افغانستان

ننګرهار: امريکايي عسکرو يو ولسي وګړی وژلی او ۶ تنه تبليغيان يې نيولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۲، ۱۳۹۵ل): د هيواد په ختيځ ننګرهار ولايت کې امريکايي عسکرو د يوې چاپې په ترڅ کې د ۶ تنو تبليغانو په ګډون ۱۰ تنه ولسي وګړي نيول او يو تن يې وژلی دی.

دغه پيښه تيره شپه د ننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ د هاشم خيلو په سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې امريکايي او افغان عسکرو په يوه کلي او يو جومات چاپه واچوله.

په دغه چاپه کې د عامو خلکو کورونه وپلټل شول او دروازې يې په بمونو والوزول شوې، چې له امله يې د سيد عارف په نامه يو تن عام بزګر افغان د امريکايي عسکرو په ډزو ووژل شو او ۶ تنه تبليغيان او ۴ تنه د سيمې ولسي وګړي يې له ځان سره بيولي دي.

بل خوا د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له لوري رسنيو ته په ليږل شوې خبرپاڼه کې ويل چې د ننګرهار د خوګياڼو په پيښه کې د دوی هيڅ ملګری نه وژل شوی او نه هم نيول شوی دی او نه هم په دغه سيمه کې د دوی ملګرو شتون درلود، مجاهد ويلي چې په دغه پيښه کې وژل شوی او نيول شوي کسان ټول ولسي وګړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x