هغه څوک چې لمونځ نه کوي څه حکم لري؟

مولوي احمدالله حسین خیل
په اسلامي ټولنه کې ډېر داسې مسلمانان پخپلو سترګو وینو چې دسستي (تکاسل)له امله لمونځ نه کوي او دا ورته ډېره وړه او اسانه خبره ښکاري او حال داده چې دالله جل جلاله تر ټولو ستر حکم ماتوي او دلوی خطر سره مخ ده او دهلاکت، بربادی لویه کنده کې لوېدلی خو ځان ته یې فکر نه ده .

رابه شو دې خبرې ته چې لمونځ دالله تعالی څومره ستر حکم ده؟

ددین تمام حکمونه دالله جل جلاله له لوري د جبریل علیه السلام په واسطه په پېغمبر صلی الله علیه وسلمَ باندې له اسمانونو څخه ځمکې ته راغلي او په مسلمانانو لازم شوي، خو یوازې لمونځ چې کله فرض کیده، نو الله جل جلاله خپل خوږ پېغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دمعراج په شپه خپل ځان طرف ته وغوښته او ددیدار مطهره نه وروسته یې ورته دپنځوس ۵۰ لمونځونو سپارښتنه وکړه چې دحضرت موسی علیه السلام په مبارکو هڅو سره پنځه لمونځونه په امت محمديه فرض شول. راځم دې خبرې ته چې لمونځ پرېښودونکی دقرآن کریم او داحادیثو په رڼا کې او د څلورو نومیالیو امامانو دمذاهبو له نظره څه حکم لري؟ قرآن کریم سورة مدثر کې الله جل جلاله دهغو كسانو ذكر كړی او دقیامت په ورځ به پوښتنه ځنې وشي چې لمونځ نه کوي [ماسَلَکَکُم فِي سَقَر قالوا لم نَکُ منَ المُصلّینَ] ژباړه: تاسو څه شي اور ته داخل کړئ؟ دوی به ورته ووایي چې موږ لمونځ نه کاوه .ددې ایت کریمه نه صراحتًا دلمونځ نه کونکي له پاره جهنم ته تلل ضروري بلل شوي .بل ایت په سورة ماعون کې[ فَویلُ ّللمصلّین الذین هم عن صَلاتهم ساهون] دریم: ایت [اقیموا الصلاة ولا تکونو من المشرکین] ژباړه: تاسو لمونځ وکړئ او مشرکان مه جوړېږئ ” ددې ایت شریف دا خبره معلومیږي چې لمونځ نه کول شرک دی دې ته ورته ګڼ شمېر آیوتونو کې دلمونځ قضا کونکي لپاره عذاب (وعید) راغلی.

احادیثو ته به ورشو!

امام مسلم رحمه الله په خپل کتاب صحیح مسلم کې ددې باب لاندې [باب کُفرُمنْ تَرَکَ الصَّلاةَ ] یو حدیث شریف راوړی [عنْ ابي سفیان قال: سمعتُ جابرا یقول: سمعتُ النبيَّ صلی الله علیه وسلمَ یقول: انّ بین الرجل والشِرْکِ والکفرِ ترک الصّلاة ] ژباړه: دابي سفیان څخه روایت دی چې ما له جابر رضي الله واورېدل هغه له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه چې ویل یې دمسلمان او دشرک، کفر منځ کې فرق دلمونځ پرېښودل دي کتاب الایمان حدیث نمبر [82]

امام ترمذي رحمه الله هم په خپل کتاب سنن ترمذي کې یو حدیث راوړی چې یوه تُکړه یې داده [من ترکَ الصلاةَ فقد کفرَ] ژباړه: چا چې لمونځ پرېښود کفر یې وکړ، او بیا وایي چې: [هذا حدیثٌ حسن صحیح غریبٌ ]ابواب الایمان

حدیث نمبر [2621]

دې ته ورته حدیثونه امام نسائي امام ابي داؤد امام ابن ماجه امام احمد بن حنبل امام دارمي رحمهم الله په خپلو کتابونو کي راوړي دي چې ټول دصحت په درجه کې دي .

دڅلورو امامانو مذهب او نظر:

۱-امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله وایي چې: څوک لمونځ نه کوي کافر نه ده خو فاسق ده حکمرانان به یې بندي کوي او وهي تر څو چې توبه وباسي او یا مړ شي، [الدرالمختار مع حاشیته ابن عابدین الشامي ] جلد ۲ [صفحه ۸] مکتبه رحمانیه.

۲–امام شافعي رحمه الله فرمایي: چې قتل دې شي دایې حد ده او یو قول یې داده چې دکفر له امله باید قتل شي او دغه یو قول دامام مالک او امام احمد بن حنبل رحمهم الله هم ده “مخکنۍ مرجع.

۳—امام مالک رحمه الله وایې: سلطان یې باید دقتل حکم صادر کړي .

۴—-امام احمد بن حنبل رحمه الله فرمایي: چې لمونځ نه کونکی: کافر، مرتد ده له اسلام څخه، او حکم یې دا ده چې قتل یې کړئ او نه به غسل ورکوئ او نه کفن اونه به یې دمسلمانو هدیره کې خښوئ [حکام العبادات] ابراهیم سلقیني رحمه الله .

یادونه: دې مسأله کې دامام اعظم رحمه الله مذهب کې توسع (اسانتیا)ده .

دپورتنیو حدیثونو او دمذاهبو اربعه و نه” د لمونځ نه کونکي باندې سختې شدیدې نیوکې ” دلمونځ اهمیت څرګندوي ، دفقهاءو او عامو محدثینو په اند دلمونځ پرېښودل په هیڅ صورت کې نه شته که په ولاړه یې نه شې کولای په ناسته دې وکړي که په ناسته یې نه شي کولای په ملاسته دې وکړي کنه په اشارې سره دې تر سره کړي بغېر دحایضې او نفاسې زنانه و څخه چې هغه شریعي عذر لري. اخر کې دا وایم چې لمونځ پرېښودونکي ته به څه په لاس ورشي؟ بلکې ددنیا او اخرت له نعمتونو څخه به محروم شي.

ټولو مسلمانانو ملګرو نه دا ګذارش کوم او سپارښتنه ورته کوم چې دا پیغام دنړۍ ټولو مسلمانو ته ورسوئ، زما مسؤلیت تر تاسو پورې رسول او ها خوا ستاسو مسؤلیت ده ترڅو چې یومسلمان دلمونځ اهمیت نه خبر شي او ستاسو له پاره ذریعه دخیر او باعث داجر وګرزي .

وما علینا الابلاغ المبین



یوه تبصره

  1. عبدالواحد اڅګزۍ

    لله په قرآن کی فرمایی: ادع الی سبیل ربک بالحکمت والموعظت الحسنت وجادلهم بالتی هی احسن ط ان ربک هو اعلم بمن ضل عن سبیله وهواعلم بالمهتدین.۱۲۵—۱۶(النحل ۱۲۵)معنی:دعوت ورکړۍ خلکوته دخپل رب دلاری طرف ته په حکمت اونصیحت ښه سره اوبحث وکۍ د دوی سره په داسی طریقه چه ښه وی بیشکه ستارب هغه ښه پوهیږی په هغه چا چه ګمراه سودهغه دلاری نه اوهغه ښه پوهیږی په سمه لارموندونکو.اوبل ډیرلوی نصیحت چه موږ یی هره جمعه په خطبه کی اورو د ترکانو په مسجدوکی ترجمه وایی بد بختانه زموږملایان یی په معنانه پوهیږی او ترجمه یی نه وایی الله فرمایی:ان الله یامروبالعدل والاحسان وایتآءی ذ یالقربی وینهی عن الفحشآءوالمنکروالبغی ج یعظکم لعلکم تذکرون. معنی :بیشکه الله حکم کوی د انصاف اود نیکۍ اودامدادورکولوخپلوانوته اومنع کوی له بی حیایی نه اوله بدۍ اوظلم نه هغه نصیحت کوی تاسوته چه تاسونصیحت حاصل کۍ. دلته څونه دحکمته ډک امر الله وکۍ که موږعمل پروکوڅونه خپلوی اودوستی به زموږ په منځ کی پیداسی داحکم دۍ دکا ینا تودمالک له طرفه زموږ دخوښی خبره نه ده چه کوویی که یی نه کوو- زموږبیعلمه عوام وایی :ښه مه کوه بد به نه دررسیږی داڅونه لودګناه خبره ده آیادازموږ دملایانووظیفه نه ده چه خلک له دی ګمراهۍ راوه ګرزوی- که دهرچا په وس کیږی ملا مجبور کۍ چه ترخطبی وروته ددی ترجمه ووایی اوخلک د دی آیت له فرضیته خبرکی چه الله پرموږرحم وکی.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.