شمس بسمل

په خپل شعر کتنليکنه

شمس بسمل

پښتانه ليکوالان د ادب د اوږدې مخينې سره – سره لا تر اوسه هم د پنځونې له غربت او کختۍ سره مخامخ دي. تحقيقاتي اثارو، مأخذ کارونې او د ادبياتو زړو اصلونو يې مخه ډب کړې ده.

د ادبياتو د پوهنځي محصل د خپلې سکالو د مونوګراف کولو لپاره، زاړه او سوليدلي افکار لټوي او ليکې يې. که دا کار دوام وکړي نو لرې نه ده، چې د پښتو ادب ملغلرې به په يو او بل تار کې کې پييلو سره زړې او تکراري شي.

ددې لپاره چې نوې پنځونې او نوښتونه مو په ادب کې رامنځ ته شې او خپل افکار وساتو، نو پر خپل شعر کتنليکنې اړينې ښکاري.

شعر او شاعر د مضمون له پلوه يو نادر تناسب لري، چې په خپله شاعر يې پېژندلی شي. کله چې يو شاعر شعر ليکي، نو احساساتو داسې ماناوې ژباړي چې په نثر کې يي نشي ځایولی، د پنځګرې او نوښتيزې ليکنې لپاره د لومړي لاس عناصر په شعر کې د شاعر د احساساتو او ډوبو خيالونو ژباړې دي.

کله چې ماناوې د شعر په ترکيب کې راغلې، نو ليکوال يې د نثر کالبونو ته هم تړلی شي.

په يو شعر شننه او څيړنه څومره خوندوره وي!، څومره ډېرو ماناو او خيالونو ته مو وړي!، ولې هرڅوګ نشي کولای او نه هم اصول دا اجازه ورکوي چې د يو چا په شعر کتنليکنه وکړي.

په خپل شعر کتنليکنه به دېته زمينه برابره کړي چې هر شاعر ليکنه وکړي، چې په دې سره به يې افکار روښانه شي او پنځونې ته به لارې هوارې شي.

په خپل شعر کتنليکنه ځکه اړينه ښکاري، چې شاعر په ډاډه زړه خپل خيالونه ليکې ځکه شعر يې خپل وي.
که دا صنعت دود شي، ډېر پياوړي افکار او مضمونونه به مو په ادبياتو کې خوندي شوي وي.

د بېلګې په ډول؛ که د استاد پسرلي په بيت څوګ ليکنه کوي، نو ليکنې به يي په ډار سره وي، نه په ډاډ سره، که ليکوال ډېر زور هم وکړي، نو فکر نه کوم چې د مانا هغې ژورو ته دې ورسيږي کوم چې د استاد پسرلي په ذهن کې ګرځيده.

عوام اوس هم په دې عقيده دي، چې د عبدالرحمن بابا تصوف د نورو په نسبت ستر وګڼې، ولې د حمزه د تصوف رېښې يې نه دي پېژندلې.

که حضرت حمزه په خپل شعر د کتنليکنې ټولګې درلودلی، نه يوازې دا چې دده سبک به مو په سم ډول پېژندلی وای، بلکې دده هغه صوفيانه افکار چې اوس ورباندې د خاورو امبارونه پراته دي، تراوسه خوندي وای.

په معاصره دوره کې هم داسې شاعران شته، چې شعر يې د ماناوو ژورې فلسفې لري، ولې اوريدونکي او لوستونکي يې يواځې په واه – واه ، تېروي او هېروي يې.

شاعر دا جرات نشي کولای، چې په خپل شعر کې، په خپلو خيالونو، تشبيهاتو، استعارو، سمبولونو… او نورو اړخونو هغه احساس وليکې په کوم احساس چې ده شعر ليکلی.

په خپل شعر د کتنليکنې په نه ليکلو سره، پر ځينو شاعرانو بېلابېلو فتوې ولږېدې، په مذهبي، ادبي،ټولنيزو افراطونو او تفريطونو تورن شول.

ځېنې بيا دا موضوع( په خپل شعر کتنليلکنه) ځان پرستي او شهرت بازي بولي، خو دا خبره منل په خپله خپلو خيالونو وژل او تحقيرول دي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.