د تغذیې سره د مزاج (طبیعت) اړیکه

ژباړه: صالح محمد هوتک
تر ډېره حده مو مزاج (طبیعت) د خوړو سره مستقیمه اړیکه لري د مزاج او خوړو په هکله مو څو لنډو لارښوونو ته رابولم!

که په غوسه یاست، سابه (سبزیجات) وخورئ.

که ستړي یاست د شنو چایو چښل هم د آرمتیا احساس درکوي.

که غواړی د ورځي په اوږدو کي د کار کولو انرژي ولری نو هیڅکله هم سهارنۍ ناشته مه هیروئ.

که بې حوصلې یاست بې ګټي خواړه یا Junk food لکه: برګر، چپس او داسي نور مه خوری ددې پر ځای
داسي یو څه وخوری چي بدن ته مو ضرر ونه لري.

که تشویش لری نو کورني خواړه هم آرمتیا دربخښي لکه مکروني، د کب غوښه او اومیګا ۳ غوړي لرونکي خواړه.

که خسته یاست او غواړی ښه خوب وکړی نو د فایبر لرونکي خوړو څخه ګټه واخلی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.