نظــر

طالبان بايد د (احمدشاه ابدالي) قاتل شرکت وتړي

 امين وردګ

له پرون را هيسې _چې په ترافيکي پېښه کې يو ځل بيا په لسګونو مسافر له منځه تللي دي_ په ټولنيزو شبکو کې د عامو افغانانو د غه غوښتنه بيخي ډېرې سره څرخي چې وايي:

“طالبان بايد د احمدشاه ابدالي قاتل شرکت وتړي”

نو ما وپتېيله ؛ چې د دوى دغه غوښتنه بايد په يو نه يو ډول د اسلامي امارت تر مشرانو پورې ورسوو.

ريښتيا هم چې د (احمدشاه ابدالي) شرکت په نږدې پنځلسو کالونو کې د سلګونو افغانانو قاتل پېژندل شوى دى ؛ څومره ترافيکي پېښې چې د دغه شرکت ثبت شوې دي ؛ د بل يوه شرکت هم نشته.

د پېښو د قربانيانو وارثان وايي چې : په کراتو مراتو مو د دولت دروازې ورټکولې دي ؛ مګر چا زموږ په غوښتنو غوږونه نه دي ګرولي.

چا ته به مو چې د (احمدشاه ابدالي شرکت) مازي نوم هم واخيست ؛ واى ” ورو به يې د غوږ پر ځاى د غوږ څټ و ګرولو”

ويل کيږي چې دغه شرکت (کرزيانو) ته منسوب دى او ډېرى وخت مخدره توکي ، وسلې او مهمات پکې وړي راوړي ؛ ځکه خو د دولت زور نه پرې رسيږي.

مګر خلکو دا ځل په ټينګه د امارت له مشرانو څخه د دغه قاتل شرکت د ژرترژره بندولو او يا لږترلږه د جزا ورکولو غوښتنه کړې ده.

عام خلک وايي چې طالبان په اجراآتو کې ګړندي دي ؛ نو بايد د مسافروړونکو بسونو او باروړونکو لاريو څخه په کلکه څارنه وکړي ؛ تر څو په راتلونکې کې داسې غميزې ځلې تکرار نه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
یوسفزی

زه خو چي ګورم، طالبان هم پکښي شريک دي، هغه په دې چي دوی دوه واري وویل چي موږ د ترانسپورټي شرکتونو چاري څارو او د تخلف په صورت کي یې مخنیو ی کوو، خو تر ننه يې هیڅ نه دي کړي.ږ
نو دا په ډاګه ویلی وسو، چي یا دوی شريک دي ورسره ، او یا هم د دروغو وعدې ورکوي.

تسنیم

دا شرکت د کندهاریو وروڼو دی- نو دوی هم په طالبانو په مشرانو حضراتو که شناخت لری، نو ددی شرکت جزایی کول ناشونی دی- بس عام اولس د ددی شرکت سره بایکاټ وکړی- د ددی شرکت په موټرو که د نه ځی بس دایی د حل لاره ده.

متقی

یوسفزی صاحب ، زه د طالبانو غړی نه یم ، وایم کشکی وی ، د هغوی غړیتوب وړتیا او تقوی نه لرم ، مګر ستاسی خبری می ساده کی ګلداره ولیدلی، تاسی په کابل کی غلامه اداره لری ، کیدی شی تاسی یی منځپوړه یا کوزبوړه مامورینو کی یی ، هغوی په ټریلنو ډالر له ارپایانو او امریکایانو تر لاسه کوی د ننه د هیواد ټولی دولتی او غیر دولتی زمکی یی هم غصب کړی او غصبوی ، که د ترافیکو پیښو مسولیت هم نه شی اخستلی نو د څه د پاره ډالری معاشونه ترلاسه کوی ؟ طالبان به تاسی… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx