kabul restaurant blast

کابل د جګړې لومړۍ کرښه – سرمقاله

نن ټکی آسیا- سرمقاله: تیر ماخوستن د کابل ښار تر ټولو خوندې سیمه (Green Zone) یوځلې بیا د خونړیو بریدونو صحنه وه .

د رسنیو د وروستیو رپوټونو په اساس په یادو بریدونو کې ۲۱ تنه چې ډیری یې بهرني لوړپوړي دیپلوماتان دی وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي .

له تیرې یوې میاشتې راهیسې دا ۵ ځل دی چې په کابل ښارکې بهرني ځواکونو، د هغوئ د یپلو ماتیک مرکز او پوځي تجمعات په نښه کیږي او هرځل ورته د سراومال درانه تلفات ور اوړي.

د کابل په ښار کې د دغو خونړیو بریدونو لړۍ په داسې مهال کې پیلیږي چې دلته د طالبانو دمسلسلو پوځي خبرداریو له امله په لسګونو زره بهرني او کورني ځواکونه د لومړي لمبر احضاراتو په حال کې دي .

د کابل په ښار کې د بهرنیو ځواکونو په مهمو مرکزونوباندې د طالبانو د بریدونو دغه څپه په افغانستان کې د بهرنو ځواکونو د ۱۲ کلن اشغال په تاریخ کې تر ټولو بیسارې خونړۍ څپه ده چې تر اوسه ورکې په لسګونو بهرنیان چې د هغوئ په منځ کې لوړ پوړي بهرني دیپلو ماتان هم شامل دي وژل شوی او څپه لا نوره هم د توندیدو او ګړندي کیدو په حال کې ده .

داچې د لومړي نمبر احضاراتو له اعلاندیو سره سره تر اوسه پوري نه بهرنیان او نه هم دهغوئ په لاس روزل شوي کورني ځواکونو د طالبانو د دغو موثرو اوتکتیکي بریدونو په مخنیوي کې پاتې راغلي له دینه معلومیږي چې د کابل د جګړې لپاره د طالبانو پلان شوې استراتیژې ډیره بریالۍ ،تکتیکي او په عین حال کې ډیره پیجلې ده چې مقابل لوری یې له خپلو ټولو امنیتي او پوځي امادګیوسره سره په مخنیوي کې پاتې راغلي .

د هیواد د نورو ولایتونو ترڅنګ په کابل ښار کې د بهرنیانو په پوځي او ديبلوماتیکو تجمعاتو باندې د طالبانو له مسلسلو بریدونو څخه داسې ښکاري چې هغوئ دسږني ژمي لپاره دغه ښار د جګړې د لومړۍ کرښې په توګه ټاکلی او غواړي مقابل لوري ته خپل پوځي تفوق او پرمختګ همدلته ورښکاره کړي .

ځکه کابل ښار له نظامي او دیپلوماتیکي لحاظه دبهرنیانو لپاره تر ټولو مهم ځای بلل کیږي ، دامریکا سفارت ، دناټود ځواکونو مرکزي قومندانۍ د ملګرو ملتونو نمایندګې او د امریکا په ایتلاف کې د شاملو هیوادنو ټول دیپلوماتیک سفارتونه همدلته موجود دي .

دا چې ټول بهرني ځواکونه او دهغوئ روزل شوي مجهز داخلي پوځیان د دغې محدودې او محفوظې ساحې له ساتنې څخه عاجزدي ، داپه بشپړه توګه د طالبانو په مقابل کې د هغوئ د ناکامي او ماتې په معنا ده .

د ۲۰۱۴ میلادي کال له پیلیدو سره د جګړې د دواړو غاړو ( طالبان ـ بهرني ځواکونه ) لپاره د جګړې په ډګر کې هر عادي پرمختګ ډیر حیاتي ارزښت لري همدا لامل دی چې طالبانو له دغه مهم فرصت نه په استفادې سره خپل پوځي عملیات په کابل ښارمتمرکز کړي .

د کابل او واشنګټن ترمنځ وروستۍ بي باوري ، دبهرنیو ځواکونو د پرشاتګ د نیټې رانیږدي کیدل او دکرزي رژیم د امنیتي ځواکونولویدلی پوځي مورال ټو ل هغه وجوهات دي چې په پوځي او امنیتی لحاظ د طالبانو نظامي تفوق او برلاسي ته زمینه برابره وي.

په کابل کې میشت بهرنیان او دهغوئ په لاس روزل شوي ځواکونو په ډیر کمزوري دفاعي وضعیت کې قرارلري چې له محاربوي پلوه دهغوئ دغه کمزوری دفاعي وضعیت مقابل لوري ته دمزید تحرک او د دوئ په نښه کولو کې د ابتکار قوت په لاس ورکوي . دطالبانو په مقابل کې دبهرنیو او کورنیو ځواکونو دفاعي ناکام وضعیت ، په کلیوالو سیموکې د هغوئ د عملیاتو په ترڅ کې د ولسي خلګو درانه او مکرر تلفات هغه څه دي چې د جګړې په صحنه کې د طالبانو د برلاسي د لالتونه له ځان سره لري ، خو وبه ګورو چې دژمي په تیریدو ، دهوا په ګرمیدو او د بهرنیو قواو د پرشاتګ د نیټې په رارسیدو سره د جګړې پله د چاپه لوري درنیږي ؟

د نن ټکی آسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د