دفلکي علومو لارښود (18) داسماني کرې ددايرو پيژندنه

مفتي احسان الله

اسماني دایرې:

لکه څنګه چې دزمکي پر کره دیو ځای دتعین لپاره دطول بلد او عرض بلد دایرو پېژندنه اړینه ده، دا شان پر اسماني کره باندي دیو ستوري، سیارې، سپږمۍ، مصنوعي سپږمکۍ او یا بل جرم دځای ځایګي دمعلومولو لپاره هم میل شمس، صعود مسقیم، دایره معدل النهار او داسي نورو دایرو پېژندل هم لازمي دی.

میل شمس (Declination Of Sun):

له اسماني خط استوا نه دیو جرم زاويايې فاصلې ته میل شمس وايې، دا همیشه دزمکني دعرض بلد ددایرو پر برابر اسماني کره باندي له دایره معدل النهار نه شمالي او جنوبي لور ته فرضي خطو ته ویلکیږي، په درجو، دقیقه او ثانیو سره ناپيږي، که اسماني جرم داسماني خط استوا نه دشمال خوا ته وو، میل مثبت او که دجنوب لور ته وو، میل منفي بلل کیږي.

یا:

دمعدل نهار له دایرې نه شمالا یا جنوبا دلمر انحراف ته میل شمس ویلکیږي، یعني که لمر او یا بل جرم دمعدل نهار له دایرې نه دشمال لور ته و، میل شمالي او که دجنوب خوا ته و، میل جنوبي ورته وايې.

یا په اسان الفاظو سره: دزمکي دعرض بلد ددایرو پر برابر پر اسماني کره باندي فرضي دایرو ته میل شمس ویلکیږي، داسانۍ لپاره په اسماني عرض بلد سره هم یادولای شو.

دمیل شمس دایرې هم دعرض بلد ددایرو په شان 360 دي، دمیل شمس مبدأ یا صفر درجه، دمعدل نهار دایره، یا اسماني خط استوا دی.

یاد ساتئ:

لمر پر ځای ولاړ ندی، بلکي همیشه متحرک دی، په هره لحظه کې میل بدلوي، داسماني کرې پر کوم عرض چې لمر موجود وي، هغه ته دلمر عرض بلد یا میل شمس ویلکیږي.

مثلا:

په 21 دمارچ تقریبا لمر پر خط استوا باندي برابر روان وي، نو ویلای شو، چې په 21 مارچ دلمر میل صفر درجه دی، او پر 21 جون بیا لمر پر خط سرطان یا 23.5 درجې عرض بلد باندي موجود وي، او په 22 دسپتمبر بیا لمر پر خط جدي یا 23.5- عرض بلد باندي وي، نو په اسانۍ سره ویلای شو، چې په 21 دجون دلمر عرض یا میل 23.5 مثبت او په 22 دسپتمبر بیا 23.5- منفي دی.

فایده:

پر هر ځای چې دلمر وړانګي سېده یا عمودا لګیږي، هغه وخت ددې ځای لپاره عین نصف نهار بلل کیږي.

مثلا:

دمکې مکرمې عرض بلد 21.4225 یعني تقریبا 21.4 درجې دی، او په 27 دمی یا 16 جولائي دلمر میل 21.4 درجې دی، په دغو دوو ورځو کې دمکې مکرمې عرض او دلمر عرض سره برابر وي، نو کله چې په مکه مکرمه کې دنصف نهار وخت شي، په هغه وخت دلمر وړانګي یا شعاعي پر مکې مکرمې عمودا لګیږي.

فایده:

دلمر میل دورځي په اوږدو کې دهر ځای لپاره تقریبا یو برابر وي، خو بیا هم که دتخریج اوقات لپاره دهري ورځي دهر وخت او دهر ځای لپاره ځانته میل معلوم شي، ډیره به غوره وي، خو دا ګران کار دی، ځکه نو فلک پوهان دنقشو په جوړولو کې دټولي زمکنۍ کرې او دهري ورځي لپاره یو میل استعمالیږي.

تمام میل شمس (Co-Declination):

تمام عرض بلد او تمام میل شمس سره یو شی دي، البته فرق يې دا دی، چې تمام عرض دزمکي پر کره دعرض بلد ددایرو لپاره استعمالیږي، او تمام میل شمس پر اسماني کره دلمر دعرض بلد لپاره استعمالیږي. کلیه يې دا دی: دلمر میل به له 90 نه منفي کړو، څومره چې پاتي شي، هغه تمام میل شمس دی، یا بالفاظ دیګر دلمر دعرض نه تر قطب پوري فاصلې ته تمام میل ویلکیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د