غزل/ مسرور درمل

مسرور درمل

سره ګلابونه وړي د سرو وينو شبنم پر اوږو
غرونه را سپړي ښه په مینه صبحدم پر اوږو

عشق راته اوښکې توی کړې، ویې کړه غمجنه کیسه
وېل یې چا نه وليدم، چا تر داره وړم پر اوږو

سبا پرې بیا د کليوالو جنازې رسوم
نن ماښام ځکه ملهمونه لګوم پر اوږو

خدايه! د ستا نافرماني کوم چې غرق نه شمه
په ځمکه نه ځم، له غروره هر وخت ځم پر اوږو

ژونده! شوم ستړی په اوږو دي لکه غر ګرزوم
ژونده! پرېږدم دي، ژونده مه ښوره، شه سم پر اوږو

مسروره! نشته کوم له زړه سره نږدې ملګری
دا خپل څادر مې ګرزوم لکه همدم پر اوږو

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.