غزل/ عبدالباقي مهاجر

عبدالباقي مهاجر
راشه په ځان کې انقلاب راولو
د سپین صبا په شان سپین باب راولو

د هر نیک کار مخته خپل نیت صفا کړو
وروسته په زړه کې عزم تاب راولو

د تقوا غېږ کی شریعت قائم کړو
خدائ ته د اوښکو روڼ سېلاب راولو

ستره بریا به زمونږ تر دره راځي
که د اغزو مخ ته ګلاب راولو

له اریانا به ټیټې سترګی ووځي
دښمن ته جنګ سره ځواب راولو

حق راته خاص لکه سپین لمر ځلوي
که په لاسو کې حق کتاب راولو

هر یو خبر به مهاجره حل شي
د ژوند په کړو کی که حساب راولو

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.