دیني، سیرت او تاریخ

غسل اړوند (۹ درس)

احمد الله عاطفي
غسل شپږ ډوله دی
لمبل(غسل) داحکامو په بنأ په لنډ ډول شپږ ډوله دي.
۱ – فرضي غسل.
۲ – واجب غسل.
۳ – سنت غسل .
۴ – مستحب غسل.
۵ – مباح غسل .
۶ – حرام غسل.

که غواړئ ځان ښه پوه کړئ تفصیل ته ئې مراجعه وکړئ چې دهرعنوان عبارت سره څیړنه او تحقیق شوی دی .

مړي ته غسل ورکول
مړي ته غسل ورکول په اتفاق سره فرض کفایه دی، اختلاف په دی کې دی چې غسل د بي اودسی په وجه ور کول کیږې که دبدن دنجس کیدو په وجه.

دیو شمیر بزرګانو رایه دی چې مسلمان نه په ژوندون اونه په مړیني نجس وي ، دوۍ خپله رایه دحضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) دمبارک ارشاد په رڼاکې چې حضرت ابوهریر(رضی الله عنه) ئې مخاطب کړ، وي فرمائیل: فقال رسول الله (صلى الله عليه وسلم) سبحان الله إن المؤمن لا ينجس وفي الرواية الأخرى : إن المسلم لا ينجس.

وذكر البخاري في صحيحه عن ابن عباس تعليقا : المسلم لا ينجس حيا ولا ميتا.

دوۍ مړي ته غسل ور کول دبې اودسۍ په وجه قائیل دي.

دویمه ډله وائې: څرنګه چې انسان،که مسلمان وي یا کافر کوهې ته وغورځید ،هلته مړ شو دکوهې ټولې اوبه ناپاکې شوې،ویستل ئې لازمې دي، ددوۍ رایه دی چې مړی ته غسل دبدن دنجس کیدو لامله ورکول کیږي. والله اعلم

په هر صورت څرنګه چې مو وړاندې ولیکل:مړي ته غسل ورکول په اتفاق سره فرض کفایه دی،لامل ئې چې هر څه وي.

مړي ته دغسل په اړوند ځیني احکام:
مړي ، په وارثانو او مسلمانانوڅلور حقه لري، غسل ورکول، کفن کې نغښتل، دجنازې لمونخ پرې ادا کړي او په شرعې توګه ئې خاوروته سپارل.

۱ – دامام ابوداُود دروایت په بنأ:مړی ته دغسل په ورکولو کې بیړه وکړئ او هم په تکفین او تد فین کې.

۲ – مړی ته غسل ورکول فرض کفایه دی، که دمومن مسلمان مړی پرته له غسله ښخ شو،ټول هغه خلک ګنهګار دي چې دحاضریدو امکانات او سهولیت ئې در لودل.

۳ – مړي ته دغسل ورکولو حق لمړی دهغه چا دی چې وصیت ورته شوی وي، که داسې نه وي لمړی دپلار له لوري خپلوان(پلار،ورور،وراره او… همداراز ښځینه ،مور، خور،وریره او…) بیأ دمړې نږ دې خپلوان.

۴ -که ممکن وي مړي ته باید دهغه نږ دي وارث او خپلوان غسل ورکړي،دنورو حکمتونو سر بیره ،که دناروغۍ یا نورو لاملونو لامله دمړی نه کرکجن مواد ووتل، دوارث په موجودیت کې برم اوعزت ئې خوندي پاتې کیږي.

۵ – نارینه مړي ته باید نارینه غسل ورکړي او ښځینه مړي ته ښځینه،مخالف جنس ته غسل ورکول حرام دی.

۶ – نابالغ (له ۷ کالو کوچنی)ماشوم که هلک وي یا نجلۍ ، نارینه او ښځینه ورته غسل ورکولای شي،لکه مور خپل د(۷) کالو کوچني ماشوم ته غسل ورکولای شي ،له دي لامله چې تر دغه عمره ماشوم دعورت په پټولو مکلفیت نه لري، خو غوره دادی چې نجلۍ ته ښځینه غسل ورکړي او هلک ته نارینه.

۷ – مړي ته دغسل ورکولو په صورت کې یو ځل وینځل فرض دی او دري ځله په تکرار وینځل سنت دی.

۸ – مړی پرته له غسل ورکولو ښخ شو؟ لازمه دی چې دخاورې اړولو جریان بند او مړی دغسل لپاره دوباره وویستل شي، که دتد فین چاري تر سره شوي وي دوباره دمړي ویستل صحي نه دی.

۹ – که دمړي یو اندام له وینځلو پاته شي او کفن ورکول شوی وي،دوباره به کفن سپړئ او غسل به پوره ورکوئ.

۱۰ – که دمړي یوه ګوته له وینځلو پاته وي وروسته له کفن ورکولو کوښښ وشي چې همدا ګوته ووینځل شي که عذر او تکلیف وي ضرور نه دی، په داسی حال کې چې دجنابت په حال کې مړشوی نه وي، که معلوم وي چې جنوب مړ شوی بیا ئې وینځل لازمي دي.

۱۱ – کوم ماشوم پیدا شو او په هغه کې دژوند نښي وې، هغه ته غسل ورکول فرض او کفن ورکول لازم دي.

۱۲- نر ښځی(هیجړأ) ته باید نږدې خپلوان غسل ورکړي او دهیجړا دبدن فزیکي او ظاهري جوړښت ته په کتو،که خواص او اندامونواکثریت جوړښت ئې نارینه ته ورته والی درلود غسل د نارینه ورکړي، که دغړو فزیکي جوړښت ئې زیات ښځینه وو، غسل دورته هم ښځینه خپلوانۍ(محرم) ورکړي، که ئې وارث نه درلود یا بل عذر، پورته ټکو ته په پام، هر څوک کولای شي غسل ورکړي.

د مړي غسل د وجوب شرطونه
۱ – مړي ته دغسل ورکولو لمړی شرط اسلام دی،چې مړی باید مسلمان وي.

۲ – دکسبي اسلام په هکله هیڅ اشکال نشته خو فطري اسلام کې هغه بندګان شامل دي ،چې په مسلمانه کورنۍ کې زیږیدلی وي،یا مسلمانۍ کورنۍ سره هستوګن وي که په صغارت کې ومړ او یا دلیونتوب په حالت کې په دواړو حالتونوکې غسل ورکول لازم دي.

۳ – دمړې دجسد زیاته برخه موجوده وي، نیم بدن اویا له نیم بدنه یوڅه کم وي خوشرط دادی چې سر ئې ور سره وي.

۴ – کومې ښځۍ سقط (نقصان) وکړ یا مړ اولاد وزیږید، په پوره درناوۍ د پاکه ټوټه کې ونغاړي که ممکن و په هدیره کې دیو طرف یا هر چيرته ورته آساني وي ښخ دکړي، شرعي غسل، جنازې لمونځ او شرعئي کفن ته احتیاج نه لري.

۵ هغه شهید چې دالله په لیار کې په شهادت رسیدلی وي غسل او کفن ته محتاج نه دی بلکه دخپلو جاموسره به ئې خاوروته سپارئ.

نور بیا………….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Mangal

الله ج د تاسو ته دښو نشرياتو توفيق درکړى
زما نظر يو مسلمان بايد ساينس هغه کړنې بايد قبولې کړى چى حقيقت ولرى لکه د اوسپنى تسفيه کول شيان ترى جوړه ول دتيلو دکشف او تسفيه ماشينونه دلباس منظم کولو ماشين دپيسو جوړښت مسلمان ترهغه مسلمان نشى کيداى چى خپلې هغه ساهى کړنى قبولى کړى نه غالتى
لکه تيليفون اختراع دغه هرڅه زيات موهم نه دى موهمه
داده چى الله ج دغه خام او غير خام مواد ځمکه کى الله ج
پيداکړى موهمه داده چى موږ کوشش نه کوٶ دکفارو مسٶل
موږ مسلمانان يو

محمد

گرانه آيا ساينس دانان د ساينس لاس ته راغلى نتايج قبلوى

3229DEFB-2C6A-4122-A4C6-E5AFF96656F2.jpeg
محمد

د کتاب لومړی برخه: – د انسانانو او نورو مخلوقاتو پر ژوند د ورستیو پیړوو د بدلونونو منفی اغیزی. نوی مصنوعات او ورسره تکنالوژی چی د انسانانو ژوند منحرف او له سمۍ اړولی . په ځانګړی توګه له صنعتی انقلاب څخه وروسته، کوم اختراعات او نوښتونه چی له ۱۸۰۰ زیږدیز څخه وروسته رامنځته شوی د طبیعت د ورانی او ویجاړتیا سبب ګرځیدلی په دی معنی چی د هغه قانون او تګلاری د ویجاړتیا سبب ګرځیدلی چی د خالق تعالی له خوا د مخلوقاتو د ژوندانه د سمبالتیا لپاره مقرر او ټاکل شوی. د ټولو موجوداتو او انسانانو په خلقت او… نور لوستل »

6d899370de6b7c7dd90d7e44f197f7b3.jpg
Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x