شعـــــرونه

مهاجر یم/ عاکف مهاجر

عاکف مهاجر

مهاجر یم له هجرته مې زړه تور دی
نور له دغه سعادته مې زړه تور دی

ګران وطنه خپله غیږه کې ځای راکړه
نور له دغه منقبته مې زړه تور دی

کاش چې یو بل ته مو ورور او ورور ویلی
نور له جنګ او رقابته مې زړه تور دی

د سیالانو له قطار وځو که پوه شو
د پردو له رفاقته مې زړه تور دی

لکه ګل غوندې وطن مو اخ خزان شو
له ژبنیو شرارته مې زړه تور دی

له ګلبڼه د اغزو کلي ته راغلم
نور له دغه قرابته مې زړه تور دی

جنتي غیږ کې عاکف به دې ارام شم
د پردو له ذلالته مې زړه تور دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x