
خبرې يې ځمکه ښوروي؛ خو عمل يې په «شلو افغانيو» هم سړي وژني!
امين وردګ
تېره ورځ افغان پوليسو د فراه ولايت په لاره کې د (نقيب الله) په نوم يو موټروان _د شلو افغانينو په بدل کې_ په ډزو و واژه.
نو زه وام چې دغه پرديپاله اداره بايد اول دا خپل (د شليانو او لسيانو) غله په نس ماړه کړي ؛ بيا د د ميليونونو او ميلياردونو ډالرو خبرې کوي ؛ زه خو وام اوس بدې ورسره ښکاري.
چې د ټلويزيون پردې ته کښېنې ؛ نو غټ سر به يې پکې نيولى وي او د افغانستان يا نورې نړۍ په هکله به دومره لويې لويې خبرې درته کوي ؛ چې ته وا نړۍ د ده په ښکر ولاړه ده ؛ مګر د ملت وګړي به په يوه ((شلي)) هم وژني ؛ هغه هم د افغانيو ! چې يو قوتى سيګرېټ لا نه پرې اخيستل کيږي.
همدا تېره ورځ د پاکستاني ظالم فوځ الوتکې د ډيورنډ له کرښې دېخوا ته را اوښتې وې او بمونه يې اورول ؛ چې په ترڅ کې يې لسګونه بې دفاع افغانان په شهادت رسولي دي ؛ خو زموږ په دغه ټولو دولتي نظامي ارګانونو کې دومره څوک نشته ؛ چې دغه ظالم فوځ ته د (ولې ؟) هومره هم و وايي.
په خپله خاوره کې يې دراوزې هم راته درولې او اوس يې تړلې هم دي ؛ خو دولت د دغه لکونو فوځ سره سره هم (په خپله خاوره کې) دروازه نشي پرې خلاصولاى.
مګر کله چې د خپلو افغانانو خړ کورونه وګوري ؛ چې ځه دا خو ښه ورانيږي ؛ نو بس د پاکستان ((ټاپې)) پرې ووهي او خپلې بادارې امريکې ته ورمنډه کړي ؛ چې هله دغلته ترورستان دي او د رباني خبره “لوى لوى بمونه پرې ور وغورځوه”
هغوى هم سترګې ورته وتړي ؛ بس دغو خړو جونګړو ته وحشي الوتکې ور سمې کړي ؛ چې نه ماشومانو ته ګوري او نه هم تور سرو ته ؛ بس د “حافظ غونډاري” دي نو ؛ چې پرې را وروي يې او دومره څوک نشته چې غږ يې واوري.
زه دغه دولت او مينوالو ته يې وايم ؛ چې بس کړئ دا بې منطقه دلائل !
لږ شرم ښه شى دى ، په حق او حقائقو سترګې مه پټوئ او دا بې ګناه افغانان مه وژنئ ؛ دا خړ کورونه په خپل (دوه ورځني) بادار مه ورانوئ ؛ دلته مو ژوند دى ؛ قسم په خداى که مو ورسره بوزي ؛ سبا به د دغه ملت رحم ته زېړې سترګې ولاړ وئ ؛ لکه هغه برطانوي افغان ژباړن !
هنوز به (ټرمپ) غوندې مشران د (آمريکا سپي) لقب هم درکوي ؛ نو ولې دا د ذلت ژوند ځانونو ته غوره کوئ ؟
يو خو په دا هره پېښه کې د خپل اصلي بادار (پاکستان) نوم ډېر مه اخلئ ؛ نور لږ شرم پکار دى ؛ هر کمېنټ ته چې زه ګورم همدغه يوه بدله پکې بولئ ؛ چې “د دولت ضد وسلوال پاکستانيان دي ، طالبان پاکستانيان دي او زموږ جګړه له پاکستاني فوځ سره ده” نو چې له پاکستاني فوځ سره د جګړه ده ؛ ولې د لا تر اوسه د کوم فوځي تابوت پاکستان ته نه دى ور استولى او يا يې د کومه الوتکه نه ده راکوزه کړې ؟
تر څو به د دغه ښکرورو دروغو سره افغانان په شهادت رسوې ؟
افغان ولس دومره بې وجدانه نه دى ؛ چې (انګرېزى فوځ) يې د غيرت په سپېڅلو کوڅو کې په آرامه کښته او پورته شي.
په دغو خبرو به کېداى شي چې د ښار ځينې _ تلويزيوني شاګردان_ غلت کړئ ؛ مګر د ملت ستره کتله _چې اطراف دى_ نه غلتيږي ؛ ځکه چې د شهيدانو ټولې جنازې ولسونه کوي او خپل بچي په خپلو پلارنيو هديرو کې له خپلو جامو سره خاورو ته سپاري.
ګورئ ! ستاسو د په خداى قسم وي ؛ چې له ملت نه نور حق مه پټوئ ؛ که په ټول افغانستان کې مو کوم پاکستانى فوځي نيولى او يا وژلى وي ؛ نو ولې يې اسناد دغه مظلوم ملت ته نه وړاندې کوئ ؟ تر څو ملت هم خپل مسير وپېژني ؛ په تشو تورونو خو څه نه کيږي او نه هم په دې کيږي ؛ چې بنديانو ته د ښځو جامې ور واغوندئ او بيا انځورونه ترې واخلئ .
په والله چې يا تاسو حق پټوئ او يا خو اصلاً حق نه پېژنئ ؛ ملت مو تبا کړ د دغه کثيف (آي اس آى) په پلمه.