اشرف غني: د افغانستان جګړه «بین الافغاني» نه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۱، ۱۳۹۵ل): د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني ویلي چې افغانستان کې د هغه چا په خلاف د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګیږي، چې امریکا او ملګري ملتونه یې «ترهګر» ګڼي.

نوموړي تېره ورځ د مونیخ په نړیوال کنفرانس کې دا ادعا ناسمه وبلله چې په افغانستان کې روانه جګړه «کورنۍ» ده. هغه ټینګار وکړ چې د خپلې «ازادۍ» لپاره نه بلکې د «نړیوال امنیت» د خوندیتوب لپاره په افغانستان کې جګړه پرمخ وړي.

«زمونږ جګړه بین الافغاني نه ده، دا د مخدره موادو او تروریزم سره د مبارزې او همدا راز د هیوادونو ترمینځ نا اعلان شوې جګړه ده».

اشرف غني د خپلې وینا په ترڅ کې زیاته کړه چې په افغانستان کې د ۲۰ څخه زیاتو «تروریستي» ډلو سره د مبارزې په حال کې دی.

نوموړي وویل چې د نړیوال ایتلاف په لومړۍ کرښه کې د «ترهګرو» په خلاف جنګیږي. هغه د نړۍ هیوادونه د «ترهګرو» په خلاف د روانې جګړې لا زیات ملاتړ ته وروبلل.

د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني نړیوالو ته په خپلې وینا کې د سوليیز حل لپاره څه نه درلودل او د خبرو ټول تمرکز یې د جګړې په زور د مخالفینو له منځه وړل و.

د میونیخ کنفرانس هر کال د امنیتي موضوعاتو په اړه په جرمني کې دایریږي او د نړۍ د هیوادونو مشران او استازي په کې ګډون کوي.

تېره ورځ په دې کنفرانس کې د ۱۱۰ هیوادونو استازو ګډون کړی و.

د یاد کنفرانس په څنډو کې د امریکا مرستیال ولسمشر «مایک پینس» له اشرف غني او د عراق لومړي وزیر حیدرالعبادي سره کتلي دي او دواړو ته یې د خپلې مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړی.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.