یې کورته ورننوت.

د کور د حالت په لیدو یې بې اختیاره وویل: دا څه وینم( دا څه شوي دي؟.
بیا یې انۍ اومور ته وکتل، او د نوټونو په کوټه(ډېري) ور ټيټ شو، او یو نوټ یې ترې راپورته کړ، او په هغه د لیکل شوي عبارت په لوستو لګیا شو: ( د پاکستان د دولت له خوا جاري شوی، ددې سندلرونکي ته وعده ورکوي، چې د غوښتنې په وخت کې زر(۱۰۰۰) پیسې ورکړي…..  عبدالشکور او د هغه د زامنو له خوا… د ماشومانو لپاره د اختر ډالۍ… اختر مو مبارک شه….)
ورورجان په جګ غږ وویل: اوه هو….. دا خو نقلي نوټونه دي.!

-څه نقلي؟
دانۍ لکړه په ځمکه ولګېده، خو د چنو د ژړا غږ نور هم پورته شو، ځکه چې ۵۳ پیسې یې له لاسه ورکړې وې.
ورورجان یې په سر لاس راښکه او ورته ویې ویل: اې چنو! د ژړا څه ګټه… د پیسو حرص ډېر بد وي، د حرص پای ډېر بد وي.. ځه…. ښه شو، چې پوه شوې…اویو سبق دې ترې لاس ته راوړ…..

۱۳۰۰ کاله وروسته

د عراق پاچا په غرق خوب ویده وو، چې خوب یې ولیده، څوک ورته وایي: (( مونږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم دوه تنه اصحاب د دجلې دسیند په غاړه دفن یو، د دریاب مخ بدلېږي، او اوبه زمونږ لورته را روانې دي، او زیاتېږي؛  د حذیفه بن یمان تر قبره رارسېدلې دي، او د جابر بن عبدالله قبر ته یې هم نم داخل شوی دی. مونږ له دې ځایه وباسئ، او د سیند په غاړه لرې چېرته مو بېرته دفن کړئ.

د عراق پاچا دا توري په خوب کې واورېدل، او ولیدل. مګر څه توجه یې ورته ونه کړه، دویمه شپه یې بیا هم همدا خوب ولید، او همدا الفاظ یې بیا واورېدل. خو بیا یې هم څه ځانګړې پاملرنه ورته ونه کړه.
دریمه شپه همدا خوب د عراق لوی مفتي(مفتي اعظم) (( نوري السعید پاشا)) ولید. هغه د هغه وخت لوی وزیر( وزیراعظم) له ځانه سره کړ، او دعراق پاچا ته ورغلل، کله یې چې پاچا ته خوب واوراوه، نو پاچا حیران شو، ویې ویل: دا خوب خو ما هم دوه پېرې لیدلی دی.

هغوی مشوره وکړه، په پای کې پاچا مفتي اعظم ته وویل: (( اول خو تاسو د قبرونو د پرانستلو فتوا ورکړئ، بیا به د خوب سره سم پرې عمل وکړو. ))

لوی مفتي د قبرونو د پرانستلو او د جسدونو له یوه ځایه بل ځای ته د لېږدولو فتوا ورکړه، او د قبرونو د پرانستلو امر یې وکړ. دا فتوا او د پاچا امر یې په اخبارونوکې هم چاپ او خپور کړ. امر یې وکړ، چې د لوی اختر په ورځ به د قبرونو څخه د جسدونو د لېږدولو پروسه سرته رسېږي.

په اخبارونو کې د دې خبر په خپرېدو سره سم دا خبر په ټوله اسلامي نړۍ کې خپور شو. اخبارونو دا خبر په ډېره تېزۍ سره خپور کړ. او د خوند خبره خو دا وه، چې دا کار د لوی اختر په ورځ تر سره کېده، چې په دې ورځو کې د نړۍ ډېر مسلمانان مکې معظمې ته رسېدلي و ي. هغوي ټولو د عراق له پاچا څخه وغوښتل، چې دا کار د حج له ورځو وروسته سرته ورسوي، چې هغوی ټول هم په دې مراسمو کې ګډون وکړي. په دې ډول د هندوستان، مصر،شام، لبنان، فلسطین، ایران، بلغاریه، روسیې او حجاز او نورو اسلامي ملکونو څخه د عراق پاچا ته لیکونه راورسېدل، چې دا مراسم وځنډوي، او د حج له ورځو څخه وروسته یې کړي. دوی هم ِغوښتل چې په دې مراسمو کې ګډون وکړي، نو د عراق پاچا دې مهرباني وکړي، او دا نېټه دې د حج له ورځو څخه وروسته یو څو ورځې وځنډوي.
همدارنګه د نړۍ د مسلمانانو په غوښتنه دویم فرمان داسې خپور شو…

(( دا کار به د اختر نه لس ورځې وروسته سرته رسېږي.))
په پای کې هغه ورځ راورسېده، چې قبرونه پرانستل کېدل؛ د نړۍ څخه ډېر مسلمانان یې د دیدن په تمه راغلي وو. د  سه شنبې په ورځ د ورځې په دولس بجو د لکونو خلکو په موجودیت کې قبرونه پرانستل شول. د حذیفه بن یمان په قبر کې رښتیا هم څه اندازه اوبه راغلې وې، او د حضرت جابر بن عبدالله تر قبره رښتیا هم نم را رسېدلی وو. که څه هم چې د دجلې سیند له هغه ځایه دوه میله لرې وو.
د ټولو ملکونود سفیرانو، د عراق د حکومت استازو او اراکینو او د شاه فیصل په شتون کې اول د حذیفه بن یمان رض جسد مبارک د کرین() په وسیله داسې پورته شو، چې دده مبارک جسد په کرین باندې ایښی وو، بیا یې مبارک جسد له کرینه داسې لرې شو، چې شاه فیصل، لوی مفتي، د ترکیې وزیر اعظم، او شهزاده فاروق د مصر ولیعهد په خپلو اوږو واخست،  او په ډېر درناوي یې د ښیښې په یوه تابوت کې ځای پر ځای کړ. بیا په همدې ډول یې د جابر بن عبدالله رض مبارک جسد هم له قبره راوویست اوویې لېږدوه.

ددواړو جسدونو کفن بېخي روغ جوړ وو، تر دې چې د ږیرې مبارکې وېښته یې هم روغ او جوړ وو. جسدونو ته په کتو بېخي داسې نه ښکارېده، چې دا به د دیارلس سوه کاله پخواني وي. داسې ګمان کېده، چې د هغوی د وفات دوه درې ساعته کېږي. تر ټولو د تعجب خبره داوه، چې ددواړو سترګې پرانستې وې، دومره زیاته ځلا یې کوله، چې لېدونکو یې سترګو ته نه شو کتلی.

لوی لوی ډاکټران ددې منظرې په لیدلو حیران وو، د جرمني د سترګو یو ډاکټر هم هلته موجود وو، هغه چې دا ولیدل، نو برداشت یې ونه شو کړای، مخکې راغی، او د مفتي اعظم لاس یې ونیوه، او ویې ویل: ستاسو د دین اسلام د حق او رښتیا کېدو له دې نه لوی ثبوت کوم کېدلی شي، خو دایې لوی ثبوت دی، لاس راکړئ، زه مسلمانېږم،: لا اله الا الله محمدرسول الله…..

ددې سره سره یوه جرمني فلم جوړونکي دا ټوله صحنه ثبت هم کړه، او ویډیو یې ترې وکړه. د شاه فیصل په اجازه یې هم هلته د دوه سوه فټه په اوچتوالي یې د څلورو پایو او د شل فټو په پلنوالي یې یو تلویزیون ولګاوه، او څلورو لورو ته یې څلور سکرینونه هم ولګول، چې خلک دا ټول حالات له نږدې څخه وګوري.

په دې توګه دا ټول حالات هر چا په خپل ځای کې ولیدل، د زیارت او لیدنې په شوق کې یې خلل واقع نه شو، که نه د دومره خلکو د پښو اېښودو ځای پیداکول هم مشکل کار وو،،،، ددې منظرې په لیدو سره ډېر عیسایان، هندوان، یهودان او مشرکین مسلمانان شول
نورې کړۍ هم لري…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x