نړۍ

پولينډ غواړي ډېر زر خپل عسکر له افغانستانه وباسي

د پولینډ دفاع وزیر ويلي چې هيواد يې غواړي ډېر زر خپل عسکر له افغانستانه وباسي. د پولينډ د دفاع وزیر توماس سیمونیاک په خپل هيواد کې خبریالانو ته ويلي چې دوی غوړاي د خپلو ايتلافیانو سره په اتفاق له افغانستانه خپل ټول عسکر وباسي. د دفاع وزیر زیاته کړې چې ټول پوځي ټانکونه، موټر، او هيلکوپترې به ډېر زر له افغانستانه وباسي. په افغانستان کې ۱۱۰۰ پولنډي عسکر د ایساف تر چتر لاندې په دنده بوخت دي چې ډېری يې په غزني ولایت کې پوځي دندې  لري چې د روان کال تر پایه به له افغانستانه و وځي. تر اوسه ۳۸ پولنډي عسکر د طالبانو په وسلوال بریدونو کې وژل شوي دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x