
غزل/ عبدالباقي مهاجر
عبدالباقي مهاجر
دغره پر سر باندې مورچه جوړوم
دښمن ته ګوته په ماشه جوړوم
ورته طالب طالب اجل اجل یم
صلیب ته غشی او لینده جوړوم
قرآن د پاک الله ضرور ګټمه
ورته خپل سر به نظرانه جوړوم
د انقلاب د مازدیګر لمانځه ته
په خړ سنګر کې به سجده جوړوم
داغ پر داغ ګدم ورته خوشحاله یمه
د رب رضا ته ځان تحفه جوړوم
د وینو څاڅکی ځارومه رب ته
له سره تېر یم ځان لمبه جوړوم
زه مهاجر د خپلواکۍ لپاره
له پرهرو ډکه سینه جوړوم