ټولنیزه برخه

ارواڅه ده؟ لومړۍ برخه

اروا

د ارواپوهنې(سايکالوجي)  ډېرى ماهرينو (اروا) تل په داسې ډول استعمال کړې ده،چې په يو څه ياچاپورې يې تړلې وي.مګر په خپله يې د اروا د څه والي او څرنګوالي په اړه هيڅ هم نه دي ويلي.
     د دغې ليکنې په اړه مې په پښتو،دري او اردو کې ځينې کتابونه وپلټل او دغه کتابونه ماته د اراوپوهنې په نامه راپېژندل شوي وو، ماهم په دې تمه لوستل چې د اروا په اړه پوهه پيداکړم. مګر هلته د اروا په اړه نه ،بلکې  داروايي تړاو ،اروايي اړيکو او اروايي نيمګړتياوو په اړه بحث شوى و. او د همدغسې اړيکو، تړاوونواو نيمګړتياووپه اړه باخبره چاته اراوپوه ويل شوى و. ما په دې تمه دغه ليکنه پيل کړه، چې پر پورته بحث توکيو سربېره د اروا پر څرنګو الي او څه والي هم بحث وکړم.

    اروا دالله جل جلاله مخلوق دى، چې په مادي نړۍ کې له مادې جوړه ډانچه وراغوستل شوې ده. موږ د دغې ډانچې په اړه فکرکول او څرګندونې دخپلې پوهې د زياتېدو او همدارنګه د دغې ډانچې د پېژندنې په موخه کوو. او دغسې ځکه کوو، چې په مادي نړۍ کې موږ مجبور يو چې خپله ګټه _ تاوان درک کړو،که مالي وي او که ځاني.

    د دغې ډانچې په پېژندلو، انسان د خپل همنوعه په اړه فکرکوي،  راشه درشه او اړيکې ورسره ټينګوي، د خپل فکر ښکارونه ورته کوي او له هغه نه د خپلې خبرې د درک تمه ځکه لري، چې هغه هم د ده غوندې جوړښت لري.    

خو دغسې ظاهري کتنو او پر حواسو باور مو ږ له حقيقته لري ساتلي يو، د حضرت امام محمد غزالي رحمه الله خبره د انسان ډېر قوي حس (ليدل) هم غلطي کوي، او په اسمان کې ستوري دومره راښکاره کوي، چې په لاس کې يې نيولاى شو، مګر څېړنو ښوولې چې ځينې ستوري تر ګردې ځمکې لا څو  واره لوى دي.

پردغه اسانه اوظاهري درک  سربېره، انسان _ انسان د خپل ځان وړ ځکه وباله، چې ډانچې يې سره ورته دي، خوراک، څښاک، پوښاک او… ته دواړه اړتيا لري؛ مګر دغه هر څه چې يو انسان بل انسان پر انسانيت پرې پېژندلى، يا دغه د انسانيت ځانګړنې چې  موږ يي درک کوو، ټولې مادي وجودلري. مګر پر دې سربېره د انسانانو ترمنځ يو بل کلک تړاوشته، چې اصلاً هغه تړاو د دې سبب شو، چې يو انسان بل ته انسان ووايي او هغه په انسانيت ومني.

دغه  تړاو له هغه ځايه پيلېږي چې الله جل جلاله د ټول بشر ارواګانې پيداکړلې، او ورته ويې ويل:
ايا زه ستاسې رب يم؟
ټولو وويل: ولې نه؛ته زموږ رب يې.
    د غه د(ولې نه) خبره پر ربوبيت (هوکړه) وه او دغه د (هو) تړون د ټولو ارواګاوو ترمنځ  د تړاو ټکى شو. دغه (هو) د دې باعث شوه، چې دغه ټولې ارواوې الله جل جلاله په داسې قالبو کې وړاندې کړې، او لا يې هم وړاندې کوي.چې دغسې وړاندې کونه په خپله دالله جل جلاله له خوستايل شوې ده:

تين(٤آية)
ژباړه: بې شکه انسان موپه  ډېرښايسته صورت پيداکړى.
    دغه ډانچې د همدې جوهر په واسطه سره تړل شوې، او ټولې انساني اړيکي د همدې جوهر له مخې رامنځ ته شوې او رامنځ ته کېږي. او دغه جوهر په ټول انسانيت کې خپور دى، د ټولو انسانانو ارواګانې سره ګرانې، سره خپلې او ځان د هماغه (هو) په ټکي سره تړلې بولي.

    مګردغه ماده ده، چې د اروا په خوځون په داسې ځاى کې رامنځ ته شوې، چې دلته بيا د همدې ډانچې او _له مادې سره د اروا د تړاو_ په خاطر د هماغې اروا خوښه ده، چې په هماغه (هو) پاتې کېږي، او که اروا ځان په خباثت کې ډوبوي او خپل اصلي قدر له  لاسه ورکوي.
الله جل جلا له فرمايي:
الروم(٣٠آية)
ژباړه:
((اى پيغمبره! له خپلو پيروانوسره دې په يو لوري اوسه خپل مخ د دغه دين خواته ولره، پرهغه فطرت ټينګ اوسه چې، الله تعالى جل جلا له پرې انسان پيداکړى دى. د الله جل جلا له جوړکړى جوړښت نه شي بدلېدلاى، همدغه بېخې سم صحيح دين دى، خو خلک نه پوهېږي.))

    زموږ ځينې مفکرين(!) خپله لاره په يوناني ،انګليسي او..فلسفوکې لټوي، چې زما په فکر دغه يو ډول اروايي محاصره ده. په پورته مبارک آيت کې د انساني فطرت او اروا په اړه څرګنده يادونه شوې ده؛ چې انسان فطرتاً مسلمان پيدا شوى.  همدغه د مسلمانۍ اړيکه ده چې انسانان ځانونه د يوې طبقې احساسوي.

 مګر په ځينو ډانچو کې ارواګانې له دغې مسلمانۍ وتلې وي، اوځکه وتلې وي، چې د دغو ارواوو  پر ډانچو يو بل ځواک_شيطان_ واکمنېږي. که څه هم دغه ځواک د هرې اروا دبې لاري هڅه کوي، ځينې ګناهکار وي، خو ځينې يې بيا په داسې ډله بدلو ي چې له انسانيته وځي، او ځکه وځي، چې دغه ارواوې په هماغه فطرت _هو_نه پاتې کېږي.
 الله تبارک وتعالى جل جلاله فرمايي:

اعراف(١٧٩آية)
ژباړه: دغه ډله لکه څاروي، بلکې ترهغوى هم وړاندې دي، همدغه کسان بې خبره دي.
    په داسې حال کې چې په هماغه وخت کې چې لا ډانچې نه وې وراغوستل شوې، دغه ټولې ارواګانې سره يو_مسلمانې_ وي. د اسلام  ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه واله وسلم فرمايي:
((کل مولود يولدعلى الفطره (اى على الاسلام) وانما ابواه يهودانه او ينصرانه او يمجسانه)) صحيح البخاري (١٣٨٥).
ژباړه: هر زېږېدونکى له اسلامي فطرت سره راځي، دغه پلرونه يې له دوى نه يهودي، نصراني او مجوسي جوړوي.

    د چين مشهور فيلسوف منسيوس په دې اړه يو ډېرښه مثال راوړي، وايي چې که کوم ماشوم څاه ته ولوېږي، ټول خلک پرې خپه کېږي، دغه خپګان له ماشوم سره د خپلوۍ له مخې نه وي اونه پکې د چاد شهرت خبره وي، بلکې دغه خپګان او زړه سوى د انسان په فطرت کې اخښل شوې ښېګڼه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x