افغانستان

لوګر: له ډوډۍ د انکار په ګناه عسکرو یو زده کوونکی وواژه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۱، ۱۳۹۵ل): په لوګر ولایت کې دولتي عسکرو یو ځوان وروسته له هغه وواژه چې دوی ته یې د ډوډۍ له ورکړې انکار وکړ.

پېښه تېره ورځ د یاد ولایت د مرکز اړوند په خدر سیمه کې رامینځته شوې.

وژل شوی ځوان «بلال» نومېد او د ښوونځي په دولسم ټولګي کې شاګرد و.

له سیمې څخه رارسیدلي راپورونه وايي چې دولتي عسکرو له بلال څخه ډوډۍ غوښتې وه خو هغه یې غوښتنه نه وه منلې، چې په غبرګون کې یې د عسکرو لخوا ووژل شو.

طالبانو پېښه غندلې او هغه یې د «مزدورو عسکرو جنایت» بللی. خو دولتي چارواکو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

هېره دې نه وي چې څو ورځې وړاندې د هلمند – فراه ترمینځ په غځیدلې لویه لار دولتي پولیسو یو موټرچلوونکی په دې خاطر د ټوپک په ډزو وژلی و چې هغوی ته یې د ۲۰ افغانیو له ورکړې انکار کړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x