نظــر

دکابل برید دیرغلګرو دخولې خوند ورخراب کړ

په افغانستان دلویدیځوالو دیرغل ۱۲ کاله پوره شول ، دوی داسې فکر کاوو ، چې دا وطن به  د اطلس یا ارام سمندر دکوم بې څښتنه ټاپو غوندې په  خپله مستعمره بدل کړي ، دلته  به عیشونه کوي ، ښکار او  منظرې به کوې ، زیرمي او تاریخي آبدات به پلټي ، فوځي اډې به جوړوي او دخپلو ناولو اهدافو لپاره به له دې خاورې چې څرنګه یي خوښه وي استفاده کوي .

دوی ته  افغانستان  تیاره مړۍ ښکارېده ، نوځکه داسې په جرأت ورباندې راشیوه شول ، دیرغلیز اشر  ګډونوال هر ملک په همدې خیالونو کې غرق وو ، نوځکه یې په اشغال کې برخه واخیسته ، حتی دنیوزیلاند ، پولینډ او بالتیک جمهوریتو غوندې  تراروپایي اشغال لاندې محکوم  حکومتونه هم دې ته وهڅیدل ، چې په افغانستان کې خپل میړانه  تجربه کړي ، دوی خورا په مستۍ راغلل ، خو خبر نه وو ، چې ددې هیواد  ګړنګونه ، پرښې ، پاڼونه ، دښتې  او پیچومي یې انتقام ته شیبې شماري .
همداسې وشول ، هغه  لویديځوال چې دلته  دشوق او عیش له مخې راغلي ول ، په مرګونو او غمونو  واوښتل ،  څوک دهلمند دښتو وخوړل ، څوک دمرغاب سیند لاهو کړل ، ځینې دکونړ له  پرښو راورغړیدل ، او څوک دپکتیا په درو کې د مرګ دتودې تبې میلمانه شول .
هغه لویدیځوال چې دافغانستان  داطرافو  او نالاسوهلي طبیعت منظرو ته یې زړه کیده ، د غم او مرګ په ننداره واوښتل ، نوځکه یې له دې عیش څخه لاس واخیست  او کرار کرار په راغلي لار  واپسي تیښتې ته وجوړېدل ، ډیر ی هغه چې دانه یې پاته وه او دمرګ له  پنجې یې نجات میندلی وو ، واپس وتښتیدل او ځینو نورو یې  خپل شتون ترښارونو په تیره ترکابل پورې محدود کړ .
راغلي لویدیځوال چې ځانونه  تر نورو انسانانو یوڅه نازولي ګڼي ، او ځان دمرګ لایق نه بولي ، نوځکه یې په کابل کې هم احتیاط شروع کړ ، اوس دلومړنیو  کلونو غوندې  ازادو کوڅو ، واټونو  او دکابل اطرافو ته نه ځي ، بلکې د کابل په  کلابنده سیمه کې د ډیرو محدودو دفاترو او هوټلونو ترمنځ تګ راتګ لري .
هغه خارجیان چې په لومړیو کلونو کې یې داستالف ، پغمان ، فرزې اوسالنګ منظرې کولې ، دپنجشیر په سیند کې لمبیدل او دسالنګ په لمنو کې دشپو په مهال یې دافغانستان له ځلیدونکي اسمان څخه خوند اخیست ، بالاخره تر خپلو محدود هوټلونو او سفارتونو پورې محدود شول .
دوی دکابل په زړه کې یوه سیمه  د زرغون زون په نامه ځانته بیله کړه ، ترڅو څو ارامې شیبې په کې تیرې کړي ، مګر دجهادي صف فدایانو ته دې الله تعالی اجرعظیم ورکړي ، چې  دګرین زون  دننه یې هم  یرغلګر بهرنیان په ارام پرې نه ښودل ، بلکې همدلته یې هم په نیشه کې خاشه ورواچوله  .
خبر وایي ، چې دپخوا غوندې تیره شپه یوځل بیا دکابل په وزیراکبرخان ۱۴ څړک باندې  ۳ تنو سرسپارلیو فدایانو  دبهرنیو  یرغلګرو ، جاسوسانو  او تبشیري کارکوونکو په یوه  راستورانت  برید کړی ، چې په نتیجه کې یي ۲۹ تنه  راغلي بهرني یرغلګر ځای په ځای وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي .
غربي مطبوعات او چارواکي تراوسه په دې کوښښ کې دي ، چې دخپلو تلفاتو پرده وساتي  او خپله مرګ ژوبله پټه کړي ، دوی  دخپلو ۱۴ تنو مرګ ژوبله منی  خو په جزیاتو یې څه نه وایي ، هیوادوال دې یو دوه ورځې انتظار شي ، ترڅو ددې ډول غږ  واوریدل شي ، چې په وژل شویو کې څومره بهرنیان موجود دي .
رسنۍ اوس یوازې دا خبره ډیره په خوله کي اړوي چې طالبانو په هوټل برید کړی ، خو طالبان وایي چې  ( زینة المکان بالمکین )  یعنی هدف مکان / هوټل نه وو ، بلکې  اهل مکان  یا په هوټل کې موجودبهرنیان وو ، چې عقلا او نقلا یي  مرګ جائز بلل کیږي .
په هر حال ، دکابل برید یوځل بیا دهغو بهرنیو اشغالګرو دخولې خوند ورخراب کړ ،  چې دکابل تودو صندلیو ته ورځ اړوي ، او په همدې ژوند خپل شوق پوره کوي ، له دې برید وروسته شاید دوی پوه شوی وي ، چې نور نو  ګرین زون  هم  د ارام ځای نه دی ، نوځکه  باید دیومخیز ې تیښتې  او خروج کار چټک کړای شي ، زه خو وایم  چې  د دلوې ۲۶ را روان دی ، که لویديځوال خپله دتیښتې موده همدې ورځې ته  رامخکې کړي ، هم به یې د تلفاتو مخه  نیولي وي او هم به یې زموږ  مناسبتونه او د رخصتۍ ورځې راکمې کړي وي ، چې بیا به همدې یوه ورځ  دغبرګو اشغالونو پای لمانځو .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x