غزل/ محمد نعيم افغانزوی

محمد نعيم افغانزوی
د شپې په نیمایې کې د ډېوې رڼا ته ناست وي
کړۍ شپه رَڼوې او تل د شپې رڼا ته ناست دی

خلوت کې چې د اوښکو اُجرتونه ټولوي تل
په لوند ګرېوان د ذکر د حلقې رڼا ته ناست وي

دانا دی دا سړی چې له ماضې نه درس را اخلې
دانا تل د ماضې د ښې قصې رڼا ته ناست وي

رحمت کې له آسمان چې د شبنم څاڅکې را اورې
باران ته لمن نیسې د ناوې رڼا ته ناست وي

خوشبخته ګناهګار چې په ګناهو پښېمان شي
په چیغو چیغو ژاړي د طوبې رڼا ته ناست وي

غازي د حق سنګر کوي بې مثله شبګیرونه
غازي د شهادت غوندې تحفې رڼا ته ناست وي

لاشته ها د منصور د عشق عکاس غوندې زلمي نن
منصور غوندې د دار د فلسفې رڼا ته ناست وي

خالقه سپین لباس کې چې درځې ترخوږ حرمه
بې شک چې بختور به د روضې رڼا ته ناست وي

مُرال کې افغانزویه د ملنګ په څېر بل نشته
په لوږه کې لا هم د عقیدې رڼا ته ناست وي

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.