افغان-امارات اړيکې؛ د ديپلوماتانو له وژل کېدو وروسته

مقدمه
د ستراتيژيکو او سيمه ييزو مطالعاتو مرکز
په افغانستان کې د متحده عربي اماراتو سفیر جمعه محمد عبدالله الکعبي، چې د تېرې جنورۍ په ۱۰مه په کندهار کې د والي په دفتر کې د چاودنې له کبله ټپي شوی و، تېره اوونۍ د ژورو ټپونو له کبله د اماراتو په یوه روغتون کې ساه ورکړه. په هغه چاودنه کې، د عربي متحده اماراتو د پنځو ديپلوماتانو ترڅنګ۱۱ تنه نور هم وژل شوي وو، چې د کندهار مرستیال والي عبدالعلي شمسي، د افغانستان د مشرانو جرګې سناتور سراج الدین صفري، د ولسي جرګې غړی بازمحمد جوزجاني، د کندهار ولایت د بهرنیو اړیکو رییس شاه احمد سعید او افغان ډيپلومات یما قریشي هم پکې شامل وو.

له بلې خوا تېره اوونۍ افغان ولسمشر اشرف غني هم، په کندهار کې د عربي متحده اماراتو د پنځو ډيپلوماتانو له وژل کېدو وروسته، په یوه رسمي سفر متحده عربي اماراتو ته ولاړ او هلته یې د دغه هېواد د لوړپوړو چارواکو ترڅنګ، د وژل شوو ديپلوماتانو له کورنیو سره هم ولیدل.

دا چې د ملي یووالي حکومت پرمهال افغان-امارات اړیکې څرنګه وې، په تېره بیا په کندهار کې د ديپلوماتانو او سفیر له وژل کېدو وروسته په کوم وضعیت کې دي او د همدې خونړۍ پېښې په تناظر کې به د دوه‌اړخیزو اړیکو راتلونکی څرنګه وي؟ هغه پوښتنې دي، چې دلته مو ځواب کړې دي.

افغان-امارات اړیکې؛ یوه لنډه مخینه

افغانستان له متحده عربي اماراتو سره تاریخي، سیاسي او کلتوري اړیکې لري. د دواړو هېوادونو ترمنځ په لومړي ځل ديپلوماتیکي اړیکې په ۱۹۷۳ کال کې پيل شوې؛ خو د افغان جهاد پرمهال (۱۹۸۰-۱۹۸۹) له افغان مجاهدینو او افغان کډوالو سره د متحده اماراتو بشري او مالي مرستې د بل هر وخت په پرتله زیاتې وې. کله چې د ډاکتر نجیب حکومت ړنګ شو، نو په کابل کې یې سفارت پرانیست؛ خو د کورنۍ جګړې له پيلېدو سره دغه سفارت بېرته وتړل شو. وروسته په دویم ځل دغه سفارت په ۲۰۰۴ کال کې بيا پرانیستل شو.

له ۲۰۰۱ کال راهیسې افغان ولسمشر حامد کرزي او د بهرنیو چارو پخوانیو وزیرانو هم څو ځله عربي متحده اماراتو ته سفرونه کړي او په دې لړ کې یې، په ۲۰۱۳ کال کې یو امنیتي تړون هم لاسلیک کړ.

له ۲۰۰۱ کال راهیسې، متحده عربي امارات یو له هغو اسلامي هېوادونو څخه دی، چې په افغانستان کې د بشري موخو لپاره پوځي حضور لري او د افغانستان په بیارغونه او زېربنايي کارونو کې يې زیاته ونډه اخیستې ده. د بېلګې په ډول له ۲۰۰۱ کال راهیسې، متحده اماراتو له افغانستان سره د روغتيا، زېربناوو جوړولو (سړک، ښوونځي، جومات، پوهنتون (د خوست شیخ زاید پوهنتون)، روغتون) په برخه کې مرستې کړې دي. د یوې سرچینې له قوله، عربي اماراتو په دغه برخه کې له ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۱۲ کال پورې د ۱.۵ ملیارده ډالرو په ارزښت مرستې کړې دي.

په بل اړخ کې عربي متحده امارات، له افغانستان سره د پولیو په ختمولو او د ماشومانو د واکسیناسيون په برخه کې هم پراخې مرستې کوي. د پولیو ختمولو د پروګرام له مخې به، چې ډېره پاملرنه یې افغانستان او پاکستان ته ده، عربي امارات تر ۲۰۱۸ کال پورې ۱۲۰ میلیون ډالره ځانګړي کړي. دغه راز ۶۶ میلیون ډالره د (Pneumococcal and Pentavalent) واکسینونو ته هم ځانګړي شوي او د ماشومانو د تغذیې په برخه کې هم له افغانستان سره همکاري کوي.

په افغانستان کې د اماراتو د سفیر له قوله، تراوسه یې په افغانستان کې ۱۸۷۰۰ افغان ملا امامان روزلي، د ۱۳۰۰ نورو ملا امامانو روزنه هم په پام کې ده، چې له دې ډلې به ۳۴۰ تنه ملا امامان ډېر ژر د لوړو زده‌کړو لپاره الازهر پوهنتون ته هم واستول شي.

د ملي یووالي حکومت پرمهال افغان-امارات اړیکې

د ملي یووالي حکومت پرمهال د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ اړیکې پراخې شوې، د دواړو هېوادونو ترمنځ هوکړه‌لیکونه او تړونونه لاسلیک شول او دغه راز دُبۍ ته د افغان لوړ پوړو چارواکو سفرونه هم زیات شول. د بېلګې په توګه افغان ولسمشر اشرف غني دوه ځله، د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستيال یو ځل، د بهرنیو چارو وزیر او نورو لوړپوړو چارواکو څو ځله متحده اماراتو ته سفرونه وکړل.

دغه مهال په افغان-امارات اړیکو کې درې ټکي د پام وړ دي:

لومړی؛افغانستان د یمن په جګړه کې د سعودي عربستان او عربي اماراتو پر ملاتړ اعلامیه خپره کړه او هم د تروریزم پرضد د سعودي په مشرۍ په اېتلاف کې شامل شو. په بل اړخ کې د یمن په جګړه کې د سعودي عربستان پر پلویتوب د پاکستان له‌خوا د اعلامیې نه صادرولو او د پوځ نه لېږلو د اسلام‌آباد-دُبۍ پر اړیکو سیوری وغوړاوه.

دویم؛ په ۲۰۱۵ کال کې افغانستان او عربي متحده اماراتو د اوږدمهاله ستراتېژيکو همکاريو تړون لاسلیک کړ، چې پر امنیتي همکارۍ او د تروریزم پرضد جګړې یې ټینګار کاوه.

درېیم؛ د کندهار په چاودنه کې د متحده عربي اماراتو پنځه ديپلوماتان او ټپي شوی سفیر ووژل شول.

د ديپلوماتانو او سفیر له وژل کېدو وروسته کابل-ابوظبي اړیکې

که څه هم په پورتنیو دوو پرمختګونو کې د دوه‌اړخیزو اړیکو د نږدې کېدو هڅې وشوې او له کبله یې کابل-ابوظبي اړیکې په ښه لوري روانې وې؛ خو د کندهار خونړۍ پېښې دوه‌اړخیزې اړیکې يو ځل بيا وننګولې.

د کندهار له خونړۍ پېښې وروسته، افغان حکومت، ناټو او اماراتو دریواړو د پېښې په تړاو د تحقیقاتو کولو پریکړه وکړه. که څه هم د ناټو او اماراتو تحقیقات تراوسه نه دي څرګند شوي؛ خو بیا هم په لومړي سر کې افغان حکومت د پېښې مسؤولیت پر طالبانو واچاوه او د پېښې طرحه یې له هېواده بهر جوړه شوې وبلله. په بل اړخ کې طالبانو د دغې پيښې مسؤولیت ونه مانه او دا یې د کندهار د چارواکو ترمنځ داخلي شخړه وبلله. دغه وضعیت حالات پېچلې کړل او همدا لامل و، چې لومړی د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او بیا د افغان ولسمشر اشرف غني په مشرۍ افغان پلاوي اماراتو ته په همدې تړاو سفرونه وکړل.

خو بیا هم، په یوه داسې مهال چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت د بل هر وخت په پرتله زیات ګواښونکی او خونړی دی، په دا ډول چاودنو کې د افغانستان د یو شمېر لوړ پوړو چارواکو ترڅنګ ان جهادي رهبران هم وژل شوي، د نورو هېوادونو استخبارات، له ایران سره پر پولې د سُني عربي هېواد زیاتېدونکی نفوذ او یو شمېر نور عوامل په دې پېښه کې د نورو بهرنیو عواملو شتون ته اشاره کوي.

د افغان-امارات اړیکو راتلونکی

که څه هم په څرګنده توګه دواړو افغانستان او متحده عربي اماراتو ویلي، چې د کندهار پېښه به په دوه‌اړخیزو اړیکو سیوری ونه غوړوي؛ خو بیا هم دغې پېښې په لنډمهال کې یو څه بې‌باوري رامنځته کړې او دا بې‌باوري به هغه مهال لا زیاته شي، که د کندهار یو شمېر چارواکي پکې ښکېل ثابت شي.

له دې هر څه سره سره، د حکومتونو ترمنځ له اړیکو پرته، افغانستان او متحده عربي امارات د خلکو او سوداګرو ترمنځ پراخې اړیکې لري. اوسمهال تقریباً له یو نیم لکو زیات افغان کاریګر په اماراتو کې په کار بوخت دي او د افغان سفارت د معلوماتو له مخې، تر ۲۰۰۴ کال پورې په دُبۍ کې د افغان سوداګرو شتمني له ۴ ملیارده ډالرو زیاته وه. خو کله چې په هېواد کې امنیتي وضعیت خراب شو او دغه راز په اماراتو کې د غيرمنقولې دارايۍ او جايدادونو کاروبار کې ګټه زیاته شوه، نو ډېری افغان سوداګرو هلته ځایونه هم واخیستل. د بېلګې په توګه یوازې د ۲۰۱۲ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې يې تقریباً ۶۰ میلیون ډالره پانګونه وکړه.

له همدې ځایه ده، چې د کندهار له پېښې وروسته د متحده عربي اماراتو د لوړپوړو چارواکو د توندو څرګندونو او غبرګون په نه شتون (د یوه امنیتي چارواکي له څرګندونو پرته) او پراخو دوه‌اړخیزو اړیکو ته په کتلو سره، ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ډېرې خرابې نه شي.

[1]د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز يو غيردولتي ارګان دی چې په ۲۰۰۹ کال کې په کابل کې تاسيس شوی دی. اړيکې: ۰۷۸۴۰۸۹۵۹۰، info@csrskabul.com، وېبپاڼه: www.csrskabul.com



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.