غزل/ بسم الله حيدري

بسم الله حيدري

غلامه تا داسې ازار ګټلی
دا چې په برخه دې نن عارګټلی

تا د نیکو قاتل ته وکړو سلام
ځکه دې مور او نه دې پلار ګټلی

پرون دې و څاټه سترخوان د شرقي
د کمونست نوم دې په جار ګټلی

نن کاسه پاک یې د غربي ځواکونو
ځکه دولت دې ښه بسیار ګټلی

دوخت بچی یې دپيسو لیونی
د بد نامیو دي سم ھار ګټلی

(حیدري جان) درته پېغور درکوم
ورځ د محشر ته دې دروند بار ګټلی



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.