انځورګره/ ثاقب خپلواک

ثاقب خپلواک

د دردونو ، پرهرونو انځورګره !
ته مو ویاړ یې ، د ویرونو انځورګره !

کړی دې واه د راز غوټئ، د زړه پر دښته
مست سپرلی یې ، د رازونو انځورګره !

اخ !!! د پیغلو مات بنګړي تر چنار لاندې
د شهیدو ، ګودرونو انځورګره !

چې انځور دې، کړو د فکر په لاس باندې
انځورګر یې د خیالونو انځورګره !

د غزل تابلو دې، څومره ښکلې ښکاري
ای ! نقاشه د لفظونو انځورګره !

اخ !! ثاقبه ! ته خو ارتی تڼئ ګرځی ؟
یې د څېریو ګریوانونو انځورګره !

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د