د علامه اقبال د يو ه شعر منظومه ترجمه/ کاروان

شاعر: علامه محمد اقبال

ژباړن: پير محمد کاروان

شرق چې په تقليد کې سر تر پايه شو پناه د غرب

خپله يې پر ځان کړي دا هېڅ نه ده ګناه د غرب

زور د مغرب چنګ نه دی ، ګيتار نه دی رباب نه دی

هم د لوڅو لوڅو جينکو د ګډا تاب نه دی

نه د غاټول مخيو دی د کوډو د فتنو اثر

نه د لوڅ پونډيو دپستو لنډو ويښتو اثر

غرب چې دا قوت لري سبب يې بې ديني نه ده

دغه پلوشه ګوره له خط لاتيني نه ده

زور د غرب قوت د غرب له علم دی له فنه دی

بل څراغ ددوی چې دی ، ددې اور له بدنه دی

علم او حکمت په تنګ پتلون په لنډ شلوار نه دی

مخه د هنر پوهې چې ونيسي دستار نه دی

شوخه شنګه ځوانه چې په علم کې يې لاس دی

دا کار د دماغو بويه، نه غربي لباس دی

څوک چې هره شپه لوګی د بلې ډيوې خورينه

دی به د حکمت بورجل ته خامخا ورځينه

ګوره له حيا چې لرې لرې بوډاګان دي

پټ لکه د ښځو ، په سينګار نوي ځوانان دي

هيلې اميدونه يې له زړونو غورځېدلي دي

ته وا چې له ميندو ځنې مړه را زيږېدلي دي

نجونې يې په خپلو خپلو زلفو بنديوانې

نه عزت نه شرم بې حيا سترګې شيطانې

عېش کوي او نوش کوي ، بايللي يې دي زړونه

وروځې يې کږې لژندې تورې يا لرونه

لوڅې سپينې لېچې يې د تږي په نظردي

ته وا په څپو کې سپين کبان د سمندردي

داسې يو ملت چې يې ايرې وي بې سپرغيو

تور به يې سهار وي د ماښام له تروږميو

غرب د قوت راز (اقبال-كاروان)

پير محمد كاروان



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.