څنګه کولای شو دخپل فیسبوک د ملګرو لست د هرچا څخه پټ وساتو!

ژباړه: سیدآغا حیران

فیسبوک یوه عامه میډیا ده د نړۍ سربیره اوس په افغانستان کې د دې برخي کارکونکي زیات شوي دي، نو هر څوک کولای شي چې په دغه میډیا کې رپوټونه، د ملګرو سره خبرې اترې، ویډیوګاني، انځورونه او داسي نور په زړه پوری معلومات وړاندې کړي.

نو کله، کله تمرکز په دې کیږی چې زما د فیسبوک ملګري څوک ونه ګوري یواځې هغه ملګري به کتل کيږي چې تاسره Mutual وی یا ستاسې سره ملګري وي نو که وغواړو چې خپل ملګرې مو له نورو ملګرو د لیدو وړ ونه ګرځې د دې کار لپاره مونږ باید لاندې ټکې په پام کي ونیسو.

۱: خپل فیسبوک به له favorite browser څخه خلاص کړئ

۲: فسبوک ته ښه راغلاست له دې لیارې به د استعمال نوم او پټ نوم ورکړئ او خپل فیسبوک به پرانیزئ

۳: د فبسوک کورته یا Home ته به ورشئ او هلته به خپل نوم وپلټئ او په خپل نوم به کلیک وکړئ

۴: خپل Wall یا دیوال ته به ورشئ او هلته به په Friends یا ملګرولست باندې کلیک وکړئ

۵: د ملګرو لست موچې پرانستلوشو Manage یا مدیریت باندې به کلیک وکړئ چې هلته ښې اړخ ته یو وړکې سمبول یا نښان ښکارې لکه په لاندې شکل په هغې به کلیک وکړئ.

۶: کله موچې په دې لومړۍ برخه کلیک وکړو لاندې شکل به راشی

۷: کله موچې په Edit Privacy باندې کلیک وکړو لاندې شکل به راښکاره شي او په همدې موجوده برخه کې به Only me انتخاب کړئ د Who can see my friend list څخه

۸: په پورتنۍ برخه Close تڼۍ به کلیک وکړئ ترڅو تغیر شوي برخې درستې شي او لاندې شکل به راښکاره شي.

پای، اوس به ستاسې ملګری یواځې تاسی ته ښکارې او ستاسې ملګري به نشی کولای چي ستاسې د ملګرو لیست وګوري.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.