غريب ګاونډی «لنډه کيسه»

ظاهر شاه سروضوال

ژمی وو واوره اوري او تیز طوفان هم ورسره ده د کلي له بازاره د کور په طرف روان یم د غرمې دولس بجي دي کور ته نیږدې یم چي یو غږ راباندي وشو.

کاکا نن مو د تاسو کره څه پاخه کړي دي؟

چی ګورم یو ماشوم وچي شونډي خړ سپېره مخ له یخ یې ټول وجود ریږدي په تن یې له یو جوړ جامو نه پرته بل هیڅ شی هم نشته. داسي شکاریدو تا به ویل اوس له خاورو نه راپورته شوی ده سخت مي زړه خفه شو په دې وخت کي ماشوم بیا راته وویل کاکا تاسو کره مو نن څه پاخه کړي ماشوم مي خواته رانیږدي شو او خپلي اوښکي مي نور له اختیاره ووتې شه ډیر مي ورته وژړل ماشوم راته وویل کاکا ولي ژاړې مونږ اوس عادت شوي یو په ورځو ورځو نهار يو نور یي هم خفه کړم د کور په طرف روان شو له ماشوم نه مي د نوم پوشتنه وکړه ویل یې نوم مي بلال ده او د پلانـي زوی یم څو ورځي کیږي چي مور مي غلطوي چي نن به څه درته پاخه کړم او بېګاه ته به څه درته پاخه کړم په کور کي هيڅ شی هم نه شته چي مونږ ته یي پاخه کړي .د ګاونډي له کوره یی وچه ډوډۍ راوړي دا درې ورځي په هغه ګوزاره کوو نن مي ترخې ډوډۍ ته ډير زړه وشو له کوره راووتم چي ته مي ولېدې ما ويل راځه کاکا ته ووايه چي هرڅه یي په کور کي پاخه کړي وو ماته به یي هم راکړي او وړې خور ته به یی هم یوسم مور خو مي هسي هم څه نه خوري هغه وايي له مانه ډاکټر خواړه منعه کړي دي ځکه چی هغه مریضه ده د ماشوم خبرو دومره خفه کړم چي هرڅه یی رانه هیر کړل.

خیر کور ته ورسیدو مور ته مي وویل چي هرڅه مو پاخه کړي مونږ ته یی راکړه چي زه او بلال یی وخورو چی کوټې ته ننوتو بلال راته وویل کاکا ستاسو کوټه څومره شه توده ده کاش زمونږ کوټه هم داسي ګرمه واي مال ته غم مه کوه ان شاءالله ستاسي کوټه به هم داسي الله ج ګرمه کړي مور مي خواړه راوړل کچالوو یي په اوبو کي ایشولي وو بلال ډېر په خوند خوند سره د کچالانو په خوړلو پېل وکړ ما هم شه ډیره ډوډۍ ورسره وخوړه بلال نیمه ډوډۍ پرېشوده ما ورته وویل ولي بلاله ډوډۍ ولي نه خورې بلال راته وویل کاکا ماته لږ کچالان هم راکړه سي خور ته مې یوسم او دا ډوډۍ مي هم خور ته وړم زه سي له کوره راوتلم ما ته یي وويل وای بلاله که د څه پيدا کړل ماته یی هم راوړه د بلال ټولي خبري د لوی سړي په شان هوشیاري او اغیزمنې وې ما ورته وويل ته دا ډوډۍ وخوره خور ته به د نوره ډوډۍ یوسو هغه ده شته ده ويل نه هغه به تاسو وخورۍ ما ويل ته اول ځان موړ کړه هغه ډوډۍ هم بلال وخوړه ويل کاکا زه اوس موړ شوم د خور لپاره مي ډوډۍ راکړه چي خور ته مې وروړم .

دلته مي مور راغله او پوشتنه یې رانه وکړه زویه دی پيژني؟ ما ورته وویل بس دومره پیژنم چي بلال نومیږي او دپلاني زوی ده ویل هو پلاار یې دا درې کاله کیږي چي بندي ده هيڅ درک یي نه لګیږي ما ورته وويل ولي او چا بندي کړی راته یې وویل چي پلار یې یو بې ګناه سړی وو په کلي کي یې د خټو کار کاوو او مریض هم وو یوه ورځ غزني ته د درملني لپاره روان وو چي په لاره کي دولتي ځواکونو له موټره شکته کړ او تر اوسه یې کوم جرم ثابت نه شو څارنوالان او قاضيان یې د خلاصېدو لپاره شل زره امریکایی ډالر غواړي چي هغه له دوی سره نه شته کور کي يې يواځي دا یو زوی یوه څلور کلنه لور او یوه ميرمن پاتي دي نور له الله ج نه پرته هيڅ څوک هم نه لري د ادې خبرو نور هم خفه کړم له ځان سره مي وويل زمونږ وطن کي به تر کومه دا حال وي

يو څه لرګي او يوه څه نور توکي مو چي له وسه کيدل له بلال سره واخیستل او د هغه د کور په طرف روان شو کورته یې چي ننوتو کوچنۍ خور یې رامنډي کړي بلال ته یې وويل ماته د خواه راوړل بلال ورته وویل هو کاکا ډير شيان درته راوړل ماشومه ډیره خوشحاله شوه مور ته یې ورمنډي کړل او له لري نه یې ور غږ کړل موري را پورته شه کاکا لرګي هم راوړل اوس به زمونږ کوټه نوره ګرمه شي ما چی د دوۍ حالات وليدل سخت یې ودردولم زما هم په وس کي ډېر څه نه کيدل خبر مي له ملګرو او ګاونډیانو سره شریکه کړه الله ج د اجرونه ورکړي ټولو د توان مطابق مرستي ورسره وکړې او د هغو مشکل یې حل کړل

له تاسو ټولو درنو لوستونکوو نه هم هېله کوم چي د الله ج لپاره مو د خپلو ګاونډیانو خیال په دې ساړه ژمي کي وساتۍ!

و من الله توفیق



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.