افغانستان

کابل: درې پولیس افسران د پلټنې په موخه له دندې ګوښه کړای شول

دکورنیو چارو وزیر د کابل ښار د لسمې حوزې درې پولیس افسران له دې امله له دندې ګوښه کړل چې تېره شپه د کابل په حساسه green zone “وزير محمد اکبرخان” سیمه کې پر يو لبناني رستورانت طالبانو ډله ايز سرتيري بريدونه وکړل. د پېښې په تړاو دلسمې حوزې له افسرانو پلټنې روانې دي. د کورنيو چارو وزير محمد عمر “داوودزي” نن د شنبې په ورځ 2014-01-18 په کابل کې د يوې غونډې په ترڅ کې خبريالانو ته وويل چې د وزيراکبرخان پر څوارلسم سرک د تېر ماسختن د ډله ايزو بريدونو په اړه د کابل ښار د لسمې امنيتي حوزې له امر نثار احمد “عبدالرحيمزی” او همداراز د يادې حوزې د ټولي له قوماندان څخه پوښتنې ګروګڼې روانې دي.
داوودزي زیاته کړه چې دغه افسران باید په ډاګه کړي چې د وسلوالو سرتيرو مخه يې ولې ونه نيولی شوه.
د “داودزى” په وينا دا مهال د يادو کسانو دندې ځنډېلي او تر څېړنې ورسته به يې په اړه پرېکړه وشي.
د يادونې وړ ده چې تېره شپه ماخوستن ۷:۲۰ د وزیر محمد اکبر خان سيمې په څوارلسم سرک په دريمه کوڅه کې د ليبنز په نوم يو رستورانت کې درې سرتېرو بریدګرو بریدونه وکړل چې د شپږو هيوادو وګړي پکې و وژل شول
ملګرو ملتونو ويلي، چې په وژل شوو کې يې څلور کارکوونکي شامل دي، خو د هغوى هويت يې نه دى په ډاګه کړى. راپورونه وايي، چې په وژل شوو کې د امريکا، کاناډا، برېتانيا، روسيې، ډنمارک او لبنان وګړي شامل دي. په کابل کې د امريکا سفارت هم اعلان کړی چې وژل شوو کسانو کې دوه ملکي امريکایان دي.
د کاناډا بهرنیو چارو وزارت هم اعلان کړی چې په یاد برید کې يې دوه اتباع وژل شوي چې د نړیوالو ادارو مامورین وو. بریتانيې هم منلې چې يو برتانوی په دې برید کې وژل شوی دی. په کابل کې اروپايي اتحاديې په خپله خبرپاڼه کې ويلي، چې په وژل شوو کې د دوى دوه مامورين شامل دي چې يو يې د ډنمارک او بل يې برتانوی دي. په کابل کې د روسيې سفارت هم ويلي چې د دوی روسی چې د یوناما مامور و په پروني برید کې وژل شوی دی. د نړيوال مالیاتي صندوق (IMF) له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په پروني بريد کې يې د افغانستان د دفتر مسوول ۶۰ کلن وابل عبدالله هم وژل شوی چې د لبنان هېواد اوسېدونکى و. طالبانو د دې بريد مسؤوليت په غاړه اخیستی او دا يې د پروان ولايت د سياه ګرد په ولسوالۍ کې د بهرنيو قواوو په هوايي بريدونو کې د وژل شويو ملکي وګړو د غچ اخيستلو بريدونه بللی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي چې د تېرې شپې په ډله ييز بريد کې ٢٩ بهرنيان او د هغوى ٨ افغان ساتونکي وژل شوي دي. دا په دوه زره او څوارلسم ميلادي کال کې په افغانستان کې خورا خونړى بريدونه دي چې طالبانو د کابل په خورا حساسه او ډيپلوماتيکه سيمه کې وکړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x