نظــر

د پاکستان حکومته ماته غوږ شه !

امين وردګ
داسې مې زړه ته رسيږي ؛ چې ستا هم جګړې ته زړه شوى ؛ هغه هم له داسې يوه مظلوم ملک سره : چې له يوې خوا پياوړې اردو نه لري ، له بلې خوا په خپلو کې سره نښتى او له دريمې زاويې څخه اوس هم تر بحرني تېري لاندې دى.

مګر ته بايد هم په دغې نکته سم پوه شې ؛ چې دا ملک لا تر اوسه افغانستان دى ((افغانستان !)) او هغه افغانۍ سټه هم دلته ده ګوره !

که څه هم چې تا زموږ تاريخ لوستى ؛ مګر زموږ اصلي څېره د نه ده پېژندلې !

موږ کله خلک په اوږو وړو او کله کله د نيزو په څوکو !

تا ته به دا مالومه وي که نه : چې پر موږ لا تر اوسه د نړۍ هېڅ زبرځواک هم په زور او تحميلي توګه استثمار او استعمار نه دي منلي ؟ ته خو د هغوى په پرتله موږ ته د موږک هومره هم نه ښکارې ان شاءالله

ستا له پيدايښت څخه تر اوسه ټولټال 69 کالونو وتلي ؛ نو ته لا کشر يې له مشرانو سره خيال کوه !

زموږ تاريخ زرګونه کلونه وړاندې هم استکباري لښکرې ژولې دي ؛ مګر تا لا تر اوسه د چا تڼۍ هم نه دي پرې شکولې ؛ خو چې درته ووايي کېنه ! ناست يې او که درته و وايي چې ؛ څمله ! بس پروت يې ؛ نو موږ غوندې غاړه چاړې ته نشې نيولاى.

د نورو سره _په شيطانت يا صداقت _ ملتيا آسانه ده ؛ مګر د جګړې يو لورى مخته وړل ګران کار بولم ؛ هغه هم تا غوندې مکار سياسي ته !

تا له انګرېز نه آزادي د مټو په زور نه ده اخيستې لکه موږ ؛ بلکې تا د لاډميکالې (انګرېز قانون) په بدل کې دغه لاسپوڅې آزادي واخيستله.

تا لا تر اوسه هېڅ فيصله هم د قرآن مطابق نه ده کړې ؛ مګر زموږ دا دى ټولې (مادي ګټې) الحمدلله د اسلام نثار شوې.

ته په دغه فوځ مه غره کېږه : چې د واښو په خوړلو سره هم ګذاره کولاى شي ؛ داسې ځانګړنې زموږ په حيواناتو کې هم شته.

خبره مې دا کوله : چې که ته غواړې د افغانستان خاوره اشغال او يا تر بريدونو لاندې وساتې ؛ نو دا په ياد لره ؛ چې موږ به هم ان شاءالله خپل اصل هدف ته رسيږو ؛ چې هغه د خپلې خاورې پوښتنه ده .

فکر کوم چې “د شپانه ډوډۍ ته د زړه شوى” مګر دغې نکتې ته د پام وي ګوره ؛ چې موږ د هر متجاوز د پاره کافي لرګينې تختې ساتلې دي.

اوس چې دغه لعنتي (ډيورنډ کرښه) تېره شوې ده ؛ نو (د يو څه وخت د پاره يې) د سرحد په توګه وپېژنه ؛ ځکه چې اوس زموږ لاسونه بند دي !
مګر دېخواته خو بيخي ګوره چې زړه را ښه نه کړې ؛ کنه په الله قسم کوم چې پښېمانه به شې !

موږ اوس پرې ګډ يو ؛ د يوه پر ځاى له لسو سره جګړه لا ښه خوند راکوي ؛ خو ته جګړه ايزه تجربه نه لرې ؛ ستړى به شې ګوره !

موږ افغانان يو بل خاصيت هم لرو ؛ چې خپل خوسا بانجان د بل په مالټه نه ورکوو.

فقط خپل حد وپېژنه او له تجاوز نه لاس په سر شه.
قسم کوم چې د هغه مظلوم پوښتنه به هم درنه کوو ؛ د چا کور ته چې تورکوني ور استوې او بيا يې د عزت پوړني په کرغېړنو لاسونو کې ورته اړوې را اړوې ؛ هغوى افغانان دي ګوره ! او پوښتنه به يې هم افغانان کوي ان شاءالله.

زموږ لاسونه نن بند دي ؛ کنه سوکونه مو همغه د ببرک ځدراڼ سوکونو ته ورته دي ، نوره د خوښه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x