نظــر

د افغانستان او پاکستان د راسخ العقیده مسلمانانو د پام وړ

یو وخت چي کله په پاکستان کي د مهاجرت ورځي و شپې مو تیرولې نو ډیري د غربت شپې وې. دکورني جایئداد یا کاروبارد افتخار یا د سیمي او د خلګو د خپلوي د تصور احساس څنګه وي په دې نه پوهیدلو. د هغه ځای کاڼي، خاوره، هوا غرونه، ځمکه او اسمان راته پردي وه. چا چي به په عزت ږغ راپسي کاوه نو به یې ویل: ها ماجره خبره واوره. موږ هم د پاکستان خلګ انصار بلل. او په حقیقت کي داغسي هم وه چي موږ مهاجر وو او دوئ انصار وو. دا بیله خبره ده چي موږ دوئ د عزته انصار بلل او د مهاجر کلمه زموږ دلاسه په پاکستان کي سپکه معرفي سوې وه.

په دې شپو کي د پرمختګ یوازینۍ لار د تعلیم را ښکاریدل نو مطالعې ته مو ډیر زور ورکړئ وو. د اردو ژبي اخبارونه، مجلې، سیاسي لیکني او د افغانستان په هکله لیکل سوي اردو کتابونه چي به په لاس راتلل نو په ډیر دقت سره مو مطالعه کول. په پاکستان کي د اخبارد ورځنۍ مطالعې په مرض اخته سوي وو. د نورو ډیرو کلیمو تر څنګ لمړی ځل د انتها پسند/شدت پسند او بنیاد پرست د کلیمو سره اشنا سوم. د ډیرو اصطلاحو په استعمال او مفهوم پوه سوم. خو دغه دوې کلیمې راته روښانه نه سوې. په متنونو کي د استعمال مواردو فقط دومره وپوهولم چي دا د عصري روشن فکرو ښکنځل دي، ځکه چي تل د مخالف د تشریح لپاره استعمالیدل. بیا چي کله د انګلیسي ژبي د زده کړي پیری راباندي کښیناست نو انګلیسي اخبارونه، مجلې، لیکني او کتابونو مطالعه مو شروع کړل. په انګلیسي سیاسي لیکنو کي هم ځیني داسي لغاتونو سره مخ سوم چي د مفهوم د نه وضاحت باوجود شناخته راته ښکاره سول. دا لغاتونه د fundamentalist او extremist څخه عبارت وه. دا دوه لغاتونه د بنیاد پرست او انتهاپسند/شدت پسند انګلیسي ژبي د فنډمینټلیسټ او ایکسټریمیسټ معادل راته ښکاره سول. ورځي او شپې تیریدلې د طالبانو د حکومت د سقوط وروسته چي پر افغانستان د نړۍ د کافرو ابر قدرت دولتونو لخواد کارونو او پروژو باران زیات سو نو زموږ کورنۍ هم افغانستان ته راوګرزیدل. په پاکستان کي تعلیمیافته خلګ ډیر خو کارونه ورته کم وه. خپله د پاکستانیانو لپاره کارونه په ډیر مشکل پیدا کیدل، مهاجرو ته خو بیخي وخت نه ورکول کیدئ. په افغانستان کي کارونه ډیر زیات وه. موږ هم ښه سولو. د فامیل اقتصاد مو ښه سو. که څه هم د کورنۍ ځني غړي مو د چاودنو او فدایی عملیو قرباني سول خو د کورنې عمومي اقتصاد مو تر پاکستان ښه سو. دلته د پاړسي د زده کړي شوق راته پیدا سو. بیا مي هم هغه پخوانۍ نسخه په کار واچول او پاړسي اخبارونو او ویب پاڼو کي مود سیاسي لیکنو مطالعه شروع کړه. دلته بیا هم د هغه دوو شناخته کلیمو سره مخامخ سوم. بنیاد ګر او افراطي کلیمو په پیژندلو کي ځنډ نه سو راته پیښ. زما سودا هم مخ په زیاتیدو وه. په موسساتو کي مو کارونه پیل کړل او د خارجي همکارانو سره د کار کولو زمینه راته برابره سول. د جرمنیانو، انګلیسیانو، پولینډیانو، امریکایانو سره اشنا سولو. په دوئ کي ځینو ډیر محافظه کاره او محطاطه برخورد کوئ خو ځیني نور به بیا ډیر ښه ملګري سول. دیو څو تحفو د تبادلې وروسته به یو پر بل دومره با اعتماده سولو چي د زړه حالونه به مو سره ویل. دوئ به د اسلام او پښتونولي په هکله پوښتني کولې موږ به د دهریت، عیسویت اوددوئ نورو مذهبي او کلتوري رازونه ځني پوښتل. یوه ورځ مي د یوه داسي جرمني ځوان څخه چي په سیاسي علومو کي یې زده کړي تر سره کړي وې، ددغه دوو کلیمو په هکله پوښتنه ځني وکړله. ده موضوع داسي راته تشریح کړل چي انساني ټولني تل د بدلون په حال کي دي. د انساني ټولنو د نظم د برقراره ساتلو لپاره ځني بانفوذه او ذیعقل خلګ اصول او قوانین جوړوي. بیا په دې قوانینو  کي په مرور د زمان د ضرورت په اساس بدلونونه راځي. دده په عقیده په پخوانیو وختونو کي ادیان او مذاهب هم د یو شمیر بانفوذه افرادو لخوا د ټولني بشري قواو د کنټرول لپاره ایجاد کړي دي. دوئ به خلګ د خاصو مذهبي عقایدو په مټ دخپلي باداري حقانیت ثابتاوه. کومو کسانو چي به په دې عقایدو ریښتونئ باور درلود هغوئ به د مذهبي او سیاسي رهبرانو لخوا د اصلاح پالو د ځپلو په لاره کي په ډیره کامیابي سره کارول کیدل. هغه خلګو چي د ټولني د اړتیاو او خلګو د حقوقو د حصول په خاطر په مذهبي او سیاسي قوانینو کي بدلون غوښتئ دده په نیزد اصلاح پالي وه. دده په وینا هغه خلګ چي دیني عقاید او قوانین د الهي مرجعې څخه بولي او هغه د انسان لخوا بدلون ناپذیره بولي هغه بنسټ پالي او هغه چي داصلاح پالو په وړاندي عملي اقدام کوي خصوصاً چي په هغه کي تشدد هم وي هغه افراطیان دي. ددې خبرو د اوریدو سره ډیر عمیق فکر راته پیدا سو. چي تر اوسه مي د اسلامي بنسټپالو او اسلامي افراطیانو کلیمې لوستلې، دا پوښتنه به راته پیدا کیدل چي دا څوک ښیي؟؟؟؟؟ آیا زه چي ځان ته مسلمان وایم، دا په دې خاطر نه دئ چي زه د الله ج په پاک وجود باور لرم چي د ازله تر ابده د خپلو ټولو ذاتي او فعلي صفاتو سره قایم و دایم او باقي دئ. ایا زه په دې عقیده نه لرم چي حضرت محمد ص د الله ج وروستې نبي دئ او قرآن عظیم الشان چي د الله ج کلام دئ او پر نبي علیه سلام د الله ج ورستۍ وحي ده؟؟؟؟ په دې حساب خو زه هم په اسلامي بنسټپالو کي رازم. ما ډیر ناوخته ځان و پیژندئ. خو کیدای سي چي ددې لیکني دلاري د ډیرو ځوانانو سره مرسته وکړم چي لږ وختي ځانونه وپیژني. هر هغه څوک چي رښتیا یې هم اسلامي عقاید خپل ذهن او زړه ته سپارلي وي هغه دي په دې پوه سي چي دئ د هغه لښکروعمده هدف دئ چي د اسلامي بنسټپالني پر ضد د جنګي شعارونه ورکوي. هغه نامنهاده میانه روه یا مینځلاري لیکوالان، روشنفکران او دانشوران چي ورځ و شپه د اسلامي بنسټ پالني او افراطیت کلیمې په لیکنو او تبلیغاتو کي کاروي په حقیقت کي هغه منافقین دي چي د رسول الله علیه سلام په ژوندون یې مسجد ضرار جوړ کړ.

کله چي رسول الله علیه سلام د یو لک صحابه کرامو د جرار لښکر سره د موتې پوري ولاړ او د خپل وخت تر ټولو ستر ابر قدرت د روم امپراتوري یې جګړې ته راوبلل او بریالی بیرته راستون سو نو مدینې منورې ته نیژدې وحي پر راغله چي مسجد ضرار وران کړي او مقاومت کونکي ووژني. علیه سلام مبارک خپلو ملګرو ته زیرئ ورکړ چي د جهاد اصغر څخه جهاد اکبر ته داخل سئ.

حضرت علي رض یې د مسلح مجاهدینو د یوې ډلي سره ورولیږئ چي مسجد ضرار وران کړي. په غزا کي ګډون کونکو اصحابو ته یې امر وکړ چي د وسلو کمربندونه خلاص نه کړي بلکه په کورونو کي د جګړې لپاره د تیار سي په حال کي پاته سي. دا ځکه چي منافقین د اسلام او مسلمانانو لپاره تر کفارو زیات خطرناکه دي. کافر ښکاره او مخامخ دئ خو منافق د شا دخوا وار کوي. ځینو مسلمانو لیکوالانو د اسلامي بنسټپالو او میانه روه مسلمانانو لپاره ښه معادل لغاتونه معرفي کړي دي.

دوئ اسلامي بنسټپالو لپاره د راسخ العقیده مسلمانانو او د میانه روه مسلمانانو لپاره د ضعیف الاعتقاده مسلمانانو اصطلاح کاروي. دنن ورځي راسخ العقیده مسلمان لمړی باید ځان وپیژني او په دې پوه سي چي دده د خبرداري او ویښولو لپاره ډیرو امامانو، عالمانو او مشرانو خپل ژوندونه خوړلي دي. حضرت امام اعظم صاحب چي د وخت د نامشروع حکومتونو په زندانونو کي ورځي و شپې تیرولې دکوم هدف لپاره؟؟؟؟ علامه سید جمال الدین افغان چي په نړۍ کي سرګردانه ګرځیدئ او توندي ویناوي یې کولې د چا لپاره وې؟؟؟؟ د علامه محمد اقبال دژوند د وروستي وخت شاعري د چا لپاره ډالۍ ده؟ نسیم حجازي خپل لیکوالي قابلیتونه د چا لپاره وقف کړې وه؟؟؟؟ دوئ ټولو دا کړاونه او هڅي ددې لپاره وي چي حق پټ نه سي پاته او راسخ العقیده مسلمانان ګمراه نه سي. دا ټول مشران په دې پوهیدل چي اسلام یو برحق دین دئ او د حق قبلول او د هغه پیروي کول الله ج دانسان په خصلت کي ایښي دي او دا چي په هر زمان کي به داسي انسانان موجود وي چي د حق خبري د موندلو سره سم دستي به د هغه پیروي کوي. د خپلو شهواتو او ګټو پیروي کونکي باطل پرسته انسانان چي تل غواړي نور انسانان د الله ج د بندګي راوګرزوي او د خپل قدرت او سرمایې د ډیرښت لپاره یې وکاروي تل دا هڅّه کوي چي حق ورک کړي. کله چي په دې کار کي پاته راسي نو د حق د تحریفولو هڅي کوي. همدغه خلګ دي چي د خپل نفوذ او سرمایې څخه په ګټه اخیستلو پیاوړي، پوه او د ښه شهرت خلګ په خپل خدمت باندي ګوماري او د حق د ورکولو او تحریفولو په لاره کي ددوی استعدادونه په کار اچوي.

ددې سرمایه ګذاري نتیجه دا راوځي چي هغه علماء چي د دین د اعانت او د امت د اتحاد د رامینځ ته کولو توقع ځني کیږي، هغه د دین د تخریبولو او په امت کي د تفرقې د اچولو په هڅو لګیا وي. هغه سیاسي رهبران چي د اولس د حقوقو د دفاع توقع ځني کیږي، هغوي د اولس د حقوقو دلالي خپل نصب العین ګرځولې وي. هغه مدیران چي د ادارو د اصلاح توقع ځني کیدل، هغوئ د اداري فساد لوئ عاملین وي. یو ضعیف الاعتقاده مسلمان چي په خوله یې د الله ج پر پاک ذات، پسله مرګه ژوندون، د اخیرت په ورځ، جنت او دوږخ ایمان راوړئ وي خو په زړه کي شکمن وي، خود به دائمي بې لمانځه وي، دنیاوي ګټي او خوندونه به یې درواغو او خیانت ته مجبوروي. داسي مسلمانان واقعاً ضعیفه وي، ژر د خپلو پر ضد د پردیو ملګري کیږي. د زورور په طرف کي دریدل په خپله ګټه بولي او د الله ج پر ځاي د وخت پر دجال توکل کوي. د الهي احکامو په غندلو او پر هغه د انسان قانون ته ترجیح ورکولو د حیاء احساس نه ورته دریږي. خپله چي په کوم خیانت کي تر پوزي غرق وي، په هغه خیانت د یوه مومن متهمولو کي د هیڅ ځنډه کار نه اخلي. دداسي فاسدو انسانانو د شره څخه د بشري ټولني د خوندي کولو لپاره الله ج خپل ریښتوني بندګان چي مومنان دي او نن ورځ اسلامي بنسټپالي یا راسخ العقید مسلمانان بلل کیږي، مکلف کړي دي چي په دونیوي چارو کي د فاسدو انسانانو سره سیالي وکړي او ددوئ د لاسه څخه واک په خپل لاس کي واخلي څو د الله ج پر ځمکه د الله ج حکم جاري سي.  خو د نن ورځي راسخ العقیده مسلمان د خپلي اساسي دندي څخه غافل دئ او د خپلو دښمنانو په لومو کي سرګردانه دئ. کله چي پر خپل ټټر باندي د دښمن د وار د راګرزولو اراده وکړي او جوابي برید لپاره ځان تیاروي نو د کوم بل مخفي دښمن په کومه بله لومه کي راګیر سي او د بريا پر ځای یو ذلت آمیزه شکست مخه ورته خلاصه وي.

په روانو شرایطو کي افغانستان او پاکستان د بدترین کفري یرغل لاندي دي. که څه هم د کفارو تکتیکونه ډیر مغلق دي خو هدف یې ډیر ساده….. هغه دا چي په اسلامي ټولنه کي سیاسي او مذهبي واک و اهل او باکفایته خلګو لاس ته ونه لویږي. که دا کار وسي نو د اسلامي فتوحاتو لړۍ به بیا د هغه ځایه پیل سي پر کوم ځای چي دریدلې وه.  ۱۰۰٪د مسلمانانو نفوس لرونکئ افغانستان او ۸۵٪ مسلمانانو نفوس لرونکئ پاکستان د اسلام طبعي کلاوي دي. په دې دوو هیوادونو کي  د اسلام د تقویې د مخنیوي یوازینۍ لاره کفارو ته دا بریښي چي په لمړي قدم کي د هغه فرقو پیاوړي کول دي چي په ظاهره ځانونه مسلمانان بولي خو عقاید، ګټي او زیانونه یې د مسلمانانو څخه بیل دي. دوئ اقلیت دي، د کفارو ځیږنده دي او د خپلي بقاء لپاره د کفارو دایمي ملاتړ ته محتاج دي، په دوهم قدم کي د مسلمانانو په مینځ کي داسي کسانو پیاوړي کول دي چي الهي قیوداتو او حدودو کي ژوند کول ورته سخت ښکاري او د الهي حدودو څخه تیریدل دوئ ته عیب نه ښکاري، او په دریم قدم کي د هغه مسلمانانو ځپل او د پښو اچول چي هغه په یویشتمه پیړۍ کي هم دالهي حدودو پاس ساتي او د امر بالمعروف و نهي عن المنکر د نفاذ اخلاقي جرات لري. دا دکفري دسیسو نتیجه ده چي د طالبانو اسلامي تحریک د زرهاو راسخ العقیده مسلمانانو د هر راز قربانیو سربیره د خپلو د جفاء او د دښمنانو د دسیسو په نتیجه کي خپلي وروستۍ سلګۍ وهي. زه چي نن په کابل کي د فحشاء او نارواو خبرونه اورم نوهغه تلویزوني خبري کلپ را په یاد سي چي کابل ته د طالبانو د دخول په مهال یې د کانټینینټل هوټل و مخي ته یو ټانک ښکاره کوئ چي د راغونډ کړل سوو د شرابو پر بوتلونو یې تیروئ. کله چي څوک د اسلام آباد د لال مسجد د ناروا پیښي یادونه راته وکړي نود لسګونو کلو پخوانی هغه خبر مي سترګو ته جګ ودریږي چي په مکه مکرمه کي کعبې شریفي ته په غیر قانوني شکل د داخلیدو هڅه کونکي امریکایي عسکرو د مخنیوي په لاره کي ۳۰ پاکستاني عسکرو خپل سرونه قربان کړل. دا ښکاره خبره ده چي په مرور د زمان سره په افغانستان او پاکستان کي مسلمانان ضعیفه سوي دي او د کفر نفوذ پراخ سوئ دئ.

کفار د خپلي هري ناکامي څخه پند اخلي او خپله ستراتیژي بدلوي. راسخ العقیده مسلمانانو ته هم پکار ده چي په خپل مینځ کي سره منظم سي. یو بل د پیژندلو لپاره د ګوندي، قومي، ژبني او تنظیمي معیارونو په عوض د ایماني اوصافو د معیاره څخه کار واخلي. خپل ځانونه او خپل اولادونه په عصري علومو مجهز کړي. د خپل هیواد د دولتي ادارو په لوړپوړو دولتي چوکیو باندي د راسخ العقیده مسلمانانو د نصبولو لپاره د ټولنیزو او کسبي اتحادیو، او سیاسي ګوندونو رهبري په خپل لاس کي واخلي. نن ورځ زموږ بریا په دې کي نه ده چي د پاکستان او افغانستان ملي امنیتي قواوو د بینه وړلو لپاره جګړه وکړو، ولایاتو او اولسوالیو ته سقوط ورکړو. د مینونو کمربندونه جوړ کړو. دا کړني به دښمن ته زمینه برابره کړي چي موږ په خپلو منابعو په ډیره اسانه د بینه یوسي. زموږ کامیابي په دې کي ده چي د خپلو هیوادونو د ملي امنیتي قواوو رهبري د کفارو د معاش خوره منافقینو د لاسه وباسو. دا خلګ نا اهله دي باید دنده و اهل و صالح خلګو ته پریږدي. موږ باید په هر څومره زیات شمیر چي امکان ولري په دولتي ادارو کي دندي لاس ته راوړو. د پاکستان او افغانستان په مکتبونو کي هره ورځ په زده کړه بوخت ماشومانو او ځوانانو په اسلامي عقایدو او فکرونو د مزین کولو په فکر کي واوسو او په ټولنه کي اسلامي او پښتني ارزښتونه باب کړو. په وزیرستان، هلمند، کنړونو او وردګو کي مقاومت کونکي طالبان به ښایي تر ډیره وخته د پرمختللو وسایلو په وړاندي مقاومت ونه کړای سي. په افغانستان او پاکستان کي سعودي عربستان نور په دولت او ادارو کي د خپلو جاسوسانو د شمیر او قدرت ودي ته متوجه دئ. د افغانستان او پاکستان په دولتي ادارو کي واکمن قادیاني، اسماعیلي، شیعه، دهري او فاسق چارواکي به د خپل واک د بقا په منظور خارجي مداخلو لپاره خپلو زمینه سازیو ته ادامه ورکړي.

دوئ دا هڅه کوي چي پاکستان او افغانستان د ملل متحد هغه اعلامیې د دایمي قوانینو په صفت جاري او مروج کړي کوم چي د اسلامي شریعت سره په ښکاره ټکر کي دي. ددواړو هیوادونو په خارجي مرستو متکي ساتلو هڅي هم د همدې دسیسې یوه برخه ده. موږ کولای سو چي په پاکستان او افغانستان کي د خپلو اولسونو استاذي، عادل او اسلامي حکومتونو په رامینځ ته کولو سره په دې جبهه  یوه بنسټیزه بریا لاس ته راوړو. او ددې کار لپاره سر د نن څخه لاس په کار سو، څو وکولای سو چي د افغانستان د خاوري څخه پر وزیرستان باندي دبریدونو مخه ونیسو، او د پاکستان د خاوري څخه پر افغانستان د پآکستان د اردو او نظامي استخباراتو بریدونه ودروو. په نهایت کي موږ ټول مسلمانان یو او په ورځ د اخیرت به یو شافع، د محشر د وحشتونو څخه د الله ج په امر نجات راکوي…….

لیکنه: قلندرزی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x