نظــر

فرهنکي ديپلوماسي – دویمه برخه

د فرهنګي دیپلوماسي اصلي بحث ته ، تر رسېدو د مخه به لږ د فرهنګ په اړه هم وغږېږو :

فرهنګ – کلتور 

په دې اړه لولو:
” د کلتور اصطلاح پخوانۍ لرغونې ريښه لري . د دي اصطلاح يا کلمې ريښه د لاتيني ژبي د کلتورا يا ( Cultura) کليمې ته ر سيږي ، چي د کرنې لپاره د مځکې چمتو کولو ، څارنې او پالنې مانا لري . دا په دې مانا چې په لرغونو

زمانو کي د کلتور کلمه د کرنې لپاره د شاړې ځمکې د چمتو کولو او آبادولو مانا لرله . مګر دې کليمې بيا د لرغوني يونان په زمانه کې نورې ماناوې درلودې : د ادب او فرهنګ ؛ او له همدې کبله دی چې د کلتور د پيل وياړ تل په يونانيانو پورې تړلی دی . د ساري په توګه که موږ د دوی د “پولس”کلمه راواخلو ، د هغه ښار مانا يې لرله چې يو زيات شمېر خلک په کې استوګن وو . هغوی ټول د خپل ښار د قوانينو تابع وو . همدا ښار هممهاله د دوی دولت هم وو ، هغه دولت چې خپله اداره ، قانون ، شورا او قواعد يې درلودل . په همدې ښار کي ښوونې او روزنې د کلتور مانا لرله . د يونانيانو روزنې او ښوونې نه يوازې ماشوم پالنې ته ، بلکې د ښکلايز ذوق روزنې ته هم پاملرنه کوله . دې کار په خپله د کلتور په وده او پالنه کې د پام وړ ونډه لرله .” ۳
د سیاسي علومو په يوه فرهنګ کې راغلي دي:
۱-هر هغه څه چې انسانانو ته له لرغونو زمانو راپاتې دي ،هغه فرهنګ دی . دغه څه اوس پر دوی اغېزمن او د هغو راتلونکې جوړوي.
۲-هغه معنوي او مادي عناصر دي چې په ټولنیزو سازمانو کې شتوالی لري او روان وي او له یوه نسله بل هغه ته ور لېږدي.دا څه ټولنیز یا فرهنګي میراث بلل کېږي.
معنوي فرهنګ : د علم او هنر په برخه کې د ټولنې ټولې لاس ته راوړنې دي.
او مادي فرهنګ : ټول هغه تولیدي وسایل او نور مادي څیزونه دي چې د ټولنې اقتصادي بنسټ جوړوي.
۳-د بشري وګړو ترمنځ د اړیکو جوهر دی . دا اړیکي هغه وخت په غوره او اغېزمنه توګه ټنېګدای شي چې نړۍ خورا ، خوار او محروم خلک له فقر ، لوږې او بیسوادۍ نه وژغورل شي.
د یوه ستر فرهنګ جوړېدل او رامنځته کېدل ، یو پرله پسې او تدریجي بهیر لري ، خو برعکس ، لومړنیو او بدوي ټولنو ته شا ته تګ خورا چټک او د واورې ښويېدنې ته ورته دی.
۴- د ستر فرانسوي انسانپېژندونکي کلود لوی استروس(۱۹۰۸-۲۰۰۹) په وینا، فرهنګ د چاپېریال د بدلون او د ناببره اټکلېدونکو او نه اټکلېدونکو پېښو پر وړاندې د مقاومت د درلودلو لپاره د انسان د وړتیا پیدا کولو قدرت دی.
د فرانسوي اداوارد هریو ، د وینا له مخې فرهنګ هماغه څه دی چې کله هرڅه هېروو ، هغه موږ ته پاتېږي او کله چې مو هر څه زده کړل ، د هغه نشته والی احساسوو او هر هغه څه چې موږ ته پاتېږي همدا بشر دوستي ده .۴
د لرغونو يونانیانو يو بل قوت په دې کي وو ، چې هغوی له طبيعت سره خپل اړيکي هېڅکله نه دي پري کړي . د مځکي ، اسمان او په ټولیزه توګه له کيهان سره ښه کول ، تر خدای نمانځني پورې رسېدل ، چي په خپله د نه هيريدونکو ابدي اثارو د زيږېدو سبب شوي دي .
په منځنۍ پيړۍ کي د فرهنګ په باب نظر او تفکر ډول چور بدلون مومي . د هر څه موخه او هدف خدای ، خدای نمانځنه او عبادت دی . په يوازیني خدای باور د ځمکي او اسمان هستوونکی د ژوند او مرګ خالق او د ليدونکو او نه ليدونکو اداره کوونکی ، ټول هنري ، تخليقي اثار ودانۍ ، رسامۍ ، نقاشۍ ، موسيقي او مجسمې ټول د خدای لپاره وو .
په اتلسمه او نولسمه پېړۍ کې ، د فرهنګ پراختيا ، د فرهنګ ماهيت او د فرهنګ ونډې د انسان په مادي او معنوي ژوند کي خپل ځای پيدا کړ . فرهنګ په دغه زمانه کې کله له فلالوژۍ ، کله له تاريخ او کله هم له فلسفې سره لوستل کېږي ، خو ورځ په ورځ ځانته د زيات پام له امله يو نيم ځای د ځانګړي مضمون په توګه هم ځان څرګندوي . په همدي وخت کي وو چي د فرهنګ کلمې د هغه څه مانا ورکوله چي انسان د خپل مهارت په مرسته ، خپله تر لاسه کړي وي . دا هغه څه وو چي د انسان له خوا د طبيعت پر وړاندې د دویم طبيعت را پيداکول نومېږي . داسې فکر کېږي چي د فرهنګي څېړنو په بهير کې به دا د فرهنګ تر ټولو ساده مانا وي . وروسته بيا د خلکو او کوچنيو ډلو او ګروپونو د ژوند لاسته راوړنې او تخليقي مجموعې د فرهنګ په مانا يادېدلې چي البته دا نظريه تر نولسمي پيړۍ پوري دود وه . “
د انسان او طبيعت تر منځ همغږي فرهنګ دی . فرهنګ ژوندې اورګانيزم دی چي د بل هر ژوندي ارګانيزم په څير زيږي ، وده کوي ،لويېږي ، زړېږي ،خو ډير په ځنډ مري: چي دا شان مرګ ته ، آن مرګ هم نه شو ويلی .
د فرهنګ اصلي موضوع لکه هغه شان چي ځينو پوهانو ويلي ، د ژوند د مادي يا معنوي اړخ په اړه بحث او څېړنه نه ده ، بلکي روح او د هغه پر را زيږېدونکو مادي ارزښتنو پوهېدل دي . له همدي کبله ( ي ، ي ، يفياش ) په دې اړه وايي : مشهوره فلسفي مسله د انسان نړۍ او په دي نړۍ کي د هغه دريځ دی . د سقراط د نظريې له مخې دي چي انسان د خپلې پيژندنې په بهير کي له يوه پړاو نه بل ته درومي او په عملي ډګر کي چي فرهنګ څېړي له عمومي فلسفي نه ټولنيزې فلسفې ته او له ټولنيزي فلسفې نه بالاخره د فرهنګپوهنې ، پوهي ته تېرېږي. . . ۶ـ”
په اوسنۍ زمانه کې د دولتونو تر منځ د تګ راتګ او اړیکو د ټېنګېدو سره ، فرهنګي چارې د هغو د رسمي سیاست یوه برخه شوه . د هغو په کړنلارو او تګلارو کې فرهنګي برخې ځانګړی ځای وموند .
هغه دود دستور ، ارزښتونه او قواعد چې يوې ټولنې ، ډلې او يا جلا جلا وګړو ته د هغو په فرهنګي او معنوي هلوځلو او ارمانونو کې لارښوونه کوي ، هغه ته فرهنګي تګلاره ، فرهنګي دريځ ، فرهنګي سیاست یا فرهنګي ديپلوماسي وايي …. نور بیا
اوکراین -کیف

د اولې برخې لینک:http://nunn.asia/leekani/articles/9279-%D9%81%D8%B1%D9%87%D9%86%DA%AB%D9%8A-%D8%AF%D9%8A%D9%BE%D9%84%D9%88%D9%85%D8%A7%D8%B3%D9%8A-%D8%A7%D9%88%D9%84%D9%87-%D8%A8%D8%B1%D8%AE%D9%87 

 

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x