دیني، سیرت او تاریخ

امام اعظم رحمه الله او د حدیثو علم – دوهمه برخه

ليکوال: د هند د نيمې وچې ستر عالم، شيخ الإسلام مفتي محمد تقي عثماني حفظه الله.

ژباړن: احمدالله احمدزی

کتاب الاثار: د امام ابو حنیفه رحمه الله د آثارو له جملې “كتاب الآثار” د حديثو په علم کې د ده مبارک د لوړې درجې دلیل دی. نوموړی کتاب د حدیثو په کتابونو کې په فقهي ترتیب تر ټولو لومړی کتاب دی. علامه سیوطي په خپل کتاب “تبیض الصحیفة” کې ليکلي، چې دا فضیلت او لوړ والی يوازې امام صاحب ته حاصل دی چې

له هر چا مخکې يې په فقهي ترتيب د حدیثو کتاب لیکلی. د امام صاحب دا کتاب د “مؤطا امام مالک” د مأخذ حيثيت لري، ځکه چې امام ذهبي په “مناقب ” کې د قاضي ابو العباس محمد بن عبد الله بن ابي العوام “اخبار ابي حنيفة”په حواله په متصل سند د مشهور محدث عبدالعزيز دراوردي رحمه الله دا قول نقل کړی چې: کان مالک ينظر في کتب ابي حنیفة وينتفع بها، امام مالک رحمه الله به د امام ابو حنیفه رحمه الله کتابونه لوستل او ګټه به يې ترې اخیسته. له دې معلوميږي چې د امام صاحب کتاب آلاثار د مؤطا امام مالک په نسبت داسې دی، لکه مؤطا امام مالک چې د بخاري او مسلم لپاره کوم حیثيت لري. د حدیثو د نورو کتابونو په څېر د کتاب الاثار هم ډېر راویان لري، چې څلور يې ډېر مشهور دي.
(۱)امام ابو يوسف (۲) امام محمد (۳) امام زفر (۴) امام حسن بن زياد- رحمهم الله.
څرنګه چې، امام بخاري رحمه الله خپل کتاب د شپږ لکو احاديثو له انتخابه مرتب کړی؛ همدا رانګه امام اعظم رحمه الله هم خپل ياد کتاب د ډېرو احادیثو له چاڼ کولو وروسته مرتب کړی، مهمه خبر دا ده چې امام صاحب رحمه الله له امام بخاري او نورو امامانو ډېر مخکې تېر شوی، نو د احادیثو سندونه او طریقې ډېرې او دومره پراخې نه وې، ځکه نو، امام صاحب خپل کتاب د څلويښت زرو احاديثو له چاڼ کولو وروسته ليکلی، دا خبر علامه موفق مکي رحمه الله په “مناقب الامام الاعظم”(۱/۹۵ دکن چاپ ۱۳۲۱ه) کې د ابو بکر بن محمد الزرنجي دا قول را وړی چې، امام صاحب کتاب الاثار له څلويښت زرو احادیثو منتخب کړی. او علامه موفق رحمه الله بل ځای د حافظ ابو یحيی زکريا بن یحيی نیشاپوري د مناقب ابي حنيفه په حواله د یحیي بن نصر دا خبره را نقل کړې چې “ما له امام ابو حنیفه رحمه الله اوريدلي چې، ما سره د احادیثو ډېر زيات صندقونه دي، لږ مې تر راویستلي چې له کومو ګټه پورته کيږي. علامه زبيدي په خپل کتاب “عقود الجواهر المنیفة” کې د یحيی بن نصر دا وينا را نقل کړې چې”زه يو وار امام صاحب ته ورغلم او کوټه يې له کتابو ډکه وه، ومې پوښتل دا څه دي؟ امام صاحب ځواب را کړ چې د احاديثو کتابونه دي “
له پورتنيو پيښو ښکاري چې کتاب الآثار کې څومره احاديث دي، دا د امام صاحب ټوله علمي پانګه نه ده، بلکې دا يې يو مختصر کتاب دی. په هر صورت د امام صاحب لوی فضیلت دادی چې د احاديثو په کتابونو کې تر ټولو لومړی په فقهي ترتيب ليکل شوی کتاب د امام صاحب دی. د حديثو په علم کې د امام صاحب سويه څومره لوړه ده؟ دا اندازه د هغه وخت د محدثينو له اقوالو کېدای شي، چې خپلو شاګردانو ته يې نه يوازې د کتاب الآثار د مطالعې توصیه کړې، بلکې تاکيد يې پرې کړی چې له دې پرته په فقه پوهيدل نا شوني دي. دا اقوال د امام اعظم رحمه الله په مناقبو کې په پوره تفصيل سره ذکر شوي دي، او بله دا چې محدثینو د کتاب الآثار څومره خدمت کړی، له همدې خدماتو د ياد کتاب ارزښت معلوميږي، له همدې امله يې ډېرې شرحې ليکل شوي دي.

 

د علامه ابن الهمام شاګرد حافظ زين الدين قاسم بن قطلوبغا د کتاب الآثار شرحه ليکلې او پر راويانو يې جلا يو کتاب لیکلی، همدا رانګه حافظ ابن حجر عسقلاني هم د کتاب الآثار په رجالو يو کتاب”الإيثارلذکر رواةالآثار” لیکلی؛ د دې کتاب يادونه پخپله حافظ ابن حجر رحمه الله په خپل کتاب “تعجيل المنفعة بزوائد رجال الأربعة ” نومي کتاب کې کړې، همدا رنګه يې په همدې کتاب کې د کتاب الآثار ټول راويان راوړي دي، ځکه چې حافظ رحمه الله دا کتاب د څلورو لويو امامانو (امام ابو حنيفة، امام مالک، امام شافعي او امام محمد رحمهم الله) د راويانو په تذکره کې ليکلی. د يادونې وړ ده چې نواب صديق حسن خان[ ]په اتحاف النبلاء نومي کتاب کې دا خبره بیخي غلطه ليکلې، چې د حافظ ابن حجر کتاب “تعجيل المنفعة” د سنن اربعة[ ] پر رجالو لیکل شوی دی، له دې معلوميږي چې نواب صديق حسن خان پخپله هم نوموړی کتاب نه دی لوستی؛ کنه داسې غلطه خبر به يې نه کوله، ځکه چې حافظ ابن حجر رحمه الله د همدغه کتاب په مقدمه کې ويلي چې د دې کتاب له ليکلو د ده موخه د څلورو امامانو د رجالو يادونه ده.
دا خو هغه کتاب دی چې امام اعظم رحمه الله خپل ليکلی دی؛ له دې پرته لويو لويو محدثینو د امام صاحب مرويات راټول کړي او د مسند ابي حنيفه په نوم يې مرتب کړي دي. د د غو مسانيدو شمېر نژدې شل دی. د ياد مسند په لیکلو کې ابو نعيم اسفهاني،حافظ ابن عساکر، حافظ ابو العباس الدوري، حافظ ابن مندة او حافظ ابن عدي هم برخه اخیستې، چې په اوله کې د امام صاحب سخت مخالف و، چې روسته د امام طحاوي شاګرد شو او د امام له قدر او مرتبې خبر شو نو د خپلو تېرو خيالاتو د تلافي لپاره يې مسند ابي حنيفه مرتب کړ. د يادونې وړ ده چې د مسند امام ابو حنيفة په نوم له ولسو(۱۷) زيات کتابونه ليکل شوي دي، چې روسته بیا علامه ابن خسرو د ” د جامع مسانيد الامام ‌الأعظم” په نوم راټول کړي دي. رښتيا خبره داده چې پر امام ابوحنيفة رحمه الله دا تور لګول؛ چې په حديثو کې کمزوری و او يا ورسره ټول ۱۷ احاديث ول؛ ډېرلوی درواغ دي، چې له تعصب او ناپوهۍ پرته يې هيڅ تاويل نشي کيدای. نه پوهيږم چې ابن خلدون څرنګه دا ليکلي چې دامام صاحب له نظره د حديثو شرايط ډېر سخت ول، نو ځکه يې يوازې ۱۷ احاديث صحيح ګڼلي دي. اصل خبره داده چې ابن خلدون له امام صاحب څخه دومره لرې پاتې شوی چې، د هغه په اړه له حقيقت موندلو عاجز شوی دی، رښتيا خبر خو داده چې، کومه علامه زاهد الکوثري د شروط الائمة الخمسة للحازمي په ۵۰مه حاشية کې کړې ده
” حقيقت دادی چې د امام صاحب مروج احاديث هم په داسې ۱۷ کتابونو کې دي چې تر ټولو کچنی يې له سنن شافعي برواية الطحاوي’ او سنن شافعي برواية ابي العباس الأصم څخه غټ دی او د امام شافعي د احاديثو مدار هم په همدې دوو کتابونو دی”.
د امام صاحب يو شاګرد فرمايي چې د امام صاحب په تصنيفاتو کې اويا زره احاديث ترلاسه کیږي خو ځينې خلکو ته دا دتعجب وړ ښکاري او مبالغه يې بولي، ځکه چې د امام صاحب په لیکنو کې په ښکاره نه تر سترګو کيږي، خو که څوک د متقدمينو په اسلوب او طریقه پوه وي، نو وړاندې ياده شوې خبر به خامخا ومني. د متقدمينو علماوو د حدیث د بيان دوه طريقې وې. اوله دا چې حديث حضور صلی الله عليه وسلم ته مرفوعا منسوب بيان شي او دوهمه طريقه دا ده چې د حديث په نسبت کې د احتياط له امله، حديث پر ځای د دې چې نبي صلی الله عليه وسلم ته منسوب کړي نو خپل ځان ته يې منسوبوي ځکه چې که د حديث په نسبت کې څه کمی زياتی وي نو د حديث په شکل يې نه بيانوي، بلکې د فقهي مسلې په څېر يې بيانوي، دا د همدغو علماوو ډېر احتياط دی، تر څو که په حديث کې څه کمی زياتی وي نو نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته منسوب نشي. صحابه کرامو او تابعينو عموما دا دوهمه لار غوره کوله. او حضرت عمر رضي الله عنه ډېری روايات همدغه رنګ دي، دليل يې دا دی چې کوم احاديث له حضرت عمر رضي الله عنه روايت دي، د پنځه سو زيات او زرو تر منځ دي. له همدې امله محدثين دی مبارک په متوسطينو کې شماري؛ خو حضرت شاه ولي الله رحمه الله په “إزالة الخفاء” كې ليکلي، چې حضرت عمر رضي الله عنه بايد په مکثرينو کې شمار شي.
د مکثرينو اصطلاح هغو راويانو ته کارول کيږي چې له زرو زيات روايتونه لري، حضرت شاه صاحب حضرت عمر رضي الله عنه په مکثرينو کې ځکه شماري، چې د حضرت عمر رضي الله عنه ډېری روايتونه د هغه په خپلو ويناوو ولاړ دي. او همدا رنګه د ځينو تابعينو دا وينا ډېره مشهوره ده “د دې پر ځای چې و وايو رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي، ښه دا ده چې و وايو علقمه وايي، عبد الله وايي” داسې نورې خبرې هم شته چې مولانا ظفر احمد عثماني رحمه الله په خپل کتاب “إنجاء الوطن عن الازدراء بإمام الزمن” کې په پوره تفصيل بيان کړي دي. دلته دا خبره روښانه شوه، چې متقدمينو ډېر زيات احاديث د خپل قول په حيث د فقهي مسلې په صورت بيان کړي دي، اوس که فکر وکړو نو څه مشکله خبر نه ده، چې د امام صاحب روايتونه دې اويا زره وي، ځکه چې امام اعظم رحمه الله همدا دوهمه لار غوره کړې، همدې حقيقت ته په کتلو سره موږ پوهيږو چې امام محمد رحمه الله او نورو شاګردانو يې له امام صاحبه ډېرې داسې مسئلې روايت کړي چې سيده له حديثه نقل شوي وي. اصلي خبر داده چې د امام صاحب توجه د حديثو د روايت پر ځای؛ له احاديثو د فقهي احکامو استنباط ته ډېره وه، له همدې امله د هغه مبارک ډېری روايات د حديث په حيث نه، بلکې د فقهي مسائلو په شکل پاتې دي.
پر امام اعظم رحمه الله د شوو نيوکو عادلانه څېړنه
اوس به یو زغلنده نظر پر هغو اعتراضونو واچوو چې عموما پر امام صاحب کيږي:
۱….اوله نيوکه خو دا کيږي چې امام نسائي په خپل کتاب “الضعفاء” کې د امام صاحب په اړه ويلي چې “نعمان بن ثابت ابوحنيفةليس بالقوي في الحديث ” چې نعمان بن ثابت د حدیثو په علم کې قوي نه دی.
د دې خبرې ځواب دا دی چې، د جرحې او تعديل علماوو يو څه قواعد ايښي دي چې، د يو راوي د جرحې او تعديل په اړه بايد پوره پاملرنه ورته وشي، کنه د يو ستر محدث عدالت او وثوق به هم ثابت نه شي، ځکه چې پر ټولو لويو لویو محدثینو خامخا د يو چا جرحې شته د مثال په ډلو پر امام شافعي رحمه الله یحیی بن معین پر امام احمد بن حنبل، امام کرابیسي پر امام بخاري امام ذهلي او پر امام اوزاعي امام احمد جرحه کړې. که دا ټول اقوال د اعتبار وړ وبلل شي، نو يو محدث امام به هم ثقه پاتې نشي. د پام وړ خبره لا داده چې ابن حزم رحمه الله خو امام ترمذي ته هم مجهول ويلي. ډېرو علماوو پخپله امام نسائي په اهل تشيع تورن کړی او پر همدې اساس يې مجروح کړی.
سمه خبر دا ده چې علماوو د جرحې او تعديل لپاره څه اصول وړاندې کړي چې، بايد پوره پاملرنه ورته وشي. يو يې دا دی چې د کوم امام عدالت د تواتر حد ته رسيدلی وي، د هغه باره کې د يو يا دوه کسانو جرحه اعتبار نه لري او د امام اعظم رحمه الله په اړه هم د حدیثو سترو سترو سټو د تقوا، علم او عدالت کتابونه ډک کړي، نو د يو څو کسانو نيوکې يې په اړه څه ځانګړی حيثيت نه لري. د يادې قاعدې په اړه زموږ د زمانې ځينې ناپوهان وايي چې د محدثینو قانون دی چې “الجرح مقدم علی التعديل” له همدې امله که دامام صیب په اړه هم جرحه او تعديل دواړه راسي، نو جرحه به اخيستل کيږي، مګر دا نيوکه هغه څوک کوي چې د جرحې او تعديل له اصولو نا خبره وي، ځکه چې د حديثو امامانو ويلي چې “الجرح مقدم على التعديل” قاعده مطلقه نه ده بلکې يو څو شرطونه هم لري…
تفصیل يې دا دی چې که د کوم راوي په اړه د جرحې او تعديل ضد او نقیض اقوال راغلي وي، نو په دې اړه علماء دوه لارې غوره کوي خطيب بغدادي په “الكفاية في أصول الحديث والرواية” کې ليکلي. اوله دا چې د جارحينو او معدلينو شمېر به کتل کيږي، چې د چا شمېر زيات وي هم هاغه ته به ترجيح ورکول کيږي. له شوافعو څخه امام تاج الدين سبکي هم د دې خبرې قايل دی. که ياد اصول په نظر کې ونيول شي نو بيا هم د امام صاحب په عدالت او امامت کې څه شک نه پاتې کيږي. پر امام صاحب جرح کوونکي يوازې يو کم شمېر علماء دي. د نمونې په ډول امام نسائي، امام بخاري، امام دار قطني او حافظ ابن عدي. او مخکې ياونه وشوه چې امام ابن عدي رحمه الله هم د امام طحاوي رحمه الله له شاګردي ورورسته د امام صاحب د عظمت او درناوي قايل شو. بل خوا د امام صاحب مادحين دومره ډېر دي چې شمېر يې ګران دی. د نمونې په ډول يې يو څو بیانوو.
د جرحې او تعديل تر ټولو لومړنی عالم چې تر هر چا مخکې يې په رجالو بحث کړی، امام شعبه ابن الحجاج دی چې د امير المؤمنين في الحدیث په لقب مشهور دی؛ هغه د امام ابو حنيفه رحمه الله په اړه فرمايي”كان والله ثقة ” د جرح او تعديل بل ستر امام یحيی بن سعيد القطان دی، دی پخپله د امام صاحب شاګرد دی. حافظ ذهبي په “تذکرة الحفاظ” او حافظ ابن عبدالبر په “الانتقاء” کې ليکلي چې، ده مبارک به د امام صاحب په قول فتوا ورکوله تاريخ بغداد ۱۳ ټوک ۳۵۲ مخ کې د ابن سعيد القطان دا وينا راوړل شوې ده چې ډېر عمر مو له ابوحنيفه رحمه الله سره تېر کړ او تل به مې چې ورته کتل، نو پوهيدم به چې دی له الله تعالی ويريږي. او یحيی بن سعيد القطان يوه بله مقوله امام سندهي د کتاب التعليم په مقدمه کې ذکر کړې، چې إنه لأعلم هذه الأمة بما جاء عن الله و رسوله صلی الله عليه وسلم. امام صاحب په ټول امت کې په هغه څه تر هر چا زيات پوهيده کوم چې د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله عليه وسلم لخوا راغلي دي. د جرحې او تعديل بل ستر امام د یحيی بن سعيد القطان شاګرد، يحيی بن معین دی، هغه د امام صاحب باره کې فرمايي چې “امام صاحب ثقه و حافظ و، هر حديث به يې چې بيانولو، نو ياد به يې و. له هيچا مې نه دي اوريدلي چې امام صاحب يې مجروح کړی وي”. امام کردي په مناقب امام أعظم کې ليکلي، چې له يحيی بن معين رحمه الله پوښتنه وشوه چې ایا امام صاحب ثقه دی؟ هغه ځواب ورکړ “چې بلې ثقه دی ثقه دی، هغه له درواغ ويلو ډېر پاک دی. د هغه له شان سره درواغ نه ښايي”
د جرحې او تعديل بل ستر امام علي بن المديني دی د امام بخاري رحمه الله استاد دی او د رجالو په نقد کې ډېر سخت دی، هغه فرمايي چې له ابو حنيفه ثوري، ابن المبارک، هشام، وکيع، عباد بن العوام او جعفر بن عون روايتونه کړي، هغه ثقه دی څه خبر پکې نشته. عبد الله بن المبارک فرمايي چې که الله تعالی په امام ابو حنيفه او سفيان زما مرسته نه وای کړې، نو زه به هم د نورو خلکو په څېر وم او د مکي بن ابراهيم وينا خو مخکې تيره شوې چې، امام صاحب د خپلې زمانې تر ټولو سترعالم و. له دوی پرته يزيد بن هارون ، سفيان بن عيينه، اسرائيل بن يونس، يحيی بن آدم، وکيع بن الجراح، امام شافعي او فضل بن وکين رحمهم الله په څېر امامانو هم د امام صاحب عدالت او وثوق منلی. اوس نو د دومره لويو لويو سټو په مقابل کې د يو څو کسانو جرحه کله د منلو وړ ده، نو که فیصله د کثرت پر اساس وي نو بیا هم د امام صاحب عدالت ټولو ته د منلو وړ دی.
دوهمه طريقه: حافظ ابن الصلاح په خپله مقدمه کې فرمايي چې همدا د جمهورو محدیثنو نظر هم دی؛ هغه دا چې، که جرحه مفسر نه وي يعنې لامل يې نه وي بيان شوی نو تعديل تل مقدم وي، بيا دا برابره خبر ده چې که تعديل مفسر وي يا نه، نو تعديل تل راجح وي. که دې اصولو ته هم وکتل شي نو د امام صاحب باره کې چې څومره جرحې شوي ټولې مبهمې دي. او د عدالت په اړه يې ټولې ويناوې مفسرې دي، ځکه چې په دې کې د امام صاحب د تقوا، حافظې او نورو ټولو شيانو يادونه شوې، په ځانګړې توګه که په تعديل کې د جرحې رد شوی وي نو هغه تر ټولو معتبره وي. او د امام صاحب باره کې داسې تعديلات هم شته، د نمونې په ډول حافظ ابن عبد البر په “الانتقاء في فضائل الأئمة الثلاثة الفقهاء” کې ليکلي چې ” د خلکو پر امام لويه نيوکه دا ده چې رأیه او قياس ته ډېر اهميت ورکوي او دا څه عيب نه دی”
لنډه دا چې جرحه هغه مهال پر تعديل مقدمه وي کله چې جرح مفسره يعنې سبب يې بيان شوی وي او لامل يې هم معقول او د منلو وړ وي او بايد د جارحينو شمېر له معدلينو زيات وي.
2))…… پر امام ابوحنيفه رحمه الله دوهم اعتراض دا کيږي چې حافظ شمس الدين ذهبي رحمه الله په “ميزان الاعتدال في أسماء الرجال ” کې د امام صاحب په اړه وايي “نعمان بن ثابت کوفي د اهل رأي امام دی، نسائي، ابن عدي دار قطني او نورو ضعيف ګڼلی”.
د پورتنۍ خبرې ځواب دا دی چې بې شکه پورتنی عبارت په ياد کتاب کې ور زيات شوی يعنې ليکوال نه دی ليکلی، بلکې بل چا پر حاشیه ليکلی او وروسته بيا متن کې د تېروتنې له امله يا قصدا داخل شوی ، چې دلايل په لاندې ډول دي
(1) حافظ ذهبي د ميزان الاعتدال په مقدمه کې ويلي چې په دې کتاب کې به د هغو لويو لويو امامانو يادونه نه کوم، چې د چا شهرت او جلالت د تواتر درجې ته رسيدلی وي. بيا يې ويلي، د نمونې په ډول امام ابوحنيفه رحمه الله او څو نورو امامانو تذکره به پکې نه کوم، نو بيا دا څرنګه شونې ده چې په ياد کتاب کې دې د امام صاحب په اړه داسې خبرې راغلي وي.
(2) حافظ ذهبي چې د کومو علماوو يادونه په ميزان الاعتدال کې نه ده کړې؛ د هغوی لپاره يې ځانګړی کتاب “تذکرة الحفاظ” ليکلی او بيا په ياد کتاب کې يې نه يوازې د امام صاحب يادونه کړې بلکې ډېر زيات تعريف او صفتونه يې هم کړی دی.
(3) حافظ ابن حجر خپل “لسان الميزان” د “ميزان الاعتدال” پر اساس ليکلی یعنې د کومو امامانو تذکره چې په ميزان کې نشته په لسان الميزان کې هم نشته پرته له يو څو علماوو. دا د دې خبرې ښکاره د ليل دی چې د امام صاحب يادونه په ميزان الاعتدال کې هم نشته، ولې، ورروسته ور زياته شوې ده.
(4) زموږ شیخ عبد الفتاح ابو غدة الحلبي رحمه الله د الرفع والتکميل د ۱۰۱مخ په حاشيه کې ليکلي چې ما د دمشق په ظاهريه(د کتاب شمېر ۳۶۸ حديث) کتابتون کې د ميزان الاعتدال يو نسخه ليدلې، چې د امام ذهبي شاګرد علامه شرف الدين الواني په قلم کښل شوې، او دا خبره پکې په ښکاره ياده شوې چې، ما دا نسخه درې ځل خپل استاد ته اورولې او د هغه له اصل کتاب سره مې پرتله کړې؛ او په ياده نسخه کې د امام ابو حنيفه رحمه الله يادونه نشته، همدا رنګه ما “ليکوال” د مراكش په دارالخلافه (رباط) په مشهور کتابتون کې د ميزان الاعتدال يوه قلمي نسخه ليدلې، چې د امام ذهبي د ډېرو شاګردانو د د لوستلو تاريخ پر ليکل شوی و او دا هم پکې ليکل شوي و چې د حافظ ذهبي رحمه الله له وفاته يو کال مخکې د هغه يو شاګرد ورته اورولې وه په ياده نسخه کې هم د امام صاحب تذکره نشته. دا ټول شواهد د دې دليل دی چې د امام صاحب نوم په دې کتاب چا له ځانه ور زيات کړی دی، نو روښانه خبر دا ده چې د حافظ ذهبي لمن له هغو ټولو تورونو پاکه ده چې دی دې پر امام صاحب څه جرحه وکړي،بله دا چې امام ذهبي څرنګه داسې خبرې ليکلی شي؟ ځکه چې حافظ ذهبي پخپله د امام صاحب د مناقبو په اړه ځانکړی کتاب ليکلی او حافظ ابن عدي رحمه الله بې شکه د امام صاحب مخالف و خو، کله چې د امام طحاوي شاګرد شو او د امام صاحب له قدر او عظمته خبر شو نو د تېرې تېروتنې د جبران په خاطر يې مسند امام اعظم ترتيب کړ. اوس نو د ابن عدي رحمه الله پخوانۍ وينا د امام صاحب پر خلاف نشي وړاندې کولای او د امام نسائي ځواب هم مخکې تېر شو.

 

د اولې برخې لینک http://nunn.asia/leekani/deen/9252-%D8%A7%D9%85%D8%A7%D9%85-%D8%A7%D8%B9%D8%B8%D9%85-%D8%B1%D8%AD%D9%85%D9%87-%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87-%D8%A7%D9%88-%D8%AF-%D8%AD%D8%AF%D9%8A%D8%AB%D9%88-%D8%B9%D9%84%D9%85-%D8%A7%D9%88%D9%84%D9%87-%D8%A8%D8%B1%D8%AE%D9%87

نور بيا…

 

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x