نظــر

پاکستان لکه ليوني سپي خولي اچوي

سردار محمد همدرد
په پاکستان هم هغه کانه وسول هغه متل دی چي وایي دخپل بام واوره دهمسايه پر کور ور اړوي په افغانستان کي د پاکستان دمداخلی خبره څه نوي نه ده دپاکستان دجوړښت څخه وروسته چي پاکستان ځان دافغانستان دګاونډي په حيٍث رامينځته کړد لومړی ورځي څخه ډيورند لین مسله دافغانستان او پاکستان ترمينځ دمخالفت يواځني خبره وه که څه هم دالحضرت محمد ظاهر شاه په وخت کي چي کله دهندوستان او پاکستان ترمينځ جګړه پيل سوه افغانستان دپاکستان سره خپل حسن نیت ښکاره کړه او پاکستان ته يې ډاډ ورکړ چي دافغانستان له طرفه به دويٍ ته هيڅ ډول ستونزه نه پيښيږي چي دافغانستان دوخت حکومت په خپلو ژمنو همداسی وخوت،کله چي پرافغانستان روس يرغل وکړ دا وخت پاکستان دافغانستان په حق کي خپل مسوليت ادا نه کړ يو تريخ حقيقت باید ومنو دروسانو مهارول دافغانانوپه وينو د دوي دسرونو په قربانیو ترسره سو خو دپاکستان په شمول ډیر هیوادونه ددې ښاماره خلاص سول.

زه يوازي دلته يوه خبره دپاکستان دلاسوهني يادوم دمحمود خان آڅکزايي په خپل يوه مرکه کي داسي وايې چي کله ډاکټر نجيب الله داستفآ اعلان وکړ د روژي اوله ورځ وه غلام اسحاق خان دپاکستان صدر وه ما ورڅخه وخت وغوښت هغه وخت راکړ ما ورته وویل غلام اسحاق خانه ته پښتون يې ډاکټر نجيب الله داستفآ اعلان کړي دی، که ډاکټر نجيب الله استفآ وکړي افغانستان به اور واخلي ته داسي وکړه دمجاهدینو مشران راوغواړه ترڅو دوي په خپل مينځ کي سره جوړ سي او دحکومت واګي دي په لاس کي واخلي، ده راته وویل هغوي يې نه مني دی وايې ماپه ځواب کي ورته وویل چي څوک يې نه مني ده ويل مجاهدين ما ورته وويل چي هغوي ستاسو دلاس خلګ دي.

دښاغلي محمود خان اڅکرايي خبره چي دپاکستان اراده صحيح نه وه دا هر څه روښانه دي دهغه وخت نه بیا تر اوسه چي څه روان دي ډير واضيح ثبوته سته چی پاکستان دافغانستان په چاروکي خپل مداخله نه ده سپمولي.

کله چي دطالبانو حکومت دامريکا له خوا ړنګ سوو پاکستان هم امريکا ته اډي ورکړي او هم يې دامريکا په خوله هغوي ته تروريستان وويل هم یې په همدي پلمه چي دترورسیتان سره مبارزه کوي دامريکا او متحدينو څخه پيسي او امتیازات واخيستل.

دپردي تر شاه همدغه وسلوالي ډلي بیرته حمايه کړي ترڅو دهمدغو ډلو څخه دخپلو اهدافو لپاره استفاده وکړي په دي ورستيو کي چي په امريکا کي نوي ټاکني ترسره سوي دامريکا نوي حکومت دټرمپ په مشري دپاکستان په اړه خپل دريځ روښانه کړ.

چي په دي وروستيوکي د ناټو عمومي قومندان جنرال نيکول سن دامريکا په سنا کي خپل په خبروکي واضح دپاکستان په اړه داسي وویل چي ځينی تروريستی ډلي دپاکستان له خوا حمايه کيږي او دپاکستان په اړه يې خپل دريځ ډیر روښانه کړددي ترڅنګ دډاکڼرصيب اشرف حکومت په راتګ سره هم دپاکستان سره ډیر واضيح دريځ اعلان کړ او دپاکستان او افغانستان ترمينځ اړيکي ترينګلي سوي دغو حالاتو ته په کتو سره پاکستان دبیلابیلو کړنو په ترسره کولوسره چي ځان بي ګناه ثابت او دونيا ته وښي چي دی هم ده تروريزم ښکاردی په دا ورستیو کي چي کوم بريدونه په پاکستان کي ترسره سول داسي ویل کیږی چي
دپاکستان څارګري اداري په خپله همدغه بريدونه کړي دي او پړه يې پر افغان حکومت ور اړه وي.

بیا هغه متل را پياديږي چي وايي په پټه يې وهي په ښکاره به لنګيږي پاکستان چي هر څومره کوښښ وکړي چي ځان سپين وښي بیا هم هر څه واضيح دي.ښه بيلګه يې دتورخم او سپین بولدک دروازو تړل، پر افغان خاوره راکيټي بريدنه او هسي بهاني لتول هغه څه دي چي پاکستان غواړي چی دا هر څه له خپل ځانه واړوي او مسوليت نه خان خلاص کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

کله چه داوودخان عربی ملکو اوپاکستان ته په دوره تللۍ ووصاحب جان خان قومندان دګارډورسره وو صاحب جان خان لمونځ ګذاراوپاک مسلمان وو ماته یی وویل بوټوچه دپاکستان رءیس جمهوروو ویل یی ملحد کافروو ولی قومندان دګارډ یی دونه مسلمان وو چه حدنه لری هغه ووچه ضیاءالحق شهید بوټو اعدام کۍ اودافغانستان په آزادۍ کی دونه غټه اسلامی قربانی ورکه که ضیاءالحق شهیدنه وای په پاکستان کی پر قدرت نه به سوویت یونین خراب سوۍ وای اونن به افغانستان اوپاکستان دواړه دروس دسوویت یونین برخی وای،بریژینیف ضیاءالحق شهیدته داسی ویل دمخکی دمخه به مولیری کم افغان پناه ګزینوته پناه اوکومک… نور لوستل »

walikhan

ضیا الخق هغه بیانیه واوره چی وایی دافغانستان چنګ دپا کستان دفاع ده، تورلنګونه به یی په تن ول ولی دمهاجرو په کمک یی داټوم بم خا وند شو. پا کستان اصلا اسلام په نامه کوم څه نه پیژنی، بی نظیره پکی صدرعظمه وه هیچا هیڅ نه ویلی. مشرف مکمل هندو دی ولی دپا کستان ولس مشر وه. ټول قانون یی د انګریز او مریکا دی. ښکاره فا حشا خانو ته بکی جواز ورکول کیږی او ما لیه تری ټولوی. دوی داسلام لپاره هیڅ قربانی نده ورکړی دوی چی هرڅه کړی دخيل ملک او بادار لپاره کړی. احکزی صا حب… نور لوستل »

افضل

ولیخانه ، مشرف ته توهین مه کوه ، د پاکستان مشرف او دایران اخونان که نه وی بادارانو مو کله دا هیواد اشغالولی شو ، به ځانګړی ډول د مشرف له امله دغه د ډالرو بهیر درته رامات دی، له کوڅه ډبو خرو وزیران او ریسان جوړ شو

walikhan

افضل خانه ، لکه چی ډیره بده درباندی ولګید.کیدای شی استا او دهغی دنا ټو کاروانو راوستل تر تورخمه پوری شریک وه چی اوس دریدلی. ظالمه ډیری به دی پکی ګټلی وی بس دی. ځکه دتورخم نه اخوا تجارت دی کوه او دیخوا ته دی بیا جهاد کوه.هو مشرف خو له ډیرو کوڅه ډبو قومندانان ډیر کم اصلوته یی ښکلی موټری ، ښکلی ستایلاټونه، ډیر واک ورکړه، خپل دکلی په ډیران یی ورته دچرګانو نیولی چل وښوده، خپل ډیر مکتبونه یی پری وسوځول، ځکه دهغه چا کور به هرکال ولس سوځوه چی که مالداره شی کم اصل دی بیا هرکار… نور لوستل »

خالد

ولیخانه !!!!! دومره چه طالبان پاکستانی غلامانو وژلی او په زندانو کی یی براته دی دومره لا ستا د بادارانو د کابل او ګونتانامو زندانو کی نه دی پراته او حتی ډیر لوړ رتبه طالبان همدغه ستاسیو په ښان غلامو پاکستانیانو ګوانتانامو ته وسپارل پاکستانو ته ستاسی د کابل د غلامانو به شان که په خپل ناموس هم ډالر تر لاسه کیدل صرفه نه کوی . که ستا د پاره دا هم ومنو چه طالبان د پاکستان جاسوسان او یا غلامان دی ، تر دی کچی نه دی چه په کورونو یی ساتنه او پیره داری کوی . د کابل… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x