
غزل/ حاجي عبدالهادي عمري
حاجي عبدالهادي عمري
نه د توپک او نه د جنګ نه د چړې مینوال
خدایه موږ یوو د یو کتاب او کتابچي مینوال
نړۍ راوړی دی نړۍ پر موږ تپلی دی جنګ
د بشریت ټیکه داران دي د وسلې مینوال
د انسانیت نسل وژنی تي اټوم جوړ کړی
دا ښکرور دي ددې مځکي د قبضي مینوال
موږ بیله خدایه بله لار بله چاره نلرو
هر یو کافر او مسلمان مو د جګړې مینوال
الله به وکاږي هر لاس زموږ له ګریوانه څخه
که (عمري) سوو وخپل رب ته د سجدې مینوال