افغانستان

پاکستان په پوله د قاچاقي اوښتونکو افغانانو د ویشتلو امر کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۲، ۱۳۹۵ل): پاکستان د دې وروستیو نا امنیو له امله افغانستان سره ټولې سرحدي پولې تړلي او خپلو سرحدي ځواکونو ته يې امرکړي چې په ناقانونه او قاچاقي لارو باندي پاکستان ته  د اوښتونکو مخه ونیسي او د سرغړونې په مهال به يې په ډزو ولي.

دغه راپور د پاکستان د انګلیسي ژبې ډان ورځپاڼې خپور کړی؛ چې په کې ویل شوي د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چمن د باب دوستي په شمول ټولې لارې به وتړي او په قاچاقي لارو ورتلونکي به په نښه کوي او ولي به يي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د سند ایالت د شهباز قلندر په زیارت کې په یوه ګڼه ګوڼه کې ځان وژونکی برید شوی وو چې شاو خوا ۹۰ تنه پکې وژل شوي او تر ۲۰۰ زیات يې ټپیان وو؛ چې د دغه خونړي بريد مسؤلیت د داعش تند لارې ډلې منلی و.

ورځپاڼې د یو پوځي چارواکي چې نوم یې نه ده یاد کړي په حواله لیکلي؛ د پاکستان د اعش په ګډون ډیری مخالفې ډلې په افغانستان کې اوسیږي چې د پاکستان امنیت ته ستر ګواښ ګڼل کیږي.

اخبار زیاتوی تر ټولو لوی ګواښ د داعش ډله ده چې پاکستان سره په پرته پوله ننګرهار په غرنیو سیمو کې يې پټنځایونه جوړ کړي او پاکستان کې د خونړيو بریدونو مسؤلیتونه هم پر غاړه اخلي.

د یادونې وړ ده چې له څو ورځو راهیسې د پاکستان – افغانستان پوله د قانوني تګ او راتګ پر مخه هم کلکه تړل شوې.

افغانستان د پاکستان دغه اقدام چې په قانوني تګ راتګ يې هم بندیز لګولی یو غیر ډیپلوماتیک اقدام بللی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x