شعـــــرونه

غزل/ حبيب الله تراب

حبيب الله تراب
نـن مـې اوښـکـې میـلمنې درتـه راوړي
پــه ژړا مـې سترګې سـرې درته راوړي

ټـوله شفه مـې پـر مخ اوښکې بهـیدلې
نــن مـې لـپـې نــذرانــې درتــه راوړي

تــرحـم د زمـانـې پـه زړه کـې نــشـتـه
لــه حــالاتـو مـې تـرخـې درتــه راوړي

خـیر خـیر که غـریـب یـم وس مې نـشـته
د زړه ویـنـې مـې تـحـفـې درتـه راوړي

لـیـونـی نــه یـم جـانـانـه ښه پـوهـیږم
لــه دنـیـا نــه مـې ګـیـلـې درته راوړي

سـاه مـې لنـډه لـنـډه کیـږي مسافـر یـم
غــیـږه راکــړه مـــا دمــې درتـه راوړي

نـه مـې خـوب نـه مـې آرام کـړی دلـبـره
پـه نـصـیب مـې شـوګـیرې درتـه راوړي

تـا لـیـدلـم تـا کـتـلـم چـې زه راغــلــم
پـه هـر ګام کـې مـې اسرې درته راوړي

د دیـــدن پــه تـمـنـا دې ژونــدی پـایـم
هـیـر مـې نـکـړې مـا وعدې درته راوړي

د دربـــار پـــه دروازه کـې دې ولاړ یــم
تــه راووزه مـــا لــیـمـې درتـــه راوړي

د هجران په تـورو شفو کـې ورتـه ګـوره
مــا چـې نــن بـلـې ډیــوې درتـه راوړي

خدای دې درد او غم په سترګو نه در ویني
مـا د ژونــد خـوږې شـیبـې درتـه راوړي

زه حـبـیـب الله تــراب پــه تـا مـیـن یـم
ارمــانــونــه مــې څـپـې درتــه راوړي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x