fbpx

متمرکزه ښکلا

بسمل بل

په ټولنه کې مو د افرادو اکثريت داسې دی چې په خپل ژوند او چاپيريال کې په يوه اړخ دښکلا تمرکز کوي، ددې ډول عادت ځينې تاوانونه ليدل کيږي چې په مشخص اړخ او دژوند په نورو اړخونو مستقيم او غير مستقيم تاثير لري.

مثلاً ځينې خلک په ژوند کې يواځې پرمانا متکي وي، دا کار دوی ته له غوره او نيکو کارونو ښکاري او ځان سپيڅلی او پاک ستره حسابوي، يانې زړه يي پاک، سپيڅلی او سم وي، دا ډله په دې نظر ده چې که څوک په ښکاره ډول بداخلاقه، دورغجن او نا اهله ښکاره شي کوم باک نشته، خو چې دانسان باطن او زړه پاک وي، حال دا چې هغه درس چې د افرادو په ښه ليد او شخصيبت معرفي کې، ټولنې ته موجود دی دټولنې په اصلاح کې رغنده او مستقيم رول لري.

ځينې خلک بيا په دې نظر دي چې انسان بايد په ټولنه کې په ښکاره ډول پاک او با احلاقه ښکاره شي، پروا نکوي که د مانا په لحاظ بد او ناوړه وي.

دا خلک په خپله باطني ناولتيا اعتراف کوي يانې دا مني چې موږ تور يو ولې بيا دا دځان ښيګڼه بولي چې په سپينه جامه کې ګرځي، دوی په دې اند دي چې که موږ خپلې سپينې جامې له تنو څخه ښکته کړو او دخپل شخصيت تور بدن ښکاره کړو نو لرې نه ده چې په ټولنه به دجهالت تپه تياره راخوره شي، ددې ټولي داخبره چې : زموږ دظاهري ښکلا په تمرکز کې د ټولنې له پاره پياوړی نصيحت پروت دی او شته نسل زموږ په ليد داصلاح کوښښ کوي يو څه سمه ده، ولې دلته ددوی دباطنې روح ناولتيا په خپله دټولنې پرناولتيا دلالت دی، ځکه دوی هم دهمد ې ټولنې يو غړی بلل کيږي.

دا دول پېښې زموږ په ټولنه کې په سلګونو بېلګې لري چې يو څوک د په ژوند کې په يوه اړخ دښکلا تمرکز وکړي.
مثلاً: ځينې خلک دي چې په ټولنه کې خپل بهرنۍ رول تقويه کوي، ولې ددې برعکس خپل داخلي اوکورنيز رول ته هيڅ توجو نه ورکوي، دوی غواړي له کوره بهر ځان لوړشخصيت، کدر او پرمختللی معرفي کړي، حال دا چې په کور کې يي هغه دچا خبر ه دموږک لکۍ نه لړل کيږي، دا ډول تمرکز نه يواځې دا چې دکور دخلکو په مقابل کې ظلم او تيری دی بلکې ډير ژر افشا کيدونکی هم دی.

ددې ډول ښکلاييز تمرکز دا مثال هم کيدي شي چې، ځينې خلک يو مشخص چاپيريال دښکلا تر اغيزې لاندې راولي، دا خلک خپل اصليت او شخصيت دخلکو له سترګو پټوي، ولې هر کله چې افشا شي دده دبد چاپيريال اغيزه، دده پر ښه چاپيريال هم لويږي.

د بېلګې په توګه يو فرد دخپلې دندې چاپيريال پاک ساتې يانې خپل هم مسلګه ملګرو ته ځان لوړ کدر، صادق، با احساسه او دروند ښکاره کوي، حال داوي چې په کور کلي او ددندې څخه پرته پر نورو چاپيريالونو کې دخپل شخصيت هيڅ پروا نه ساتي، دا فرد کيدی شي چې دده دندې نيک چاپيريال دده اصليت راپه ګوته کړي، نو دخپل نيک او غوره شخصيت پټولو په ځان کې ددې سبب شي چې په کلي او نورو ځايونو کې يي خلک دبد انسان په توګه وپيژني او يا هم هيڅ دده غوره شخصيت ته قايل نه شي.

داسې هم کيدی شي چې دندې چاپيريال يي هسې يو تمثيل وي، نوموړی په حقيقت کې هما غسې نااهله وي لکه چې په کلي کې يي خلک بولي، نو که داسې شوه لېرې نه ده چې ددندې غړي به دده په دې لويو دروغو خبر شي او ددندې به يي ګوښه کړي.

د متمرکزې ښکلا ډيری کوچني مثالونه هم شته مثلاً ځينې خلک په لباس کې فقط په ښايسته جامو تمرکز کوي، يا هم په ښايسته بوټانو تمرکز کوي.

که د مانا له دريڅې ورته ځير شو نو ځينې يي غواړي فقط ښې خبرې وکړي، عمل کول ورته مهم نه ښکاري، ددې برعکس ځينې بيا عمل کوي او له خبر کولو ډډه کوي، چې دا ټول تمرکزونه فقط دژوند په يوه اړخ دي او ډېرې بدې اغيزې لرلای شي.

هدف مې دښکلا دتمر کز دشننې څخه دا و چې، انسان بايد دژوند هر اړخ ته پام وکړي، او هغه تمرکز او خواري چې په يو اړخ يې کوي بايد ټولو اطرافو ته يې وويشي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د