له ښي لوري ملا محمد عمر مجاهد او شيخ عمر عبدالرحمن

دکتور عمر او ملا عمر، د ثبات او وفا غبرګ سمبولونه

نوید أحمد
یو هغه عمر و چې په مصر کې د طاغوت په وړاندې د ایمان او استقامت رمز بلل کېده او بل هغه عمر چې له دې ناپيژوندویه عمر سره یې دیني خپلوي په داسې ډول وپالـله چې تر ابده به د تاریخ ویاړ وي.

دکتور عمر عبدالر حمن د مصر د دهقهلیه ولایت په جمالیه کلي کې وزېږدید، د لسو میاشتو و چې په سترګو ړوند شو خو دا معلولیت یې د راسخ عزم په وړاندې خنډ نه شو. په یوولس کلنۍ کې یې قران کریم حفظ کړ، په ۲۲ کلنۍ کې د جامعةالازهر د اصول الدین پوهنځي ته بریالی شو او په ۲۷ کلنۍ کې په ممتازه درجه ترې فارغ شو.

په سترګو ړوند عمر عبدالرحمن نه یوازې په مصر کې د نبوغ او علمي استعداد له برکت وپيژندل شو بلکې وروسته ثابته شوه چې دغه د علم لاروی د عمل په میدان کې هم له چا وروسته نه دی. نوموړی ۳۲ کلن و چې د مصر مستبد حاکم جمال عبدالناصر مړ شو او عمر عبدالرحمن یې د خپل جامع مسجد له منبر څخه د جنازې د نه کولو فتوی صادره کړه.جمال ناصر چې کمونیستي تمایلات یې لرل په مصر او عربي نړۍ کې د اسلامي فکر له سترو دښمنانو څخه و. د عمر عبدالرحمن دې جرأت نوموړی د اسلامپالو تر منځ په الشیخ المجاهد سره مشهور کړ چې د عمر تر پایه په همدې لقب یادېده.

عمر عبدالرحمن د خپل راسخ ایمان او عزم له امله بیا بیا د مصر د جابرو حاکمانو لخوا زندان ته ولیږل شو. بیا بیا د طاغوتي محاکمو میز ته ودرول شو او سختې سزاګانې ور کړل شوې. خو دې امتحاناتو د نوموړي عزم ستومانه نه کړ او نه یې هم د حق غږ خاموشه شو. شیخ عمر خپله د دکتورا رساله هم د جهاد په موضوع او د سورة التوبې په تفسیر ولیکله.د انور السادات د اسلام دښمنه استبداد په خلاف یې د جماعة الاسلامیه په نوم تنظیم جوړ کړ. کله چې انور السادات د یوه قانون له مخې د تعدد ازواج او منع الطلاق قوانین نافذ کړل عمر عبدالرحمن یې په ړندو سترګو مقابلې ته راووت او تر پایه یې د اسلامي احکامو د دفاع مبارزه وکړه.

هغه د ژوند په ورستیو کلونو کې له بیلابیلو امراضو کړېده،روماتیزم، شوګر او د مزمن سردرد په شان ناروغۍ یې درلودې. خو بیا هم د عبادت او جهاد د کار لپاره ځوان و. په مصر کې د نوموړي د زندان د ملګرو په وینا هغه له ډیر ضعف سره سره همیشه روژې نیولې، او د شپې به یې په صلوة التهجد کې د قران کریم دومره تلاوت کاوو چې د عمر په لحاظ تر ده ځوان مقتدیان به پسې ستړي شول او لمونځ به یې ورپريښود مګر شیخ عمر به ولاړ و.

شیخ عمر په ۱۹۹۳ م کال کې امریکا ته د یوه سفر په مهال د امریکا حکومت ونیو او د عمر قید سزا یې ورکړه، نوموړی د عمر په ورستیو کې دومره ضعیف و چې حتی خپله یې ګرځیدلای هم نه شوای او په نورو ناروغیو سربیره د معدې د سرطان ناروغي هم ورته پیدا شوې وه. تر دې چې وړمه ورځ د فبرورۍ په ۱۸ یې د وفات اعلان وشو. رحمه الله

له شیخ دکتور عمر سره مې ځکه د ملا محمد عمر مجاهد نوم پیوند کړ، چې ملا محمد عمر د نوموړی په باره کې د وفا یوه تاریخي کردار اداء کړ. هغه دا چې د طالبانو د حکومت په وروستي کال کله چې د شلټر نو مؤسسې ځیني خارجي کسان عیسویت ته د تبلیغ په جرم ونیول شول. او له طالبانو سره بندیان وو، امریکایانو یې د خلاصون غوښتنه کوله او د خلاصون په لړ کې د احتمالې معاملې خبره هم کیدله.

دا مهال چې طالبان ډیر مفلس او تر بندیزونو لاندې وو نو فکر کېده چې د امارت مشر ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله به ددې کسانو په مقابل کې نور امتیازات طلب کړي. مګر ملا محمد عمر مجاهد له امریکایانو وغوښتل چې عمرعبدالرحمن دې خوشی کړي تر څو ددوی بندي کسان خلاص کړای شي.

ملا محمد عمر مجاهد مصر نه و لیدلی، د اخوان المسلمین او جماعة الاسلامیه له تنظیمونو سره هم نابلد و، خو په دې پوهیده چې د مصر سپین ږیری شیخ په امریکا کې د اسلام په تور محبوس دی. ملا محمد عمر مجاهد له نوموړي سره قطع نظر له تنظیمي، فکري او نورو تړاوونو یوازې د ایمان ورورولي وپالـله او له امریکا یې د نوموړي د خلاصون غوښتنه وکړه.
کاشکې زموږ هر اسلامپال همدومره ژور او حقاني فکر ولري. کاشکې هر مؤمن او مجاهد د ګوندي تړاو،مذهب او مسلک په ځای یوازې د اسلام رشته کافي وبولي او خپل مسلمان او مجاهد ورور ته د اخلاص او وفا غیږه خلاصه کړي.

متاسفانه نن خو ځیني هغه چې ځانونه د عمر عبدالرحمن دفکر او منهج لاروي بولي په ملا محمد عمر او د هغه په لارویانو د انحراف ټاپي لګوي.دغه اهل البدع چې حق او اسلام یې په ځان کې منحصر کړی، اشاعره او ماتریدیه د اهل السنة و الجماعة له عقیدې وتلي بولي او په یونیم ملیاردیز امت کې یوازې خپل څو لکه همفکران ورته مسلمان بریښي نو تیار د تکفیري خوار جو په مسند ناست دي.

دوی موږ هیڅکله د عمر عبدالرحمن او عبدالله عزام پلیوني نه شو بللی، بلکې دوی هغه لارورکي دي چې یوازې د خپلو خیټو په احساساتي فتواوو د مسلمانانو تکفیر او تقتیل ځان ته روا بولي او نړیوال جهاد یې د بدنامۍ له ګواښ سره مخ کړی دی.
واقعي مسلمان داسې وي لکه ملا محمد عمر چې خپل امارت یې د ناپیژوندیه مسلمانانو په خاطر د سقوط له خطر سره مخامخ کړ، هغه نمک حرامه او نامرده هیڅکله د اسلامي مروت څښتن نه شي بلل کیدای چې په هغه اولس چې دوی ته یې پناه ورکړې وه، دوی یې په کورونو کې ساتلي وو او ددوی په سر یې له کفارو سره جنګ کاوو مګر کله چې دوی له قبائلي سیمو عراق ته ستانه شول له هغه ځایه یې د کفر فتواګانې اود ارجاء ټاپې په بدل کې ورته راولیږلې.



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

یوه تبصره

  1. الحاج استاذ بیانزی

    د ډاکتر عمر په اړه ډیر معلومات نه لرم ، له نزدی یی نه پیژنم ، دا چه ښه مسلمان وو ، په نیولو، بندی کولو او شهادت یی خوابدی یم، په اړه دعا کوو چه الله ج یی شهادت قبول کړی او کورنی ته یی تسل ورکوم چه د مرحوم د غیرحاضری احساس حتی ونه کړی .
    مګر د ملا عمر ( مشر ملا صاحب ) په اړه چه زمونږ د هیواد دی سره د دی چه د هغه د حکومت دوره او یا وروسته نه وو مګر د افغانی معلومات له مخی مو ډیر معلومات ترلاسه کړی لکه سید جمال الدین چه نه یواځی د افغانانو ، نه یوآځی د اسلامی نړی پلکه د ټول مظلوم بشریت د پاره ویاړ وړ شخص تیر شوی ملا عمر که تر هغه زیات نه وی کم هم نه دی، ښه به دا وی چه په دی اړه تر دی ډیر څه په لیکنه کی ولیکم الله ج دی توفیق راکړی مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.