افغانستان

د کابل د ریسټورانټ په برید کي د ۱۳ بهرنیانو په ګډون ۲۱ تنه وژل شوي

نن ټکی آسیا: نن د شنبې په ورځ 18-1-2014 په کابل کي امنیتي چارواکو اعلان وکړ چي د کابل په وزیر اکبر خان سیمه کي د لبناني هوټل د مرګ ژوبلي شمیره ۲۱ تنو ته ورسیده، چی په کښي ۱۳ تنه یوازي بهرنیان دي.

باید وویل شي چي تیره ورځ د وزیر اکبر خان په ۱۴ سړک د لبنانیانو یو ریسټورانټ چی اکثره بهرنیان او مهم کسان په کښي ډوډۍ خوړلو ته ورځي، د طالبانو له خوا برید وسو.

د امنیتی چارواکو په وینا لومړی د ریسټورانټ مخته چاودنه وسول، او بیا دوه تنه بریدګر ریسټورانټ ته ننوتل او هلته یې پر ناستو کسانو ناتاره ډزي پیل کړي، چي له کبله یې یاده درنه مرګ ژوبله واوښتل.

امنیتي چارواکو ویلي چي ۱۳ بهرنیان او ۸ کسه افغانان وژل شوي دي.

د بهرنیانو په اړه ویل شوي چي یو د IMF نړیوال مالیاتي ادارې د افغانستان لپاره مشر وابل عبد الله، دوه تنه برتانوي، او دوه تنه امریکايي اتباع شامل دي.

او همداسي د یو ناما د سیاسي چارو مشر (پولیټیکل افسر) Vadim Nazarov هم هم په مړو کي شامل دی.

بل خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد چي د یاد برید مسؤولیت یی لا د شپي اخیستی وو، او ویلي وه چی نور جزئیات به یی وروسته نشر کړي، په یوه ایمیل کي نن ټکی آسیا ته ویلي چي د برید موخه د پروان ولایت د سیاګرد ولسوالۍ د هغه بمبار غچ اخیستل وو، چی په کښي تر دیرشو زیات شمېر افغانان د ښځو او ماشومانو په ګډون ووژل شول او ټپي کړل شول.

نومړي ویلي چی ددوی معلومات ښيي چي په جګړه کي ۲۹ تنه لوړپوړي افراد او اته تنه افغان ساتونکي وژل شوي، او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.

او زیاته کړې چي د برید قوت، جدیت او درنو تلفاتو د بهرنیانو او د کابل د امنیتي چارواکو څخه لاره ورکه کړې، ځکه اوس ضد او نقیض بیانونه او معلومات خپروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x