عاطف مشعل په پړ اصل کې!

سباوون مومند

په ارګ کې د عاطف مشعل په کړو دندو، ښو او بدو باندې نه غږېږم ځکه هغه وخت یې شخصیت او وړتیا په بشپړ ډول ځکه ولس ته نه ور مالومېده چې له سیاست څخه خلک نور پوزې ته راغلي او په چا دومره نه کېده چې په ټول ارګ کې د مشعل ښه او بد وڅاري.

خو دا چې له کریکټ بورډ سره د خلکو تر ټولو وزرتونو او ادارتو ډېر سر او کار دی نو د عاطف مشعل وړتیا یې په دوهمه میاشت کې په بشپړ ډول معاینه کړه.

مشعل چې کله د کریکټ بورډ د نوي مشر په صفت ټاکل کېده نو د حامد شینواري طرحه یې په نوک ووهله او د شینواري په طرحه یې تر کریکټ بورډه ځان ورساوه. پخپله حامد شینواري په فسبوک پاڼه ولیکل چې عاطف مشعل دده طرحه پټه کړې ده.حامد ویلي وو چې عاطف مشعل ته یې طرحه ځکه ورکړه چې ده په ارګ کې ډېر وخت تېر کړی او ښې پراخې اړیکې لري او له دغو پراخو اړیکو څخه په استفادې به دده طرحه تر ولسمشرۍ ماڼۍ ورسوي خو ددې پر ځای چې دده طرحه ولسمشرته ورسوي پخپله یې ځان پرې را مقرر کړ. که عاطف مشعل ریښتیا هم په کریکټ پوهیدای او د کریکټ بورډ لپاره وړ کس وای نو ده به هم د حامد شینواري او نسیم الله دانش په څېر دکریکټ د ودې او پرمختګ لپاره پخپله پلانونه جوړولی خو دا چې پردۍ طرحې په نوک وهي خپله په ثبوت رسیږي چې مشعل تر کومه بریده وړ کس دی.

که عاطف مشعل ریښتیا هم په اداره سم پوهېدای نو له دانش سره د ناسالم رقابت په اساس به یې د دانش ټول اداري سټاپ له دندو نه ایسته کولی سره له دې چې په ایسته شوو کسانو کې ځینې داسې کسان هم شامل دي چې له مشعل څخه څو برابره تکړه دي. که مشعل بې ځایه قوم پرستۍ او ناسالم رقابت ته لمن نه وهلی نو ولې یې داسې کسان له دندو ګوښه کړل چې ان د حامد شینواري له وخته یې په کریکټ بورډ کې دندې لرلې.

دتجربه لرونکو کسانو څخه ددندو تر اخیستو وروسته مشعل وویل چې خالي بستونو ته به د ازاد رقابت له مخې وړ کسان راولي خو اوس یې دمشهور فسبوکرانو وروڼه او خپلوان هوایي په کریکټ بورډ ځکه ننویستل چې په فسبوک کې به د مشعل نیمګړتیاوې نه افشا کوي چې ښه بېلګه یې د (Acj)پاڼې چلونکي ورور دی همدارنګه دمېډیا منیجر بست لپاره یې دولسمشر د پخواني ویاند چاخنسوري په غوښتنه عزیز غروال بغیر له امتحانه هوایي راوست. دا چې فسبوکیان به د کریکټ بورډ لویه اداره مهار کړي او کنه یوه میاشت کې مالومیږي.

د زېمبابوې سره چې لوبې رانږدې شوې نو د خلکو غوښتنه دا وه چې دغه لوبې باید په ژوندۍ بڼه نشر شي عاطف مشعل ولاړ او پنځه ویشت زره ډالر یې په داسې کوالټۍ ور وشمېرل چې د فسبوک وېډیو هم پرې صفا ده. سره له دې چې تېر کال له همدې زېمبابوې سره لوبې دانش په ښه لوکسه کوالټۍ نشر کړې.

د نسیم الله دانش په وخت کې لوبغاړو له ټاکلو شرایطو څخه پښې نه اړولې او حتې د افغانستان دکریکټ په تاریخ کې هم د ټوپک ډز نه وو شوی خو د مشعل په دوهمه میاشت شاپور ځدران خپل موټر وډزوه او مشعل تش پوښتنه هم ترې ونکړه سره له دې چې دغه کار د افغانستان کریکټ ته تر ټولو لوی تاوان دی.
دا هغه نیمګړتیاوې وې چې یوازې زما په ذهن کې راګرځېدې شاید ټولې مې لیکلي هم نه وي دا چې عاطف مشعل د نسیم الله دانش له جوړ شوي پلان تر ختمیدو وروسته کریکټ هیرو کوي او که زیرو کوي مالومه به شي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.