طالبانو د ټرانسپورټي شرکتونو چارواکي احضار کړل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۱، ۱۳۹۵ل): وروسته له هغه چې د هیواد په لویو لارو کې دوه پرلپسې خونړۍ ترافیکي پیښې رامینځته شوې، طالبانو د پیښو د تحقیقاتو لپاره د ټرانسپورټي شرکتونو مسئولین احضار کړل.

په تېرو درې ورځو کې د کندهار – هرات او کندهار – کابل د لویو لارو په اوږدو کې د ډله ییز انتقال دوه بسونه په جلا جلا پېښو کې ټکر او لسګونو مسافرینو ته مرګ ژوبله واوښته.

دغو ترافیکي پېښو د ټرانسپورټي شرکتونو په وړاندې د خلکو نیوکې راوپارولې او موټرچلوونکي یې په بې احتیاطۍ او له ترافیکي قوانینو څخه په سرغړونې تورن کړل.

طالبانو په همدې تړاو خپرې کړې اعلامیه کې د پیښو له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې که په کومه پیښه کې د ټرانسپورټي شرکتونو او موټرچلوونکو بې غوري او بې احتیاطي ثابته شي، د محکمې د پرېکړې مطابق چلند به ورسره کیږي.

د طالبانو د «ملکي تلفاتو د مخنیوي او سمع شکایاتو کمیسون» ویلي چې تر دې وړاندې يې د ټرانسپورټي شرکتونو له استازو سره په میدان وردګو ولایت کې غونډه درلوده او دې نتیجې ته سره رسیدلي وو چې که کومه پیښه له ترافیکي قوانینو څځه د سرغړونې او د موټرچلوونکو د نااهلۍ له کبله رامینځته کیږي، مسئولیت یې اړوند ټرانسپورټي شرکت ته راجع دی.

د طالبانو یاد کمیسون په خپله اعلامیه کې زیاتوي چې له غونډې وروسته یې ګڼې ټرافیکي پیښې ثبت کړي او لا زیاتو تحقیقاتو او پلټنو لپاره د اړوندو ټرانسپورټي شرکتونو مسئولین احضاروي ترڅو د پيښو په اړه خپل ځواب ووايي.

اعلامیه لیکي:

«که حادثې د ترانسپورتي شرکتونو د بې غورۍ، د موټروان د نا اهلۍ او دقوانینو او منل شوو اصولو د نه رعایت له امله رامنځته شوې وې، د اړوند شرکت له مسئولینو سره به د محکمې دحکم له مخې شرعي او قانوني چلند کیږي».

طالبان ټینګار کوي چې د ولسي حفاظت په موضوع کې ډیر حساس دي او په وینا یې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د خلکو له ژوند سره بې احتیاطي وکړي او له ګواښ سره یې مخ کړي.



یوه تبصره

  1. دیره دشرم او دافسوس خبره ده داسی رئس جمهور صاحب ته چه دغه توکر توکر اوپه وینو رنگ ملت چه په کلو نو کلونو په پا کستان اوایران او اورپا کشی په یوه گوله دودی پسی ورک وی اودده یواسکر راولارژی په یوه گوله دودی یو زوان په شهادت رسوی اودوی زانونه حاکمان د دملت بولی خدا نعال خومو دوزخ ته وروه غورزوه تاسی دواره اوتوله کا بینه ستاسی چه داملت ستاسی دشر ه سخه خلاسشی آمین یارب العالمین برحمت که

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.