شیخ عمر عبدالرحمن د خپلې وژل کېدا وړاندوینه کړې وه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۱، ۱۳۹۵ل): د مصر نامتو دیني عالم او په دې هیواد کې د اسلامي جماعت مشر شیخ عمر عبدالرحمن، چې تېره ورځ یې د مړینې خبر ورکړل شو، لا له وړاندې اندیښنه څرګنده کړې وه چې امریکايان به یې په مرموز ډول په زندان کې ووژني.

د نوموړي زوی عبدالله عمر رسنیو ته څرګنده کړې چې پلار یې له زندان څخه په خپلو تلیفوني تماسونو کې ویلي و چې امریکايان یې د تدریجي وژنې په هڅه کې دي.

نوموړي له «الیوم السابع» عربي ورځپاڼې سره په مرکه کې زیاته کړې چې امریکایانو یې پلار ته په دې وروستیو کې دوايي نه ورکوله او د هغه مدافع وکیل ته یې هم ستونزې جوړې کړې وې ترڅو د نوموړي له دفاع څخه لاس واخلي.

ښاغلی عبدالله عمر وايي چې پلار یې له خپلې میرمن (د ده له مور) سره په تلیفوني خبرو کې ویلي و:

«زامن مې خبر کړه چې زما د تدریجي وژنې کوښښونه روان دي، په بېلابېلو طریقو مې سپکاوی کیږي، انساني حقوق او کرامت مې تر پښو لاندې کیږي».

په ورته وخت کې د ټولنیزو رسنیو فعالانو د شیخ عمر عبدالرحمن هغه وصیت لیک خپور کړی چې کلونه وړاندې یې له امریکايي زندان څخه خپلې کورنۍ ته استولی و او د امریکايي مسئولینو له چلند څخه یې شکایت کړی و. د نوموړي په وصیت کې راغلي:

«په محبس کې ترجمان نه راپریښودل کیږي، د کتاب قرائت کوونکي ته اجازه نه شته [نوموړی په سترګو ړوند و، بل چا ورته کتاب قرائت کاوه]، راډیو او ټيپ نه راکول کیږي، د بهر نړۍ له حاله هیڅ نه خبریږم.. امریکایان به ضرور ما وژني، نه مې پریږدي، څوک څه پوهیږي چې زما په خوراک، څښاک او پوښاک کې څه شي ګډیږي؟ ممکن د تدریجي وژنې له اسلوبه کار واخلي، یا په خوراک او څښاک او دوا کې زهر راکړي، یا ممکن داسې نشه يي توکي راباندې وخوري چې تر مرګ او لیونتوبه مې ورسوي».

شیخ عمر عبدالرحمن د خپل وصیت لیک په یوې بلې برخه کې لیکي:

«ای وروڼو! امریکایان ما وژني، په دې کې هیڅ شک نه شته، خو که ویې وژلم نو جنازه مې دلته مه پریږدئ، خپل کلي او کور ته مې یوسئ تر څو له تاسو څخه هېر نه شم. له مرګه وروسته تاسو خپل هغه ورور له یاده مه باسئ چې د حقې خبرې په ګناه د الله تعالی په لار کې وژل شوی وي».

د شیخ عمر عبدالرحمن زوی عبدالله عمر وايي چې پلار یې په وروستي ځل دوه اونۍ مخکې د ده له مور سره په تلیفوني خبرو کې د خپل روغتيايي حالت په اړه اندیښنه څرګنده کړې وه او ویلي و «نه پوهیږم چې بیا به په ژوند کې خبرې وکړو او که نه».

عبدالله عمر زیاتوي چې پلار یې امریکا ته په دې ډاډ تللی و چې ګویا هلته ازادي ده، خو په وینا یې، له ورتګ سره سم له داسې تورونو سره مخ شو چې تر مرګه پورې يې هیڅ ثبوت ونه موندل شو.



2 تبصرې

  1. الله پاک دې جنتونه ورکړي ، روح دې خوشاله وي او مسلمانان دې الله داتفاق ، سیاسي شعور او بیداري په لوري
    روان کړي !
    انا لله وانا الیه راجعون .

  2. محمد عبدالله

    په ړندو سترګو ئ د دين لوئ خدمت اوکه واقعی چې داعظيم کرامت ده
    اين سعادت بزورِ بازو نیست
    تا نہ بخشد خدائ بخشندہ
    سقی الله تعالیٰ ثراہ وجعل الجنہ مثواہ

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.