څلوېښتمه   آنلاين  في البديهه  مشاعره

ترتيب: مستور مجاهد

د تېرې  جمعې  د شپې آنلاين  في البديهه  مشاعره  چې د ښاغلي ( عرفان الله  عرفاني ) صاحب  د فيس بوک  پردېوال  تر سره  شوه غور چاڼ يې  په  لاندې  ترتيب  کتلی  شئ.

د معمول  سره  سم دادی  مشاعره  د ښاغلي  محترم ( عبدالعلي  تسل ) صاحب  د شعر په  مطلع  پيلوو  خپل  بيتونه  مو په  همدې  قافيه  او رديف  راپيل  کړئ.

انقلاب  د کړاوونو سلسله ده
ارام ځای ته نږدې شوې قافله ده
ـــــــــــــــــــــــــــــــ
لا تر اوسه  د شهيد د وينو بوی  دی
چا را وړې  په  دې  لار يې  جنازه  ده
عبدالمجيد جواد

فدايي  دی  له  همدې  څخه  ځارېږي
چې  يې  تاو پر تندي  ښکلې کليمه  ده
حامد ملنګ

ستا دحُسن تجلا ښايسته طالبه
زما د زړه په دنيا ګۍ باندې خوره ده
تسل منيب

د لونګو لو مې  ګډ دی راځه  راشه
ټوله  سيمه  نن  خوږه  وږمه  وږمه  ده
عرفاني

دلته هره ورځ د اوښکو باران اوري
دلته هره ورځ د سترګو جنازه ده
مسلم يار

هرې خواته د غمونو باران اوري
خو زما پر سر يې جوړه بيا ناوه ده
ابراهيم حنفي زرمتی

شهادت مې بس اخيره تلوسه ده
پسې ګرځم رانه ورکه يې کوڅه ده
عارف احرار

همېشه ګورو مرګونه په خوبو کې
اوس مو چيغو سره مله هر شېبه ده
فاتح سرګردان

ځي پړاو د خزانونو له ګلزاره
د سپرليو د راتګ نن آوازه ده
محمد نعيم افغان زوی

استشهاد د پاکې مينې نظرانه ده
پرې ګوا زموږ مجاهده زمانه ده
عبدالباقي مهاجر

مجاهد جانانه سترګې مې در اوړي
ستا له حسنه زما وينه نظرانه ده
کامران خپلواک

عرفاني  صاب  چې  زما شعر د ې  مطلع  کړ
نو له  تا څخه  مننه  يو په  دوه  ده
تسل عزام

ګلابي سينه زما زخمي زخمي ده
د مرميو پکې جوړه هدېره ده
محمد حامد

انقلاب دی د يارانو جنازې دي
د ملګرو مو لا ډېره حوصله ده
طالب جان خطر

له وختونو په همدغه انتظار يوو
ازادۍ ستا د راتللو آوازه ده
حمزه حسيني

د منصور په مسير يون کوي زلمي مو
دايې عزم دايې کله اراده  ده
حافظ ابرار

استشهاد ته به ځو دواړه سره يو ځای
عرفاني او اياس کړې دا وعده ده
حنفي معتصم

هېر مې  نه يې ستا دېدار مې تلوسه ده
ورک طالبه در پسې مې اندېښنه ده
اميد غزنوي

امريکا او طالب جان مخامخ شوي
د کافر او مسلمان مقابله ده
محمدالله محمدي

مجاهده حوصله چې ماته نکړې
د غرور سپينه ماڼۍ نوره چپه ده
محصل

موږ تاريخ ته نوی باب دی پرانستلی
له طاغوت نه مو ګټلې معرکه ده
شپونکی

جنتي طالب له رنګه ښايسته دی
استشهاد ته يې نن کړې اراده ده
ملنګ

شازلمو ورباندې کارنده بريد کړی
د غربي ښکېلاکګر ختمه حوصله ده
ذاهدي سهاک

خامخا به  د منزل لاره  رڼېږي
پر قدم قدم د زړه بله ډيوه ده
قانع

په عمرونو کې مې ډېر عمر پکار دی
زما ارمان د استشهاد يوه حمله ده
مسرور غزنوي

له خوبونو مو پر هېز دی اعلان کړئ
ځو تشکيل ته پر همدې مو فيصله ده
حمزه احرار

د تکبير آواز يې غرونو بدرګه کړ
د غازي جانان کافر باندې حمله ده
عبدالنصير الکوزی

پر سنګر د تکبيرونو زمزمې دي
را رهي د ابابيلو قافله ده
سيد مقبول حسيني

مجاهده شه بيدار الله دې مل دی
مجاهده بهترينه دې نعره ده
رضاءالله حقيار

نظر مشئ ای زما خوږو ملګرو
په غزلو مو ښايسته مشاعره ده
عرفاني

اميدونه  مې پړاو ته رسېدلي
څه عجيبه معرکه او فلسفه ده
عبدالباري فاروقي

هيبتي  تورې شرنګېږي فدايان ځي
د کفري يرغل پر وړاندې معرکه ده
اتل نورزی

کړاوونه تکليفونه دې ګاللي
ځکه هسکه دې په ټول جهان شمله ده
محمد نبي رحماني

ستا اوږدې زلفي غازي د خيال په لاسو
اړوم ستا له يادو سره مې شپه ده
انعام نعيمي

چې په سرو وينو سنګار لکه ګلاب شم
له وختونو مې همدا ارمان  پر زړه ده
مامون پشرودي

خدايه ورک مو نفرتونه له وطن  کړې
هر خوا ويره ده چمن مو هديره ده
قاسم افغان

د طاغوت مقابلې ته به درېږم
مسلمان  يم دا د پاک رب فيصله ده
ابو ياسر عمار

دا د پورې غره لمن کې څوک دمه دی
چانټه غاړه کې راکيټ يې پر اوږه ده
ظفر سالک

د شهيد جانان يادونه پکې نغښتي
زما زړه خو د غمونو ميکده ده
احمد جان

حق مسير ته مې په بده سترګه ګوري
حيران پاته يم دا څنګه  زمانه ده
حافظ بلال امارتي

افتخار کړم چې عسکر د امارت يم
زما په برخه څه سپېڅلې وظيفه ده
بنديوان

ښکلی  ښکاري لکه بله چې ډيوه وي
د سنګر غازي جانان مې په پيره ده
ثناءالله اميدي

هرې خواته د ظالمو باد شاهي ده
چې قيامت ته نږدې شوې زمانه ده
څاروان باور

لاس به وانخلم دا ستا له پاکې مينې
دامې کړې تر قيامته فيصله ده
حماد قريشي
چې تر څو مې دا غربيان نه  وي مات کړي
آرام نه کوو همدا مو عقيده ده
عزت الله احمدي
هيبتيانو هم جوړ کړي دي پلانونه
په غليم باندې يې جوړه غلبله ده
بسم الله
بد امني چاودنې ځکه ښار کې کېږي
د بادار په دې کې غټه فائده ده
نجيب تنها
څه ګلاب ګلاب زلمي له دين نه ځار شول
وخ په زړه مې د بېلتون  سيلۍ خوره ده
اجمل بارکزی
د جهان  په  بيرغونو کې معلوم دی
سپين  يې  رنګ  دی  پرې ليکلې کليمه ده
فرقاني  يونس
ته  پرې  رحم  او کرم  وکړې  خاونده
د جهاد چې  له  چا پاتې  فريضه  ده
سيف  جان
ستا ديدن  ته  مې  جانانه  تلوسه  ده
ست خولګۍ  له  شات  او ګوړې  نه خوږه ده
منصور
د طالب  له غيرتونو نه قربان شم
ماته  کړې  امريکا او برتانيه  ده
محب  الله خالد
ستا ارمان به  پوره کومه  ای  شهيده
په  زړګي  باندې  مې دغه  تلوسه  ده
جنتي  ملنګ
دا چې  لرې  درته  ښکاري  هديره  ده
د شهيد جانان  مې  ښکلې  مقبره  ده
محمد نائب  لوګری
سپين  بيرغ  به  په نړۍ  باندې  رپاند کړي
ويښه  شوې  د غازي  طالب  جذبه  ده
عرفان
چې  پرې  ټول  لوګر ښايسته  غوندې  ښکارېږي
د فاتح  جانان  مې  دلته  مقبره  ده
عابد افغان
مورې  مه  ژاړه زړګی  دې  لږ هوسا کړه
انقلاب  دی  هره  مور خفه خفه  ده
حماد افغان
څوک  به  يې  بند نکړي  سېلاب  د استشهاد
تر قيامته  راروانه دا چينه  ده
شعيب  احمد حکمت
دا وطن  د ننګيالو زلميانو کور دی
پکې مېشت  د فدايانو قافله ده
ذاکر مهاجر
شور غوغا او تکبيرونه دي يارانو
په  سنګين باندې نن بيا سخته جګړه  ده
خوږمن  مهاجر
د لېزر ملګرو سم ورته ځير اوسئ
فتحه  کړې  مو که خدای  کول  پوسته  ده
شهاب  زعفران
غازي  يار مې بريمن  راځي  دې  چم  ته
زموږ په  کليو کې  نن  داسې  آوازه  ده
سور غر
وي  بری  به  په  نصيب  دطالبانو
دا ده کفر او اسلام  مقابله ده
تحسين  مسافر
نيمه  شپه  ده دبنګنو شور ماشور دی
سرو مرموته  يې  فولاد ګلګون  سينه ده
حقيار افغان
په  ډالرو چې  وطن  پلوري ملګرو
هغه  چاسره زموږ مقاطعه ده
هجرت  احمدزی
بيا طالب د ننګ  ميدان  ته ملا تړلې
ځکه  هر خوا د پرياوو آوازه  ده
حقمل کندهاری
کړه  فاتح  يې  لويه  خدايه  موږ دعا کړو
د طالب  جانان  په  لاس  کې  کليمه  ده
صحرايي  زلمی
ستړی  ندی  تر منزله  به  رسېږي
قربانيو  ته  چې  جوړه  قافله  ده
عزت  الله عزت
د وطن  فتحه  به  راشي  ان شاءالله
ځکه  نن  غازي  د شکر په  سجده  ده
منصور
عرفاني  خدای  دې  کامياب  لره  زړګيه
ځکه  نن  ډېره خوږه  مشاعره  ده
پرهري طالب جان
عرفاني  خدای  دې  همېش  لره  خوشحاله
نور زه  ځم  وايم  درود د جمعې  شپه  ده
قاسم  افغان
سور کافر د ټينګې  ندی  وار خطار دی
ګران  وطن  نه  ورته  جوړه  هديره  ده
بدري
سپين  بيرغ  به  په  دې کليو بيا رپاند شي
شازلميو ورته  بيا کړې  اراده  ده
الفت جان
خور په  دښته  د شهيد د وينو بوی  دی
ته  به  وايې  د جنت  خوږه  وږمه  ده
مجيب دينار خېل
ټول  وطن  مو د الله په  رحمت سپين  دی
راته  ښکاري  دا د ستا د نور جلوه  ده
طالب کاکا
ازادي  به  مو پر آس  بيا را سپره شي
د طالب  په وينو رنګ  مو باغچه  ده
عبدالحق  ريحان
د چا روح  تر عرشه ورسوي  عشقه
څوک  د ځمکې  تل  ته  رسي  عجيبه  ده
عاليه  ارماني
استشهاد د غيرتونو خزانه  ده
پردښمن  باندې  اشده دبدبه  ده
رهبر کندهاری
بې پېلوټه، جيټ ، څرخکې  نن  ګرځېږي
خدای خبر چې  بيا په کوم طالب چاپه  ده
حافظ بلال امارتي
بيا د بدر قافلې  دلته  راغلي
د دښمن  خوله  بيا په وينو باندې سره ده
بدري قافله
توره شپه  ده او راجمعه  څو ګلان دي
آخ  د غره  په  څوکه  بيا بله  ډيوه ده
زوبير درمان
نن  مو جوړه څه  ښايسته  مشاعره  ده
عرفاني  خو د اخلاقو نمونه  ده
محمد امين  حيدري
چې  د عشق  په درياب  غرق  يم  داسې  ښه  ده
ځکه  زما له خپل  جانان  سره  وعده  ده
نېکمل شينواری
دا د فتحو په  پامير چې درته  ښکاري
د ځوانانو مو هر ځای  دنګه  شمله  ده
شريف  الله خالد
د هُد هُد او سليمان  کيسه  تازه  شوه
په  ناز ناز مو را روانه  قافله  ده
سعيدالله حيران
نه  پتنګ  وو توره  شپه  وه خړ سنګر وو
د طالب  له خپل  دښمن  سره جګړه ده
ستومان  طالب
خپلې  وي به  له  ښکلي  دين  نه  ځار کړو
دامو کړې  له  خپل  رب  سره  وعده ده
احمد وردګ
ښه روزلي  مو ګلان د استشهاد دي
نن  راغلې  په  غليم  د زړه  حمله  ده
محمد ذاهد افغان
زموږ مرال  په  شهداوو قوي  کېږي
بس  جهاد ته  مو تر پايه  ادامه  ده
قاري  حسين
نور مو زړونه  په  ارام  کړې  لويه  خدايه
نور مو ډېره تنګه  شوې  حوصله  ده
محمد خبيب عادل
شازلمي  مو پر مختګ کوي  روان  دي
و پړاو ته  رسېدونکې  قافله ده
احمد خالد خالص
دلته  خاورې  شول  مغرور مغرور سرونه
خراسان د يرغلګرو هدېره  ده
اتل  شهاب
سر به  چاته  په  دنيا کې  ښکته  نکړم
چې  په  سر مې د پښتون  هسکه  شمله  ده
مسجون جانې خېل
برېتورو پر جهان انقلاب  راووست
د بې  برېتو د مسواک  په  سر لانجه  ده
شاهدالله  زرمتی
د تقوا جامې  په  تن  کړه  پر مخ  درومه
ته پوهېږې  چې  بې شرمه زمانه ده
شفيع الله محمدي
ماشومتوب  مو لېونتوب  وه لويه  خدايه
دا ځواني  مو د غمونو سلسله  ده
حيدري  مهاجر
تر دنيا او مافيها يې  قدر ډېر دی
د يار کور مې  مدينه  منوره  ده
اباسين  جانان
بيا يې  ډېر مغرور سرونه  ګورته   يووړل
فدايي  جانان  مې  بيا کړې  حمله  ده
مسروري
تل  مو خوله  د هر کافر د ماته   کړې
له  پېړيو را شروع  دا سلسله ده
مدثر امارتي
پورې  غره  نه د تکبير آواز رادرومي
معلومېږي  فتحه  کړې  يې  پوسته  ده
حافظ  نورالله فائق
د غليم  پر حريم  سرې  لمبې  تا وېږي
د غازي  اشنا د مينې  نتيجه  ده
محمد خان  محب
لږ مې  پرېږده  بيا ما هم  په  وحشت  مړ کړه
د شهيد له  کټه  لاندې  مې  اوږه  ده
غيرت شرنوال
چې  نړۍ  دې  کړله  ماته  طالب  جانه
دا دستا د پاکې  مينې  نتيجه  ده
معاذ احمدي
اخ  پر ټنډه  يې  د وينو څاڅکې  ګوره
په  مرميو سورۍ  شوې  يې  سينه ده
شرافت  وياړ
انقلاب  لاهم  د وينو سيلاب  غواړي
هره ورځ  مو د شهيد ورور جنازه  ده
ادريس  منهاج
څه  په  شړکنده  باران دی  ای  ملګرو
خدای  خبر چې  د غازيانو چيرته  شپه  ده
شاهد لوګروال
پر اُفق  د سپين  سبا رڼا ښکاره  شوه
که خدای  کړل  په ختمېدلو توره  شپه  شوه
عبدالقدوس  فاتح
پسرلی  شو هلی  بيابه ځو سنګر ته
ځان تيار کړئ ډنګېدلې نغاره ده
غريب  کوچی
د ميوند سينه  يې  بيا ټپي  ټپي  کړه
په  سرو وينو د ملالې لوپټه  ده
شهيد مل افغان
که بنديان  شو که زخميان شو پروا نشته
تل  ترتله  زموږ دا مبارزه ده
ميرآغا محمدي
خود به تښتي  ټول په  ويره غلامان دي
چې تړلې  دې پګړۍ  کږه وږه ده
طاهر وحدت وردګ
بختور دي  هغه  خلک چې  څوک تللي
خبر نه يې چې  دا کومه  زمانه ده
حسيني مهاجر
را لوی شوي  يو د ننګ غيرت  په  غېږ کې
زموږ هر وخت کې  په  جنګ  جګه  شمله  ده
سعيدالله  صديقي
داچې  قبر يې  له  ورايه  معلومېږي
پرې  رپېږي  دامارت  سپينه  جنډه  ده
حضرت الله صديقي
پاس  اسمان  کې  ورته  حورې  انتظار دي
د شهيد طالب  په  ځمکه  جنازه  ده
عمر معاويه
نور که  خدای   کول  دښمن يې  پرزېدلی
شرمېدلی  د ژوندون  هيله  يې  مړه  ده
احمدالله  حسين  خېل
حسان  ځکه جګې  سترګې  دی  جهان  کې
چې  د ننګ  شمله  يې  ستا په  لور کږه  ده
قريب الرحمن حسن
څه  ګلاب  ګلاب  زلمي  مو شهيدان  شول
د سپرلي  او د خزان  مقابله  ده
صاحب  الدين
په  قلم  مو برکت شه ای  ځوانانو
په  رښتيا چې  ښايسته  مشاعره ده
معصوم  شاجوی
دا شراب  ندي  دا وينې   کړه  قبولې
دا رښتونې  مينه  دا يې  فلسفه  ده
محمد عمر هاشمي  زرمتی
يا الله ته نور رالنډ دا انقلاب کړې
ځکه  زمونږ د خيانت يو څه خطره ده
سيف الله عزام

 



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.