نظــر

د سیاګرد پیښه غمیزه وه که دکابل ؟

cD01MzI2MDczMmU1MGQ1NTlmMWJhYWNjZjk0YTYzOGM2MyZnPTVjZjE4MDBlMGI4YTdhZGMxNjVkZDU2ZGUwZDg0OWNiد ملګرو ملتونو  سرمنشي بانکیمون ویلي دي ، چې په کابل کې دبهرنیانو په یوه راستورانت برید  غمیزه وه ، ځکه دده په خبره په دې برید کې ۴ تنه دملګرو ملتونو  کارکوونکي وژل شوي دي . بانکیمون  دخپلو ۴ کارکوونکو  وژل په داسې حال کې غمیزه بولي ، چې تردې دوه ورځې وړاندې  په څنګلوري پروان کې  بهرنیانو په برید کې ۱۴ تنه ښځې او ماشومان په شهادت ورسول

، که د ۱۴  او ۴ انسانانو وینې  په ترازو کې سره واچوو ، نو د۱۴ وینې ورباندې درنې خیژي ، خو راشئ  دبانکیمون  دانصاف تلې ته ، چې تر ۱۴  معصومانو د ۴  تنو شرابیانو وینې ورته  درنې ښکاري .

نه پوهیږم بانکیمون په هغه سهار چیرې وه ، چې په سیاګرد کې دافغان میرمنو  او ماشومانو  وینې هدر بهیدلې ،  او ډله ایز قبرونه ورته کیندل کیدل ، آیا بانکیمون دهغو مظلومانو په مرګ ځان خبر کړی ؟ آیا دهغوی په شهادت یې افسوس قدرې کړ؟  موږ خو دسیاګرد دقتل عام په اړه  دملل متحد کومه  د غمرازۍ اعلامیه نه ده لیدلې ؟  مګر داچې  افغانان راجګیږي او دسیاګرد دمظلومانوپه غچ کې  د غرب نابللي او په  یرغل راغلي شرمښان له تیغه تیروي  ، بیا نو دبانکیمون طبیعت  خرابیږي او دا عکس العملي پیښه  غمیزه بولي .

 انګریز فزیک پوه  آیزک نیوټن  ته لویدیځوال د فزیک دپلار په نظر ګوري ، الکساندر پاپ دده په اړه ویلي وو ، چې نوموړی خدای راستولی دی ، ترڅو دطبیعت قوانین په ګوته کړي ، دنیوټن دا یوه خبره خورا مشهوره ده  چې  ( هرعمل عکس العمل لري ) مګر لویديځوال  چې څومره  نیوټن ته په لوړ شخصیت قائل دي ، په هغه کچه یي دنوموړي ددغې قاعدې فلسفې  او مصداقیت ته توجه نه ده کړې او نه یې په رسمیت پیژندلې .

که دوی دغه قاعده په رسمیت پیژندلای نو نن به یې  د کابل په مرګ ژوبله خوا نه وه بده ، بلکې دا به یې  دخپل عمل طبعي عکس العمل باله .

یرغلګرو  دغوربند دری  په سیاګرد کې په مظلومو افغانانو وحشت جوړ کړ ، رڼا ورځ یې ورباندې توره شپه کړه ، ناخبره میرمنې ، ماشومان اوسپین روبي یې په خپلو وینو کې وشټول ، خو چې دهمدې مظلومانو دغچ اخیستلو لپاره  دری تنو سرسپارلو  ځوانانو کفن ترسر وتاړه او دکابل په وزیراکبر خان  کي دیرغلګروپه شرابي ، زناکارو  او ځناور صفته  کارکوونکو په مرکز وروختل او هغوی یې دخپل انتقام په اور کې لمبه کړل ، اوس نو بانکیمون په کې راویښ شو ، او  وایي  چې په کابل کې غمیزه پیښه شوې ده .

ښاغلی بانکیمون !  راځئ په نیوټن یې سره فیصله کړو ، هر عمل  مساوي عکس العمل لري ، دکابل برید  دسیاګرد دبرید  عکس العمل   دی ، داچې ستاسو له انده  دسیاګرد بمبار غمیزه نه وه ، نوعکس العمل یې هم باید غمیزه ونه بلل شي ، داچې تاسو  د عمل او عکس العمل ترمنځ په قضاوت کې بې انصافي کوئ ، دا ښه کار نه دی ، لطفا دفطرت قوانین مه ماتوئ ، او که بیا د کابل به برید ډیر خپه یاست او غواړئ خپل زړه تش کړئ ، لطفا دسیاګرد حمله هم  غمیزه او جنایت وبولئ ، ترڅو مو انصاف پاللی وي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x