
غزل/ حمزه حسیني
حمزه حسیني
زه خـــبر نه ومـــه پــه رنــګ د میـــنې
یو چــا زخمـې کــړم پـه لونګ د مینــې
ماتــه ســاده زندګــي سـور انــګار شوه
چې مـې تر غوږ شــــولو آهنـګ د مینې
ځان به لوګی کړم، ځان به سره لمبه کړم
کــه شـوم شـــاګـرد زه د پتنګ د مینــې
د لـمر، سپوږمۍ وړانګـې الهــام راکــوي
لا بـه زیاتـــیږي دغــه شــرنګ د مینــــې
هـغه لـه خـــیالـه پـه یـو خــوا روان وي
چې وي تېر شوی څوک له څنګ د مینې
مـــا چــې اســـرار د مـیـنـــې ولېـــدلــو
لـه ســنګر جـوړ شــولو فالنـګ د مینـــې
ګــورئ مجــرم یې چـې ونه ګڼــئ نـــور
(حمزه) لــري پـه زړګــي زنــګ د مینـــې