شعـــــرونه

د پير محمد کاروان نوی غزل

پير محمد کاروان

بلومه په ډيوو کې دعاګانې

نیمه شپه مې په لېمو کې دعاګانې

له تسبو نه مې تارونه دي را ویستي

غږومه په نغمو کې دعاګانې

طنازي یې په لفظونو کې نازي کړي

په غزل په زمزمو کې دعاګانې

د رندانو سترګې برندې را پسې دي

کړنګومه په پیالو کې دعاګانې

کړه مې لپه میناتور جام د مرجانو

تنده غریه څښه اوبو کې دعاګانې

د برکلي به وي سخ چې وي د سولې

پېغله ناوې په چمبو کې دعاګانې

کچ او مېچ د چا د لېچو را سره دی

مړې یې مه شه په بنګړو کې دعاګانې

و کاروان ته یې تورسترګې کړي ور یادې

په دې ورځو په دې شپو کې دعاګانې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x