د ماشومانو لوبې کول

ژباړه : عطا محمد میاخېل

که چېرې لویان خپلې ورځې په لټۍ او ټنبلۍ سره تېروي، له ځانه دا پوښتنه کوو، چې هغوی څنګه کولای شي، دا وضعیت وزغمي، حتا که چېرې دا کسان د سترې شتمنۍ لرونکي وي، بیا هم داسې احساس کوو، چې په ژوند کې یې کومه ګډوډي شتون لري .   خو که چېرې یو ماشوم دا ډول وضعیت ولري، ډېر زیات خواشیني کېږئ . لکه څنګه چې له لویانو څخه تمه کېږي، چې خپل وخت په لوبو کولو سره تېر کړي، د ماشومانو لوبې هماغه د لویانو رول ترسره کوي؛ یانې دواړه موارد کولای شي ګټور وي . نباید داسې تصور وکړو، چې لوبې کول یوازې د وخت تېرول دي، ترڅو ماشوم هغه عمر ته ورسېږي، چې وکولای شي له خپل وخت څخه په ښه توګه ګټه واخلي .

په حقیقت کې ماشومان، په پیل کې د لوبو کولو له لارې دا زده کوي، چې څنګه له ځانه خوند واخلي، خوند اخیستل د ټولو افرادو د ژوند یوه تر ټولو مهمه مسئله ده .

دغه راز لوبې کول د ماشوم په ژوند کې یوه مهمه او حیاتي برخه شمېرل کېږي، ځکه له لارې یې ډېر فرصتونه تر لاسه کوي، تر څو د ځان د خپلې شاوخوا او نورو په اړه ډېر زیات څیزونه زده کړي، په حقیقت کې لوبې کول ماشوم ته دا ځواک وربښي، چې د زده کړې په څرنګوالي باندې پوه شي .

لنډه دا چې د ماشوم ذهني او بدني مهارتونه، ځانګړې وړتیاوې او عاطفي عادتونه په ډېر شدت سره د هغو لوبو له کیفیت څخه اغېزمن کېږي، کومې چې ترسره کوي یې .

د ماشومانو د لوبو یوه ځانګړتیا له نورو مواردو څخه ډېره ارزښتمنه ده. د ماشومانو لومړني خوځښتي محرکونه، ځیرکتیا او فعالیت کولو ته اړتیا دي، دا هم د دې محرکونو برخه ده، چې موږ ټول د خپل ژوند په ټولو شېبو کې د لېوالتیا حس روزو .

کولای شئ د ستړي کوونکي او بې مانا ژوند ترمنځ توپیر په خوږ او خوندور ژوند د تنوع په شتون او له خپلو لېوالتیاوو څخه په خبرون سره خلاصه کړئ . هغه کسان چې له دې تنوع، لېوالتیا او خبرون څخه بې برخې وي، بېځایه او بې موخې ورځې یوه په بلې پسې تېروي، نو د والدینو یوه دنده داده، چې د خپلو اولادونو خوشاله ژوند، ژوندی وساتي .

موږ د لوبیز چاپېریال، د لوبو وسایل او د  ډېرو هم لوبو په چمتو کولو او حتا د خپل ځان په وقف کولو سره، خپل ماشوم لوبو کولو ته هڅوو . هر ځای چې په اړه یې فکر وکړئ، کولای شي د لوبو په چاپېریال بدل شي .

دا په دې مانا نه ده، چې خپل ماشوم ته اجازه ورکړو، هرڅه یې چې زړه وغوښتل د ناستي په کوټه کې یې ترسره کړي، بلکې په دې مانا ده، چې هغه مناسب ځای چې په واک کې یې لرو اجازه ورکړو، چې ماشوم مو پکې لوبې وکړي .

نن د ماشومانو کوټه ډېره ښکلې او جذابه معلومېږي، ځکه چې د ماشومانو کوټه تل ګډه وډه وي . غوره ده، چې له هغه دیکوریشن څخه ګټه واخلئ، چې ډېر کمې پاملرنې او ساتنې ته اړتیا ولري .

هغه انګېزه او هڅونه، چې موږ یې خپلو ماشومانو ته ورکوو، له هغو وسایلو څخه ډېره ارزښتمنه ده، کوم چې په واک کې یې ورکوو . د دې جملې مانا دا نه ده، چې خپلو ماشومانو ته د لوبو وسایل وانخلو، بلکې په دې کار کې نباید افراط وشي، ځکه چې د لوبو د ډېرو وسایلو شتون د ماشوم د نورو فعالیتونو مخه نیسي .

باید اجازه ورکړو، چې له خپلو ټولو وسایلو څخه ګټه واخلي . ځینې والدین د لوبو ډېر ښکلي او ګران بیه وسایل چمتو کوي او وروسته ښایي د همدې ګرانۍ او ښکلا په خاطر خپل ماشوم ته دا اجازه ور نه کړي، چې په هغو وسایلو باندې لوبې وکړي .

پرېږدئ، چې ماشوم له خپلو ټولو څیزونو څخه خوند واخلي . په یاد ولرئ، چې د ماشوم د لوبو ځای له هغو وسایلو څخه ډېر مهم دی، کوم چې هلته شتون لري .

له دې ټولو څخه مهمه د ماشوم لوبې دي . تر ټولو غوره څیز، چې کولای شو خپلو ماشومانو ته یې ډالۍ کړو، د هغه د هم عمره ماشومانو ټولی دی . په بشپړه توګه دا کوچنۍ ټولنې په طبیعي ډول شتون لري او یوازې هغه کار چې باید ترسره یې کړو داده، چې د خپلو ماشومانو ترڅنګ پاتې شو او اجازه ورکړو، له هغه ټولي څخه چې په کې دی خوند واخلي . که چېرې د کوم دلیل له مخې د دې کار شونتیا شتون ونه لری، غوره ده چې لاس په کار شو او خپل ماشوم یوې زانګو ته وسپارو او یا هغه د خپلو دوستا او آشنایانو کورته یوسو . البته اړینه نه ده، له ماشوم سره د لوبې کولو له پاره تل کوم کس د هغه ترڅنګ وي.

ښایي هغه وسوسې او تشویشونه چې په دې برخه کې ورسره لاس و ګرېوان یو، له ماشومانو څخه مو د خوند مخه ونیسي، خو غوره ده، چې د لوبو امن ځای پرېږدو او هغه ته ډاډ ورکړو . موږ خپله هم د ماشومانو په لوبو کې مهم رول لوبوو . پوه والدین پوهېږي، چې څه وخت له خپلو ماشومانو سره لوبې وکړي، څه وخت هغه یوازې لوبې کولو ته وهڅوي، څه وخت یې له نورو ماشونو سره لوبو کولو ته پرېږدي او څه وخت د هغه لېوالتیاوو ته پام وکړي .

یو له مهمو مواردو څخه دا دی، په هغو لوبو کې چې ماشومان مو ترې خوند اخلي فعال حضور ولرو، تل د ټلویزیون ننداره کول او د خپلو ماشومانو لوبو ته نه پاملرنه، هېڅ ارزښت نه لري . که چېرې موږ د خپل ماشوم له پاره وخت په پام کې ونیسو، کولای شو د ځانګړو مهارتونو په روزنه کې له هغه سره مرسته وکړو .

د لوبې په لړ کې د اخلاقي مسایلو په ښوونې سره کولای شو له ټولنیز تعامل څخه د ماشوم درک په تدریج سره پیاوړی کړو . په پای کې یو ځل بیا ټینګار کووم، خپلو ماشومانو ته د لېوالتیا ښودل، کولای شي، د هغه له پاره د زړه ځواک وي .

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.