نظــر

د دفاع وزارت اعلامیې!

عبدالغني عاطف

د افغانستان د دفاع وزارت هره ورځ مطبوعاتوته یوه اعلامیه لیږي؛ په دې اعلامیه کې لیکل شوي وي چې نن د دفاع وزارت اړونده سرتیرو عملیات ترسره کړي او دومره ویره اچونکې یې وژلي دي اوس دا معلومه نه ده چې ویره اچونکي څوک دی؟

ایا دا افغانان دي؟ رښتیاهم هم هغوی ویره اچونکي دي که مظلومان؟هغه بېګناه دي که ګنهګار؟

هغوی په کوموتخریبي عملیاتو کې لاس درلود؟ هغوی څه رقم ویره خپروله؟ ویره اچونکي څوک دي؟

مختلف نومونه د هغوی د مرګ لپاره کارول کیږي؛ کله تروریستان شي کله ویره اچونکي شي کله د هیواد دښمنان شي خوسم دم ووایئ چې افغانان موږ وژلي او په دې اعتراف وکړئ چې که یې ونه وژنو بیا زموږ نړیوال دوستان موږته ډالرنه راکوي؟

همدا تاسو وايئ چې طالبان له سلو تر یو نیم سل پورې دي چې جګړه کوي. اوس یې چې ستاسو په شمیره ورځنۍ وژني حساب کړو نو په اونۍ کې تر شپږ سوو اوړي بیا نو دا څوک شول چې تاسو وژلي ؟

داڅوک و؟ هغه یونیم سل لانه دي ختم؟هغه یونیم سل ولي نه ختمیږي؟ معلومه ده چې تاسو له خپلو خلکو سره په جنګ یاست تاسو د خپلو خلکو قاتلین یاست یا خو تاسوخپل ولس وژنئ او ګوته وسلوالو ته نیسئ اویا دا چې هغه ستاسو په شمیره یو نیم سل ستاسو له وژلو وروسته بیا بیا ژوندي کیږي.

تاسو تل خپل خلک وژلي دي خوپړه مو په مخالفو وسلوالو وراچولې ده چې په هر ولایت اوهره سیمه کې ښکاره ثبوتونه شته؛ تاسو په لوی لاس د جنګ اسباب برابروئ تاسو نه غواړئ چې جنګ ورک شي جګړه ختمه شي تاسو نه غواړئ چې افغانان په ارام شي که تاسو غواړئ ستاسو دوستان نه غواړي؛ هغه چې تاسو ته ټانګ درکوي طیاره درکوي اسلحه درکوي.

تاسو د خپلو دوستانو په اشاره له افغانستانه فلسطین جوړکړی خو یهودو پ رفلسطینیانو دومره ظلمونه نه دي کړي لکه تاسو چې په خپل ولس وکړل.

دغو اعلامیو ته په کتو فکرکیږي لا هم زموږ په ګران هیواد کې په دې واورین او یخ ژمی کې د جګړو اور ښه ګرم دی، په هر ولایت کې جګړې دي، جنګونه دي، جنا زې دي، ساندې دي، میرمني کونډې کیږي، میندې بوري کیږي، ماشومان یتیمان کیږي د هرې ورځې په تیریدو سره آهونه زیاتیږي.

واکمنان لا هم په دې نه دي توانیدلي چې دا جګړې ختمې کړي د پای ټکی ورته کیږدي لا هم زور ازمایل کیږي لاهم د هیواد په فضاء د پردیو بونګنو او اپاچي هلیکوپترونو اوازونه ترغوږو کېږي لا هم د تروریست او دهشتګرد په نامه هیوادوال ښځي اوماشومان وژل کیږي.

دې حالت ته په کتو ګومان نه کوو چې په ګران هیواد کې دې سوله راشي ارامي دی راشي؛ ځکه چې هر امریکایې واکمن واک ته رسیږي لومړی هدف او مقصد يې افغانستان وي لومړۍ اړیکه يې دلته له خپلو سرتیرو سره وي لومړۍ خبره یې ورته دا وي چې تاسو کامیاب یاست جګړه مخته بوزئ ځمکه هغه سوځي چې اور په بل وی کور د افغان سوځي، وژل کیږي افغان، که زورواکی افغان د خپل مظلوم ورور په ستوني منګولي خښي نه کړي هیڅکله به جګړه په افغانستان کې دوام ونه کړي خو دا زور به تل نه وي، دا به اوبه شي بیا به زورواکي په خپلو کړو اعتراف وکړي وبه وایې چې د خپل افغان ورور وژنه زموږ لویه تیروتنه وه لکه د روسانوپه څیر به هم روسي غلامان (کمونستان ) او هم به يې باداران وار په وار د خپلو تیروتنو یادونه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x