له امريکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک هرکلي کوونکو ته!

محمد آصف خواتي

ستاسو دهیلو اوامیدونوسره سم دوه کاله مخکې دجان کیري په نوښت دجوړشوي دوه سري حکومت د کاردپیل په دویمه ورځ داتړون لاسلیک شو. خوبیاهم لیدل کیږي چې پاکستاني ځواکونه کله چې و غواړي په افغانستان دتوپونواوتوغندیو بریدونه کوي چې په ننګرهارولایت یې وروستي بریدونه څرکندساری دۍ. چیرې دۍ دادافغانستان داسلامي دولت ډاډمن دوست کوم چې ورسره امنیتي تړون لري ترڅودبیدفاع افغانستان دفاع وکړي؟ ددې تړون دکلکو پلویانوسره مې دری کاله مخکې پدې اړه بحث درلود اوهغه ویل که افغانستان دامریکې سره امنیتي تړون لاسلیک کړي پاکستان به داجرئت ونکړي چې په افغانستان برید وکړي.

ګرانه دوسته ! ستا اوستا په شان دپردیو دپوځي شتون پرمټ هیواد ته دسولې اوامنیت دراستنیدو هیله چې دامریکې سره دامنیتي تړون لاسلیکول ودوه کاله مخکې پوره شوه . خو هیواد ته نه داچې سوله اوامنیت راستون نشوبلکه وضعیت لا کړکیچن شوی دۍ ، دافغان دولت وسلوال مخالفان دوخت په تیریدو سره پیاوړي اوځواکمن کیږي اودپاکستان توغنديو اوټوپونوافغانان هدف ګرزولي دي. هغوکسانوته چې دپردیو پرمټ غواړي افغانستان آبادکړي دببرک کارمل د وروستۍ مرکې چې په حیرتان کې یې دبی بی سی دخبریال مصطفی دانش سره کړې وه یوه برخه وړاندې کوم چې کارمل دخپلې ناکامې خو کرغیړنې سیاسي تجربې په هکله وایي :«پخپل ژوندکې مې چې خورا ستردرس ترلاسه کړ داووچې هیڅ هیواد نشي کولای دپردیوځواکونو پرمټ خپلواکۍ ، آزادۍ اوپرمختګ ته ورسیږي . بایدچې دخلکوارادې ته درناوی وشي اودهیواد دخپلواکۍ نه دفاع وکړي . هرولس باید پخپلو پښوودریږي.» دافغانستان دویم شاه شجاع ( ببرک کارمل ) داصلي شاه شجاع دخیانت څخه زده کړه نه وه کړې خوراتلونکو دزعامت لیوالوته یې خپله تجربه دیوه تاریخي درس په توګه پریښودله. خودواک اوځواک لیوالوهغه ته پام راونه ګرزاوه اوضمنآ یې دافغانستان دخلکو اودویم شاه شجاع له برخلیک څخه هم درس وانه خیست . عجیبه لاداده چې ګڼ شمیر روڼ اندي!؟ کوم چې دشوروي اشغال اود اشغالګرو دماتې شاهدان هم پاتې شوي دي بیا هم دپردیو ځواکونوپرمټ غواړي یوباثباته اوپرمختللی افغانستان وویني .( یا للعجب !) دا څومره ماشومانه فکر او هیله ده.

پای



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.