fbpx
imam jamaat

د (مولوي) مينه او احترام !

آبله ورځ یوه ورور یوځای ښایسته کیسه لیکلې وه، او هغه كيسه داسي وه: یوځای د ( مولوي ) په نوم یوډول خوندور غوړي جوړ شوې دي، یوه دکانداره ویلې یوه ورځ یوه بوډۍ میرمن راته راغله او له نورې سودا سره یې غوړي هم وغوښتل، ما هغې ته همدا (مولوي) غوړي ورکړل، خو هغې وویل دا نه کوم هغه فلاني غوړي راکړه. دکاندار وایې ماورته وویل : مولوي غوړي ښه او خوندور دي او ارزانه هم دي، هغې راته وویل: داسي به وي خو زه یې نه کوم . دکاندار وایې ما هغه وپوښتله چې څه وجه ده چې دا ښه او ارزانه غوړي نه اخلي؟ هغې راته وویل: په دې کڅوړو د (مولوي) نوم لیکلی دی او کله چې دا کڅوړې تشې شي او بیا یې موږ غورځوو د (مولوي) د نوم بې ادبي کیږ ي ! .

زموږ سیکولریستان کولی شي له دې کوچنۍ کیسې نه له علماو سره د افغان ولس اړیکې معلومي کړي، په دې کیسه کې هغه پیغام په ډیره ساده او روښانه توګه نغښتی ده چې زموږ داولس او علماو دخپلمنځي ژورې مینې او زیات احترام استازیتوب کوي.

سیکولرستانو خوارانو ته یوه نبوي حدیث هم ډیرې ستونزي زیږولې دي او هغه د ( العلماء ورثة الآنبیاء) حدیث ده ، دوی کله د یوه بیلاري عالم یا تشنومي عالم کومه ناروا د قلم څوکې ته وسپاري، په هغه باندي اوږده تقریرونه او لیکنې وکړي او ضمنا ورسره ووایې دا هم د پیغمبر وارث دی ….

موږ په واز کومي وایو چې هر په نوم عالم دپیغمبر وارث ندی، يقينا هم داسي ملایان شته چې ډیرې نیمګړتیاوي لري داراز له هغوی نه کمزوري عملونه تر سره کیږي، او داخبره هم باید ومنل شي لکه څومره چې حقاني عالم داحترام، درنښت او مینې وړ ده همدومره بد کرداره او بدعالم د سپکاوي او کرکې وړ ده .

سیکولرستان په ټولیزه توګه دعلماو په منځ کې د تفریق او توپیر خبره نه کوي، یوه ورځ خو به یې د یوه عالم ستاینه کړې وه یوه ورځ خو به یې په ټولنه کې دعلماو په رول کومه لیکنه کړې وه، ښکاره خبره ده چې هغوی د نوم عالم دښمن دي نو ځکه هروخت د نوم عالم پر خلاف بوخت وي او له علماو سره چې زموږ اولس څومره مینه لري په هغه اندازه د عالم په خلاف د کرکې او نفرت خپرولو کوښښ کوي.

زموږ خلک له عالم او مولوي سره دومره مینه لري چې د نوم داحترام په خاطر یې د ګټې وړ اجناس نه اخلي، الحمدلله دا اولس مسلمان ده دلته اسلام او اسلامي اخلاق ژورې ریښې لري او درښتیني عالم احترام هم د دې له پاره کوي چې هغه یې داسلام او عقیدې خادم دی، د ګوتو په شمیر الحاد او بې دیني ته مایل سیاستوال او قلمکاران د علماو ارزښت او اهمیت هیڅکله نشي کمولی، هغوی پردي ناپیژانده افکار دلته پر خلکو نشي منلی د دې غربي افکارو له پاره په یوه اسلامي هیواد کې ځای نشته، داسلامي نړۍ په ګڼ شمیر هیوادونو کې د استغراب او غربیت ډیرې هڅې شوې دي، خو په مکرره توګه یې ناکامي په برخه شوې ده.

لوړه کیسه له عالم سره زموږ د خلکو دمینې یوه ښه نمونه ده دلته تش جیبي او خوار خلک د (مولوي) د نوم د احترام په خاطر په ورځنیو اجناسو کې تاوان منلی شي خو د دې سپیڅلي نوم درنښت کمول یې زړه نه غواړي. دمولوي د نوم دا عجیب احترام دسیکولریستانو د هیلو رژوونکی پیغام ده په باید یې باید ولري او که یې په دې کیسه سره دسینې په تنور کې د قهر او غضب لمبې راپورته کیدلې ورته وایو همدا اور مو له خدایه درته غوښتی، موتوا بغیظکم .

لیکوال: نعمان منلی، کالم: نښتر، نن ټکی آسیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د