مينه ښکلا ده؟ که ښکلا مينه؟

بسمل بل
دا پوښتنه مې ترډېره په زړه کې ګرځېده، که ښکلا به مې ترمينې غوره وبلله نو دمينې ارزښت به له منځه تلو، او که مينه به مې له ښکلا غوره کړه نو ښکلا به مړاوې کيده.

که وبه مې ويل چې هم ښکلا مينه ده او هم مينه ښکلا، بيا هم دشک او خيال په دايره کې بند وم، په فلسفه کې يوه اصطلاح د ه چې که ټول ښه وي، يو پکې ډېر ښه وي.

دا خبره به ماته هم مخې مخې ته کيده، که څه هم ښکلا دليد او مينه داحساس په تله سره برابر ښکاري خو دپورته اصطلاح پر بنسټ يوپکې خامخا درونددی.

ترټولو حيرانوونکې خو دا وه چې څومره به مې د طبعيت له ښکلاګانو او ارواګانو په اړوند پوښتل او څيړنه به مې کوله نو همدومره به دمينې او ښکلا ترمنځ ارزښت ليد راته ګرانيده.

که له ښکلا به مې دمينې په اړه وپوښتل نو په ډېر عاجزانه ډول به يي دځان حقارت راته سپاړلو، مينه ته به يې پوره احترام درلودو، ويل به يې زه (ښکلا) هيڅ نه يم خو مينه ده چې ماته يې دښکلا دنوم لورينه راکړې ده.

که له مينې څخه به مې دښکلا په اړه وپوښتل نو ته به وايې چې هغه دښکلا دصداقت او خاکسارۍ څخه خبره ده، ځان به يې خاورې باله، ويل به يې ښکلا ده چې زه (مينه) ورڅخه زيږيږم، له ښکلا پرته مينه نه پيدا کيږي.

خو که له خوبانو(ښکلو) څخه به مې دمينې په اړه وپوښتل نو هغوی به له کبره خولې کږې کړې، په ډېر ناز او غرور به يې مينې ته پرښکلا سر لوړي ورکوله.

ويل به يي موږ یانې ښکلي يو چې په زړونو کې مينه راژوندۍ کوو، مينې ته پايېښت ورکوو، ليدلې به د وي چې څومره زموږ ښکلا وي هغومره راسره دزړونو مينه وي، که ښکلا مو خزان شي نو دمينې پاڼه هم ژيړه شي.
بل خوا به مې که له ميينانو دښکلا په اړه وپوښتل نو توبې به يې وکښلې، خاورې به يې ښکل کړې.

ويل به يي: دا دمينې او ميينانو سپکاوی دی، موږ خو ښکلا پرست نه بلکې مينه پرست يو.

ليدلې به دې وي چې ډېر مين له خپلې معشوقې سره آن ترمرګه مينه کوي، که ښکلا مينه وي نو مينه خو ژر له منځه ځي، مګر مينه ښکلاده چې بقا لري.

ټولې خبرې مې واوريدې، هرڅه مې ولوستل خو په دې فلسفي پوښتنه پوه نه شوم چې ايا مينه ښکلا ده؟ که ښکلا مينه؟

ګل ته کېناستم، داستړی زړه مې ورته تش کړ، ګل ويل مينه ښکلا ده، هر سهار تک تور بورا راځي زم زم زم به دې اوريدلې وي، هو په انسانانو يې دوزرونو زڼهاری ډېر بدلګيږي خو زه ورسره مينه لرم، دبورا تور بدن سره غيږ په غيږه وم، دهغه ډارونکې او ارې ارې پښې مې پر سرو او نازګو غومبرو کرښې راکاږي او دوږمو وينه ورڅخه بهوي، خو زه هماغسې ورته غوړيدلې سينه پرانيستی وم.

نو ته ووايه چې مينه ښکلا نه ده؟

ښه په بورا کې کومه ښکلا ده چې زه يي دومره ستمونه په سر وړم، هيڅ ښکلا نه لري مګر زه او هغه مينه سره لرو.

اوف دلته بيا ماته ځينې پوښتنې پيدا شوې.

سيده بورا ته ورغلم، هغې ته مې هم همدا سندره وغږوله.

زممم زمممم زمممممم بورا مې څو ورارې پر اوږو په اطمنان سره تير شو، مخامخ ودريده، وزونه يې وهل ويي ويل:

ښکلا مينه ده.

زه هر سهار له خپلو کمزورو وزرونو سره ظلم کوم او دګل خوا ته ورځم، ځکه هغه ښکلا لري.

زه د ګل پر خالي شاخونو او پاڼو نه يم ناست، دګل پر ګل کينم، ځکه ګل؛ ګل دی، ښکلا لري.

ښه!؟ تاليدلی چې ګل په ماپسې رالوتی دی؟!

نه

ځکه زه ښکلا نه لرم، تور، ببر او ځيګ بدن لرم.

ښه! بله درته ووايم:

زه دې چېرته ليدلی يم چې دتوت پرپاڼو ناست يم؟

دسنځلې پرشاخونو به دې هم نه وم ليدلی؟!

ځکه دلته ښکلا نشته، ځکه ورسره مينه نه لرم، ګل ښکلا لري زه ورسره مينه لرم.

دبورا خبرو تر ګل ډېر حیران کړم، خپل زړه ته مې دا پوښتنه وسپارله هغه مخکې له دې چې فکر ورباندې وکړي
راځواب کړه، سمدستي يي وويل: مينه ښکلا د ه ما د(هغه) څيره نه ده ليدلې خو پرې مين يم.

په دې خبره راباندې سترګې خبرې شوې، خبره يې رد کړه هغه هم په ډېر لنډ ځواب سره وويل:

ښکلا مينه ده، وګوره موږ په ورځ کې سل او زر وينو خو پرې ميینې نه يو، خو (هغه) چې ښکلا لري مينه ورسره
لرو.

توبه مې دې وي، دا دسترګو او زړه خبرې تر نورو ډېر په شک کې واچولم.

دنور افکار او عقل مې پرځای پرېښود له خپل عقل او فکر څخه مې وغوښتل چې ووايي مينه ښکلا ده او که ښکلا
مينه؟

عقل هم څه عجيب شی دی سمدستي يي ځواب را نه کړ، له ډېر فکر او فکر وروسته په دې وپوهيدم چې هم مينه ښکلا ده او هم ښکلا مينه ده خو افراد يې سره توپير لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د